Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

په افغانستان کې یوه میاشت د خوارځواکۍ نږدې څلور سوه زره پېښې ثبت شوي

0
یو نړیوال بنسټ وايي، په افغانستان کې یې په یوه میاشت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ نږدې څلور سوه زره پېښې ثبت کړې دي.


د ارزګان ولایت اوسېدونکي عبید الله خپل په خوارځواکۍ اخته ماشوم د درملنې لپاره کندهار ته لېږدولی دی.


هغه وايي، په خپل ولایت کې یې خپل ماشوم ګڼو ډاکترانو ته ورښودلی، خو لا یې هم په بشپړه درملنه نه دي بریالي شوي.


هغه زیاته کړه: "مریض مې د نس پړسوب لري او خوارځواکی دی، نور هېڅ مشکل نه لري. کوم خواړه چې وخوري بد پر لګېږي او اسهال وي. دغه یې ستونزه ده او ډېر کم وزنه دی. مور یې یونیم کال شیدې ورکړي. د ستونزې په علت یې نه پوهېږم. د ارزګان ټولو ډاکټرانو باندې مې ګرځولی هغوی یې علت نه دی معلوم کړی. دلته چې په امبولانس کې راغلم ۱۱ شپې مې کېږي، لا یې هم تشخیص نه دی شوی."


د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سیف دي چلډرن وايي، په افغانستان کې ماشومان د خوارځواکۍ تر څنګ له نورو روغتیايي ستونزو هم کړېږي.


د دې ادارې يوې کارکوونکې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی یوازې په یوه میاشت کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په لسګونو زره پېښې ثبت کړې دي.


هغې وویل: "د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې تر پایه په افغانستان کې درې لکه ۹۳زره او ۲۰۶ ماشومان له خوارځواکۍ کړېدل، چې د تغذیې عاجل ملاتړ ته یې اړتیا درلوده. په دې شمېر کې یولک او ۷۱زره ۴۹۰ یې شدیده خوارځواکي درلوده او دوه لکه ۲۱زره ۷۱۶ یې له منځنۍ کچې خوارځواکۍ کړېدل، چې له سختو طبي اختلالاتو او مرګ له ګواښ سره مخامخ وو. شدید تنفسي عفونتونه او نسناستی په افغانستان کې د ماشومانو لپاره هغه روغتیايي ستونزه ده، چې د دوی ژوند ګواښي."




سیف دي چلډرن وايي، دوی تر خپل پوښښ لاندې په اتو ولایتونو کې په لوړ کیفیت د تغذیې خدمات وړاندې کوي، چې هم د درملنې او هم د وقایې هڅې دي.


دغه اداره وايي، د خپلو روغتیايي او تغذیې د ۶۳ روزل شویو ټیمونو د شبکې په مرسته چې په هر ټیم کې ۱۱ روزل شوي کارکوونکي شامل دي، د ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو د خوارځواکۍ معاینه کوي.


د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د دوی شمېرې ښيي، چې تر پخوا په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کم شوی دی.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي تېره چهارشنبه د جون میاشتې ۲۸مه په یوه راپور کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونه او ۲ لکه یاد کړی و، چې ډېری یې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان ګڼل شوي دي.


شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي وو، په افغانستان کې اته لکه او ۴۰زره هغه میندې هم چې ماشومانو ته شیدې ورکوي، له شدیدې او متوسطې کچې خوارځواکۍ کړېږي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России