Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

د پاکستان مېشتو افغان پناه غوښتونکو غونډه؛ د پناه غوښتنې قضیو ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه

0
د پاکستان مېشتو افغان پناه غوښتونکو غونډه؛ د پناه غوښتنې قضیو ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال، چی په وینا یې  امریکا متحده ایالاتو ته د پناه وړلو قضیې لري، قضیو ته یې د نه پاملرنې له شکایت سره وایي، چې په پاکستان کې ژوند ورته ستونزمن شوی او ژر پاملرنه دې ورته وشي.

دوی چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په یوه سر پټي ځای کې راټول شوي وو، په خبره یې، د امریکا حکومت له خوا د دوسیو د نه څېړلو په غبرګون کې یې، اعتراض کړی.

په هغه ویډیو کې چې د دغه اعتراض تنظیموونکو له ازادي راډیو سره شریکه کړې، یوې مظاهره کوونکې ښځه د خپل اعتراض د هدف په اړه ویلي: "  د نن ورځې د اعتراضيې غونډې موخه، چې ګډونوال یې د پي ۱ او پي ۲ کیس لرونکي یو شمیر ښځې او ماشومان وو، امریکايي چارواکو ته د دوی غږ رسول و، چې د دوی د کیسونو بهیر چټک شي. په پاکستان کې د مدني اعتراضونو په ګډون د مهاجرینو ټول حقونه او ازادۍ سلب شوي، له همدې امله مو خپله غونډه په یوه شخصي کور کې ترسره کړه." 

د دغه اعتراضیې غونډې یوې ګډونوالې، بنفشې نوري ازادي راډيو ته وویل چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې پاکستان ته تللې، خو کیس کی یې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

هغه وايي: " له بده مرغه، په دې دوو کلونو کې زموږ په کیسیونو کېهیڅ پرمختګ نه دی شوی او موږ بې برخلیکه یو، له همدې امله ما غوښتل چې اعتراض وکړم. هغه ټولې سپماوې چې موږ د دوو کلونو لپاره پلان کړې وې ختمې شوې او له دې وروسته به په پاکستان کې پاتې کیدل زموږ لپاره خورا ستونزمن وي."

دوی غوښتنه لري،چې دوسیې یې ژر وڅېړل شي.

 

 

د اندېشې په نوم یوې ماشومې، چې په دې احتجاجي غونډه کې يې  برخه اخيستې وه، د امريکا حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وويل: " موږ په پاکستان کې هیڅ امکانات نه لرو او د زده کړو څخه محروم یو، مهرباني وکړئ زمونږ د راتلونکي په اړه فکر وکړئ." 

د "P1" او "P2" کیسونو خاوندان، ادعا کوي چې دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایمیل پر بنسټ، د خپلو کېسونو د بهیر لپاره پاکستان ته راغلي او غواړي چې ژر تر ژره د پاکستان له  شته ستونزو څخه خلاص شي.

د یادونې ده، چې د چهارشنبې په ورځ د ذکریا بلوچ  یو افغان ځوان چې له تېرو نږدې دوه کلونو راهیسې په اسلام اباد کې مېشت و، د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې ځان زندۍ کړ.

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا ازادي راډیو ته د دغه ځوان ځان وژنه تایید کړې او ویلي وو، چې نوموړي امریکا ته د تګ کېس درلود، خو د کډوالۍ د دوسيې د ځنډ له امله ناهیلی شوی او ځان یې وژلی دی.

د همدې میاشتې په دوهمه نېټه د اسلام اباد په [ ګبرک ګرین] سیمه کې د صایم په نوم یو بل افغان کډوال د یوې ودانۍ له شپږم پوړه ځان غورځولی او وروسته مړ شوی و.

د هغه د ځان وژنې لامل هم ورته موضوع ګڼل شوې وه.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې  د" افغان تعدیل قانون" په نوم یوه لایحه، چې  په امریکا کې به د دایمي استوګنې په بهیر او په درېمو هېوادونو کې د ویزو د صدور په برخه کې اسانتیاې رامنځته کوي؛ د دویم ځل لپاره، د امریکا کانګرس ته وړاندې شوې ده.

سپینې ماڼۍ د دې لایحې هرکلی کړی او ویلي، چې د امریکا له افغان همکارانو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا او نورو هېوادونو پناه غوښتونکي افغانان چې په پاکستان کې مېشت دي، د پاکستاني پولیسو له خوا د ځورونې او نیولو، د یاد هېواد د حکومت له خوا د وېزو د نه تمدید، د خوراکي توکو د لوړې بیې او اقتصادي تنګ لاسۍ په ګډون له ګڼو ستونزو شکايت کوي .

دوی غوښتنه لري،چې دوسیې یې ژر وڅېړل شي.

مخکې تر دې په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منزې کاکړ او په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د توقیف، ځورولو، د ویزو او د اوسېدو د نورو اسنادو د نه تمدید موضوع له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده. 

د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

МегаФон расширяет продажи в 10 регионах России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Редакция АН «Между строк» разыгрывает 2 билета на Басту и ещё 8 сертификатов среди подписчиков своего Telegram-канала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России