د اروپا په جنوب کې د کمسارې تودوخې د لا زیاتېدو وړاندوینه شوې
![د اروپا په جنوب کې د کمسارې تودوخې د لا زیاتېدو وړاندوینه شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-c2cd-08db816ba42e_w800_h450.jpg)
د اروپا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د تودوخې کمسارې څپه به په څو راتلونکو ورځو کې د اروپا په جنوب لا شدیده شي.
د راپورونو له مخې هسپانیا، ایټالیا او یونان په تېرو ورځو کې له بېساري تودوخې سره مخ و چې په وروستیو څوکلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د ایټالیا د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښایي د تودوخې اندازه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو واوړي.
تر دې مخکې په اروپا کې تر ټولو زیاته تودوخه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د ایټالیا په سیسلي کې ثبت شوې وه چې اندازه یې د سانتي ګراد ۴۸،۸ درجې وه.