په پاکستان کې ۳۳ میلیونه خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي
په پاکستان کې ۳۳ مېلیونه خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي.
دا شمېرې د اینډوکراین سوسایټۍ په نوم یوې نادولتي موسسې پرون خپرې کړي دي.
د دې بنسټ له تازه معلوماتو سره سم، له ۲۰۱۹ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کاله په پاکستان کې د شکر د ناروغانو شمېر ۷۰ سلنه زیات شوی دی او په تېرو کلونو کې ورڅخه څلور لکه کسان کسان مړه شوي هم دي.
شوګر په بدن کې د اېنسولین په نوم د یو رطوبت د کمښت یا په کافي او سم ډول د نه پیدا کېدو له کبله پیدا کېږي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې یا 'ډبلیو ایچ او' په وینا، په نړۍ کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه تنه په شکر اخته دي چې زیاتره یې د بې وزله او یا مخ پر ودې هېوادونو اوسېدونکي دي.