د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ویتنام ته ماتې ورکړه
د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن د امریکا متحد ایالتونو ویتنام ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
دوهمه لوبه نن د جاپان او زامبیا ترمنځ وه، چې جاپان پنځه ګولونه وکړل او پنځه په صفر یې دا لوبه وګټله.
په پام کې ده چې نن انګلستان له هیتي او ډنمارک له چین سره لوبه وکړي.
استرالیا او نیوزیلنډ د دې نړیوال جام کوربانه دي.
یاد شوی جام،د سې شنبې په ورځ د نیوزیلنډ په اکلنډ کې پیل شو.
په دې نړیوال جام کې د نړۍ دوه دیرش ملي لوبډلو په اتو ګروپونو کې برخه اخیستې ده.