د ایران ولسمشر د اقتصادي موخو لپاره د افریقایي هېوادونو په سفر وتلی
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي څو افریقایي هېوادونو ته خپل بې ساري سفر پيل کړی دی.
رییسي پرون کینیا او یوګندا ته ولاړ او ټاکل شوې د سفر په دوام کې زیمبابوې ته هم ولاړ شي.
اقتصادي مسئلې د دغه سفر د بحثونو مهم ټکی دی.
په تېره یوه لسیزه کې د ایران هېڅ ولسمشر افریقایي هېوادونو ته نه دی تللی.
د ایران ولسمشر داسې مهال دغه سفر کوي چې تهران د امریکا تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی.
د ایران چارواکي هڅه کوي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اقتصادي شریکان پيدا کړي.