د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو په سیالیو کې ګډون کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا تر سیالیو وروسته د تایلینډ هېواد د لویو وچو په سیالیو کې ګډون وکړي.
د دغې لوبډلې اړوند فدراسیون د جولای په ۱۲مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تایلينډ د لویو وچو په سیالیو کې به پر افغانستان سربېره، تایلينډ، چک جمهوریت، میانمار، موزامبیک او د سلیمان ټاپو برخه ولري.
د خبرپانې له مخې، یادې سیالۍ د زمري یا اسد میاشتې له ۱۶مې نېټې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نیټې د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره کېږي.
د فدراسیون د چارواکوپه وینا، یادې لوبې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د اسیا ملتونو جام د لارموندنې پړاو سیالیو په موخه ډېر ښه چمتووالی دی.
د ویلو ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ په یوه دوستانه سيالۍ کې درې د صفر پر وړاندې د ایران غوره لیګ یوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.