جان کیري د چاپېریال په اړه د خبرو لپاره چین ته تللی
د چاپيریال په چارو کې د متحدوایالتونو ځانګړي استازي جان کیري نن په پېکېنګ کې له خپل چینايي سیال سره خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن هڅه کوي له چین سره تماسونه چې د سوداګرۍ، ټایوان، بشري حقونو او د چین د ارضي ادعاو له کبله ترینګلي شوي بیا ټینګ کړي.
د چین سین هوا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي کیري له خپل سیال شي ژینهاو سره مخامخ مفصلې خبرې وکړې.
دا له نږدې یو کلن ځنډ وروسته د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ چې دواړه د چاپیریال په ناولتیا کې تر ټولو زیاته ونډه لري، لومړی ځل خبرې دي.