Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

د موسمي ناروغیو زیاتېدل؛ روغتیا نړیوال سازمان: ۶ میاشتو کې یې ۱۲۴ افغانان مړه کړي

0
د موسمي ناروغیو زیاتېدل؛ روغتیا نړیوال سازمان: ۶ میاشتو کې یې ۱۲۴ افغانان مړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان با 'ډبلیو ایچ او' وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۴ تنه د ساري او موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

یاد شوي سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جولای په ۶مه یې خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په ۲۶مه اوونۍ کې د کانګو، شري، اسهال، کوېډ۱۹ او ډينګي ناروغیو امله ۴ تنه او د ۲۰۲۳ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د همدې کال د جولای تر لومړۍ نېټې ۱۲۴ کسان مړه شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۲۵مې د جولای تر لومړۍ نېټې د کانګو ناروغۍ د ۴۲ پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې ۱۵ یې 'پي سي آر' تایید کړي.

راپور زیاتوي، د کانګو ناروغۍ له امله په یاده یوه اوونۍ کې ۳ تنه مړه شوي، خو د ۲۰۲۳ کال له پيله تر اوسه بیا ۴۲۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ۳۵ تنه په کې مړه شوي دي.

همدا ډول ویل شوي چې په ۲۶مه اوونۍ کې په ۲۱۱ ولسوالیو کې د شدیدو اسهالاتو د ۴۷۶۳ پېښو راپورونه ورکړل شوي چې یو تن له دې امله مړ شوی.

همدا شان د ۲۰۲۳ کال له جنوري د جولای تر لومړۍ نېټې ۸۵۲۲۸ تنه پرې اخته شوي چې په دې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۴۰ تنه مړه شوي دي.

همدا ډول په ۲۶مه اوونۍ کې ۸۸۱ کسانو د کوېډ۱۹ ټېسټونه ورکړي چې له منځه یې د ۱۵۴ کسانو نتیجه مثبته ختلې ده، خو تلفات نه لري.

 

د دې ترڅنګ په ۲۶مه اوونۍ کې د شري د ۳۵۵ شکمنو پېښو راپورونه ورکړل شوي چې مړینه نه لري خو د ۲۰۲۳ کال له پیله د روانې جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې بیا د ۱۶۸۸۳ پېښو راپورونه ورکړل شوي چې ۴۸ تنه یې له امله مړه شوي دي. په دې ناروغۍ ۷۱ سلنه له پنځو کلونو ښکته ماشومان اخته شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر دې ناروغۍ ۷۱ سلنه اخته شوي یې تر ۵ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.

د روان میلادي کال په ۲۶مه اوونۍ کې د ډينګې تبې بیا ۵ پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې، په دې یوه اوونۍ کې د دې ناروغۍ له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی خو په روان میلادي کال کې بیا په ۳۹۹ پېښو کې د ډينګې یو ناروغ مړ شوی دی.

په افغانستان کې په ځینو ساري او موسمي ناروغیو د خلکو د اخته کېدو په اړه داسې مهال راپورونه ورکول کېږي چې د هوا له ګرمېدو سره دا ناروغۍ ډېرېږي.

 

د کابل یوه اوسېدونکی محمد ولي، چې په وروستیو کې د شدیدو اسهالاتو په کولرا ناروغۍ اخته شوی و، ازادي راډيو ته یې وویل، د ده ترڅنګ نور ملګري یې هم په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

محمد ولي زیاته کړه: " په کولرا دلته ډېر خلک اخته شوي دي. خپله زه هم په دې ناروغۍ اخته شوی وم، له دې سره زما د وجود اوبه ډېرې کمې شوې، کانګې هم راتلې، یوه ورځ یې داسې بې حاله کړلم چې پاڅېدلای نه شوم."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو ارقامو په اړه ازادي راډيو ته څه و نه ویل، خو تر دې مخکې یې ویاند ازادي راډيو ته ویلي وو، چې دوی د ساري او موسمي ناروغیو په اړه عامه پوهاوی کړی، سیمینارونه یې ورکړي دي او د درملنې په خاطر یې طبي پرسونل ته روزنه هم ورکړې ده.

ډاکتران بیا په افغانستان کې د ساري او موسمي ناروغيو د ډېرېدو عوامل د هوا ګرمېدل او نامناسب خوراک او څښاک بولي.

د داخله ناروغیو یو متخصص ډاکتر فریدون ځدراڼ وړاندیز کوي، چې د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باید وقایوي تدابیر ونیول شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل": خلک دې هڅه دې وکړي چې هر څه ونه خوري، په کور کې دې صحي ډوډۍ تیاره کړي، د ډېر وخت پاتې ډوډۍ ونه خوري، مایعات دې وڅښي. که په داسې ځای کې وي چې اوبه یې پاکې نه وي، ودې اېشوي، بیا دې استفاده ترې وکړي، همدا ډول د څاګانو اوبه چې سرپوښ نه لري او هر ‌ډول میکروبونه ورلوېږي، هم دوی په ناروغیو اخته کولای شي."

 

په افغانستان کې له یوې خوا ساري او موسمي ناروغۍ ډېرې شوي، بلخوا تر دې مخکې د ځینو سیمو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لازمو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایتونه کړي چې په وینا یې له دې امله حتی عادي ناروغیو هم د ډېر وخت لپاره ځورولي دي.





Губернаторы России
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов





Москва

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Любовь Успенская

Адвокат Добровинский: сторона Успенской раздражала суд доводами против Киркорова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице


WTA

Виктория Азаренко пробилась в четвертьфинал турнира WTA в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


ЦСКА

Церемония вручения премии "Жара Music Awards" прошла на "ЦСКА-Арене" в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России