د سرې میاشتې ټولنه: په میدان وردګ کې د تېرې شپې سېلابونو ۳۳ کسان مړه کړي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې په میدان وردګو ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو ۳۳ تنه مړه کړي او له شلو زیات نور یې ټپیان کړي دي.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زیاته مرګژوبله په جلریز ولسوالۍ کې اوښتې او په خبره یې دغې ولسوالۍ کې ۳۱ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په دغو سېلابونو کې لسګونه کورنه هم بشپړ یا نیم ویجاړ شوي دي.
تېره ورځ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویلي وو چې په ميدان وردګ، کابل، غزني، پکتيا، نورستان، خوست، ننګرهار او کونړ کې سېلابونو ۳۱ تنه مړه کړي، ۴۷ تنه ټپيان او ۴۱ تري تم دي.
د دغې ادارې په خبره د تازه راوتلو سېلابونو زیان نه جبرانېدونکی دی او تراوسه یې د مرګژوبلې شمېر هم وروستی نه دی.