افغانستان کې خوارځواکي؛ یونېسف د ۲۷۳ زرو په درملنه کې مرسته کړې
![افغانستان کې خوارځواکي؛ یونېسف د ۲۷۳ زرو په درملنه کې مرسته کړې](https://gdb.rferl.org/049b0000-0aff-0242-fda0-08da16e117a0_w800_h450.jpeg)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي چې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې په افغانستان کې د ۲۷۳ زره ماشومانو په درملنه کې، چې په خوارځواکۍ اخته وو، مرسته کړې ده.
د ملګروملتونو دې ادارې پرون پنجشنبې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې یوازې په مې میاشت کې یې د نږدې ۶۰ زره په سختې خوراځواکۍ اخته ماشومانو تداوي کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د تېر جون په وروستیو کې ویلي وو چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونو او ۲ لکو ته رسېږي او د هغو اکثریت تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي.