سپین غر زون په کندوز کې د زونونو په کچه کرکټ سیالۍ وګټلې
د شهید نجیب الله تره کي ترنامه لاندې د افغانستان د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د سپین غر زون لوبډلې وګتلې.
دغه سیالۍ د افغان کرکټ ادارې د کورني کرکټ څانګې له لوري د جولای په ۱۷مه نېټه په کندز ولایت کې پیل شوې وې، چې نن د سپین غر زون په اتلولۍ بشپړې شوې.
په پایلوبه کې د مس عینک زون د ۱۶۱ منډو هدف، سپين غر زون په اتلسم اور کې ترلاسه کړ.
د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د کرکټ بورډ د پینځو زونونو د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ په کال کې یو ځل ترسره کیږي.