متقي: ځوانان باید پر ورسپارل شوي مسوولیت کې پوهه ترلاسه کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، ځوانان باید په هره هغه برخه کې چې مسوولیت ورله غاړه شوی، د هغه مسلک پوهه ترلاسه کړي.
ښاغلي متقي دغه څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې د وزارتونو، عمومي ریاستونو او مستقلو ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه کې کړي چې د وینا یوه برخه یې مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې ده.
متقي د وینا په یوه برخه کې ځوانانو ته په اشاره و چې وې وویل: "که تاسې ځانونه رسول غواړئ، هرکس باید یو یو کتاب د خپل مسلک اړوند ځانته انتخاب کړي، ولو که په یې بسته کال یې مطالعه کړي، خومطالعه دې کړي، بیا دې دی خوند وګوري. ډېره لویه خبره ده چې مسوولیت سړي ته ورله غاړې وي، شرعاً د هغه مسلک علم په تا باندې لازم دی."
متقي وویل، یوه لویه ستونزه چې نن ورځ ځوانان ورسره مخامخ دي، د ده په خبره د معلوماتو کموالی دی یا یې معلومات سطحي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مسلکي پوهې ته د ځوانانو د هڅولو خبره داسې مهال کوي چې پرحکومت یې یو مهم انتقاد دادی چې مسلکي کسان یې څنګ ته کړي او نژدې ټولې چارې یې ملایان مخ ته وړي.