ژوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲ فعالانو نیولو او ورباندې د تشدد ضد مظاهره شوې
په ژوب کې د غورځنګ یو مشر اسد قرار کاکړ د جولای پر ۲۳مه تر مظاهرې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د استخباراتي ادارو کسانو خان عالم چې د ننګیال پښتین په نوم پېژندل کېږي او شعېب خان سالار دوه ورځې مخکې نیولي ول او ورباندې یې تشدد کړی دی