د جرمني پوليسو يو افغان وګړی د يو بريد په شک نيولی
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې، فدرال پولیسو یو افغان وګړی په هامبورګ کې د برید په شک نیولی او تحقیقات ترې روان دي.
د پولیسو د ادارې د بیان له مخې د دغه کس لومړی نوم حفیظ یاد شوی.
پولیسو د دغه مشکوک کس په بیک کې دوه تورې، څو چاقوګان، یو تبرګی او برقي ډنډې ترلاسه کړي.
پولیسو د دغه مشکوک شل کلن کس کور هم د یکشنبې په ورځ تالاشي کړی دی او تر دې مخکې هم تر څار لاندې وو.
د راپورونو له مخې د جرمني پولیسو د هامبورګ د ریلګاډي په مرکزي تمځای کې څو ساعته امنیتي تدابیر زیات کړي وو او تالاشۍ یې کولې.