ساجد حسين طوري: کورمه کې اوربند شوی او د سرغړونکيو ضد به اقدام کېږي
د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې د مختلفو قبيلو ترمينځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې د نهه کسانو تر وژل کېدو وروسته، هلته اوس عارضي ډز بندي شوې ده. د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو وفاقي وزیر ساجد حسین طوري د جولای پر ۱۱مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند د سرغړونکيو ضد به اقدام کوي. د روان ۲۰۲۳ز کال د مې له څلورمې راهیسې د طوري او منګل قبیلو ترمینځ د ځمکو د ملکيت پر سر تاوتریخوالی روان دی چې اوس يې فرقیځه بڼه اخیستې ده. د کورمې د کړکېچنو حالاتو په اړه د مشال راډیو خبریال مجید بابر له ساجد طوري سره مرکه کړې او لومړی يې ورڅخه پوښتلي چې هلته اوس وضعيت څنګه دی؟