Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

یو این ډي پي: د افغانانو عاید ۳۰ سلنه کم شوی، ۳۴ میلیون یې خوراکي مرستو ته اړ دي

0
یو این ډي پي: د افغانانو عاید ۳۰ سلنه کم شوی، ۳۴ میلیون یې خوراکي مرستو ته اړ دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام [ یو این ډي پي] وايي د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوس مهال د دې هیواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

یو این ډي پي د ابادۍ په نوم د خپلې یوې پروژې په راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی ویلي، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز وضعیت لا پسې خراب کړی او اوس مهال په دې هیواد کې ۹۴ سلنه موسسو خپل فعالیتونه درولي او یا یې محدود کړي دي.

په دغه راپور کې چې تېره ورځ ناوخته خپور شوی راغلي، چې اوس مهال نږدې ۳۴ میلیونه افغانان د خوراکي توکو مرستې ته اړتیا لري.

د راپور پر بنسټ دغه شان له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسي د افغانانو په ګټه وټه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی او ۸۵ په سلو کې افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

راپور زیاتوي، چې په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۲۷ میلیونه افغانان طبعي پېښو اغیزمن کړي دي.

د یو این ډي پي د موندونو پر بنسټ، اوس مهال ٧٨ سلنه افغانې پوړوې دي، ۵۷ سلنه نورو کورنیو د خپلو خوړو اندازه راکمه کړې او یا یې په خپلو خوړو کې بدلون راوستی او ۱۵ سلنه کورنیو بیا خپل ماشومان شاقه او درنو کارونو ته استولي دي.

په راپور کې راغلي دي، چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز وضعیت لا پسې خراب کړی او اوس مهال په دې هیواد کې ۹۴ سلنه موسسو خپل فعالیتونه درولي او یا یې محدود کړي دي.

طالبانو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه، چې له امله یې ډېرو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه او ترې وغوښتل شول، چې دا پرېکړه بیرته واخلي خو تر دې دمه په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ نه دی بدل شوی.

یواین ډي پي په خپل راپور کې ویلي، چې دوی د ابادۍ پروژې له لارې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې لس میلیونه افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې په دې مرستو کې د ښځو او نارينه وو لپاره د دندو پيدا کول، د ناروغيو په وړاندې له کورنيو سره د روغتيايي خدمتونو او درملو مرسته او له ښځينه سوداګرو سره د دوى د سوداګرۍ د ودې او بازار موندنې په برخه کې همکاري شامله ده.

په همدې حال یو شمېر افغانان له بې کارۍ او بې وزلې شکایت کوي او وايي له سهاره تر ماښامه د کار په لټه ګرځي خو ماښام تش لاس کورونو ته راستنیږي.

د کابل ښار اوسېدونکې زرغونې چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستې ورله غاړې دې ازادي راډيو ته وویل:"په کرايي کور کې ژوند کوم، که څوک مرسته وکړي کرایه ورکولای شم کنه هیڅ، همدا اوس یې هم کرایه پاتې ده، اته کسیزه کورنۍ لرم، په ښار کې ګرځم د خلکو پاتې شونې خوراکي توکي راټولوم او خپلو بچیانو ته یې وړم، هیچا راسره مرسته نه ده کړې، اوس هم راته وویل شول چې دلته مرسته ویشل کیږي، راغلم خو هیڅ نه وو."

د دې ښار یو بل اوسېدونکی عبدالله، چې لاسي کراچۍ چلوي وايي له سهاره تر ماښامه ایله پنځوس افغانۍ پیدا کوي.

هغه وايي:" لاسې کراچۍ چلوم، ایله پنځوس روپۍ مزدورې کوم، بې کاره دومره زیاته شوې چې کرار خوبونه کوو، تمامه ورځ وګرځو هیڅ نه شو پیدا کولای."

د یادونې ده، چې مخکې تر دې [ یو این ډي پي ] خبرداری ورکړی و چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او یوازې د اکتوبر تر میاشتې پورې به هره میاشت پنځه میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي.

دغه اداره زیاتوي، له یادې نېټې وروسته به د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره بودیجه ونه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ ميلیون وګړي هم له قحطۍ یو ګام واټن کې دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Прокофьев

В Пекине Заслуженный коллектив России исполнил произведения Прокофьева и Шостаковича




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мир

Коломна



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России