طالبانو په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ
طالبانو په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن سهار رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې لیکلي، دا پرېکړه یې په سویډن کې د قرانکريم د څو نسخو سوځولو غبرګون کې کړې ده.
د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ټولو حکومتي ادارې مکلفې ګڼل شوي چې د یادې لارښونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کارشي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، تر هغه چې سویډن له ټولو مسلمانانو بخښنه نهوي غوښتي، په افغانستان کې به یې د اړونده ادارو فعالیتونه بند وي.
په افغانستان کې د سویډن هېواد یو شمېر بنسټونه له افغانانو سره په بشري، تعلیمي او روغتیايي برخو کې مرستې کوي.
د طالبانو حکومت په اعلامیه کې په نورو مسلمانو هېوادونو هم غږ شوی چې په سویډن کې د قران کریم د سوځېدو د پېښې په غبرګون کې له دې هېواد سره په خپل تعامل غور وکړي.
په سټاکهولم کې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د سلوان مومیکا په نوم یوه ۳۷ کلن عراقي وګړي چې اوس سویډن کې اوسيږي، قران کریم ته سپکاوی وکړ او بیا يې ځینې پاڼې وسوځولې.
د هغه دې کار په ډېرو اسلامي هېوادونو کې سخت غبرګون تر شا درلود.