د کوټې پښتو اکاډمي د خپلې کلنۍ بوديجې زياتولو غوښتنه کړې
پخوا د بلوڅي، پښتو او نورو اکېډمیو کلنۍ بوديجه یو کروړ روپۍ وه. په نوي بجټ کې د پښتو او نورو اکېډمیو بوديجې همغسې یو کروړ پرېښوول شوی خو د بلوڅي اکاډمۍ هغه یې پينځو کروړو روپيو ته پورته کړی دی.