پاکستان ته د طالب استازي سفر؛ د رېلګاډي پروژې په اړه خبرې کوي
![پاکستان ته د طالب استازي سفر؛ د رېلګاډي پروژې په اړه خبرې کوي](https://gdb.rferl.org/567bdd10-0c7c-492f-bf42-47b069e8d7dd_w800_h450.jpeg)
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د حکومت رییس له پاکستاني او ازبکستاني چارواکو سره د رېلګاډي د پروژې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې ملا بخت الرحمن شرافت به له پاکستاني چارواکو سره د ټرانز – افغان د پروژې په اړه خبرې وکړي.
ویل شوي چې د دغې پروژې تخنیکي اړخونه به د ازبکستاني چارواکو په ګډون په یوه درې اړخیزه غونډه کې وڅېړل شي.
تر دې مخکې تېره اونۍ د هرات – خواف د اوسپنې پر پټلۍ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شو.
دغه ۲۲۵ کیلومتره پټلۍ هرات د ایران له خواف سره نښلوي.