چارواکي: په کاپیسا کې یو ملا امام د لاسي بم چاودنې له کبله وژل شوی
په کاپیسا کې د طالبانو ځایي چاوراکي وایي، چې د یوه جومات ملا امام د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
په کاپيسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، پېښه تېره شپه د کوهستان په دويمه حصه ولسوالۍ کې شوې ده.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ازادي راډیو ته وویل، چې د محمد ظريف په نوم ديني عالم د هغه لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی، چې د جومات په حجره کې یې له ځان سره ساتلی و.
د فایز د معلوماتو له مخې، د دغه دیني عالم کورنۍ ادعا کوي چې دغه ملا د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د فايز په وينا، د دغه ديني عالم د وژنې په تړاو ۳ تنه نيول شوي دي.
ځينې ځايي سرچينې چې ځانونه د ازادۍ جبهې غړي بولي، ادعا کوي چې د جومات ملا امام د طالبانو پلوى و او د دغې جبهې له خوا پرې بريد شوى دى.
خو فایز دغه ادعا ردوي.