Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

د افغان کډوالو شورا د پاکستان دولت او ملګرو ملتونو ته سر خلاصی لیک استولی

0
د افغان کډوالو شورا د پاکستان دولت او ملګرو ملتونو ته سر خلاصی لیک استولی

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شورا د پاکستان دولت او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ ته یو سر خلاصی لیک استولی دی.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شورا په دې سر خلاصي لیک کې د پاکستان دولت له اړوندو ادارو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له عالي کمېشنرۍغوښتي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

دا لیک چې د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا له خوا لیکل شوی او د يو شمېر افغان کډوالو له خوا لاسلیک شوی، تېره ورځ د جولای په ۶مه نېټه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ته وسپارل شو.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د شورا مشر الحاج میر احمد روفي د دې لیک په اړه ازادي راډیو ته وویل: "کوم حالت چې په پاکستان کې پر مهاجرینو د پولیسو له خوا راوړل کېږي، ډېر دردونکی دی. موږ یوه ناسته درلوده او یو سر خلاصی لیک مو ولیکه او یو این ایچ سي آر ته مو هم تسلیم کړ. تصمیم لرو چې دا لیک په پاکستان کې د افغان کډوالو اړوندو ادارو ته هم ولېږو څو د دوی ستونزې هوارې او یا یو څه کمې شي."

د روفي په خبره، په دې لیک کې سلګونه افغانانو لاسلیکونه کړي دي.

دا لیک تر ډېره د هغو افغانانو د ستونزو په اړه دی، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته کډوال شوي دي.

پاکستان ته نویو ورغلو افغان کډوالو، چې ډېری یې د مقصد هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو لپاره دغه هېواد ته تللي، په دې وروستیو کې په وار وار غږ پورته کړی، چې د پاکستان حکومت دوی ته د استوګنې ویزې نه تمدیدوي، چې له دې امله د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شورا په لیک کې د پاکستان له دولت څخه غوښتل شوي، چې دوی ته د استوګنې ویزې ورکړي او د وتلو پر مهال دې د استوګنې له جریمې څخه معاف شي.

په لیک کې د پاکستان له حکومته دا هم غوښتل شوي، چې افغان کډوال دې د بشري حقونو د اعلامیې او د جينيوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون له مخې وپېژندل شي او د کډوالو ټول حقونه دې دوی ته ورکړل شي.

په پاکستان کې مېشته افغان کډواله مدونا حیدر چې د امریکا متحده ایالاتو ته د خپل کیس د پړاونو د بشپړولو په حال کې ده، د خپلو ستونزو په اړه وايي: "زموږ لویه ستونزه د ویزې تمدیدول دي چې باید موږ کمېشنکارو ته ډېرې پیسې ورکړو چې زموږ ویزه تمدید شي. هغه هم د شپږو میاشتو لپاره. او که څو څو ځله د ویزې لپاره اپلای کوو هغه هم رد کېږي. دوهمه ستونزه دا ده چې د کار زمینه برابره نه ده. او درېیمه د ماشومانو د زده کړو ستونزه ده."

په لیک کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه هم غوښتل شوي چې افغان کډوالو ته دې د کډوالۍ کارت ورکړي او یا دې د پاکستان پولیسو ته قناعت ورکړي، چې د شارپ دفتر ټوکن د قانوني استوګنې سند په توګه ومني.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، احمد افغان چې دا هم بل هېواد ته د تګ کېس لري، ادعا کوي چې د یو ان اچ سي ار دفتر له خوا دوی سره همکاري نه کېږي.

نوموړی وايي: "له بده مرغه د 'یو این ایچ سي آر' دفتر په پاکستان کې له افغان کډوالو سره هېڅ ډول مرسته نه کوي. یوازې د یو این ایچ سي آر د ښار څانګه د افغان کډوالو راجستریشن کوي، نوره پروسه پر مخ نه بیايي او نه هم د کډوالۍ کارټ ورکوي. د یو این ایچ سي آر کارټ دلته له افغان کډوالو سره د ډېرو ستونزو په حل کې مرسته کولای شي."

په پاکستان کې مېشت دا افغان کډوال په داسې حال کې له خپلو ستونزو شکایت کوي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه، په ټوله نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په جبري توګه بې ځایه شوي دي.

د یادونې ده چې مخکې په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ هم په وار وار د قانوني اسنادو نه درلودونکو په زرګونو افغانانو د نیولو او د کراچۍ په زندانونو کې یې د بندي کېدو خبره کړې ده.

دې دا هم ویلي چې د قانوني اسنادو درلودونکي افغانان هم د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په سلګونه دغه افغانان په څو جوپو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي چې په کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل وو.

د ناروغانو له ډلې څلور کسه په زندانونو کې مړه شوي هم دي او ویل کېږي، چې بندیان لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

د طالبانو حکومت مخکې ویلي چې دوی هم له پاکستاني چارواکو سر د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي خو د دوی په خبره، چې د پاکستان دولت هم خپلې ستونزې لري.

مخکې له دې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي ازادي راډیو ته ویلي وو، دوى د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې کړي او هیله لري چې ستونزې ژر هوارې شي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Прокофьев

В Пекине Заслуженный коллектив России исполнил произведения Прокофьева и Шостаковича




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Чья компания сильнее всех?

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Дарья Касаткина

Касаткина, Андреева и Кудерметова — в тройке лидеров в борьбе за звание лучшей теннисистки



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России