په کشمور کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی
خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.