د هند په مهاراشترا کې د ځمکې ښویېدنې له کبله څلور کسان وژل شوي
د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور تر خاورو لاندې شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرلهپسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.
رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ځمکې ښویېدنه د ممبۍ له ښار څخه شاوخوا شپېته کیلومتره لرې د هرشلوادي په غرنۍ سیمه کې د شپې په نیمايي کې رامنځته شوې ده.
د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی.
ویل کېږي چې سخت باران د ژغورنې او لټون عملیات ټکني کړي دي.
د هند بېلابېل ښارونه له څو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهدان دي، چې له امله یې لارې بندې دي او تعلیمي مرکزونه هم تړل شوي.