کرکټ؛ افغانستان بنګلهدېش ته د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې خپله توپوهنه بشپړه کړه او ۱۵۴ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې کوربه لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي عیسیخېل نیمه سلیزه ووهله او ۵۴ منډې یې وکړې.
دغه راز عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې.
د بنګلهدېش په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن دوه او نورو ټولو یوه یوه ویکټ واخیسته.
کوربه لوبډلې د هدف ترلاسه کولو په موخه توپوهنه پیل کړې ده.