د افغانستان او عمان الف لوبډلو سیالي؛ افغان لوبډلې د ۷۲ منډو په توپیره وګټله
د اسیا ایمرجینګ سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د افغانستان او عمان الف لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د ۷۲ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو ۴۹ اورونو کې ۲۶۷ منډې وکړې.
په افغان توپ وهونکو کې ذبید اکبري ۷۹، لوبډلمشر شاهد کمال ۴۵، نورعلي ځدراڼ ۳۵ او اکرام علي خېل ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د عمان لوبډلمشر عاقب الیاس او کلیم الله دوه دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د عمان الف لوبډلې پیلیزو توپوهونکو ښه لوبه ونه کړای شوه او بلاخره ټوله لوبډله یې په ۴۱ اور کې د ۱۹۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده.
په افغان توپ اچونکو کې ابراهیم عبدالرحیمزي او ضياالرحمن اکبر درې درې، اظهارالحق نوید دوه، سعید شېرزاد او شرف الدین اشرف یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
ذبید اکبري د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
باید وویل شي چې افغانستان به خپله راتلونکي سیالي د جولای په ۱۵مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د اسیا ایمرجینګ سیالۍ د کرکټ اسیايي شورا له لوري د ۸ لوبډلو په ګډون په سریلانکا کې پیل شوي چې د روانې میاشتې تر ۲۳مې نېټې به دوام لري.