د ښځینه وو د فوټبال نړیوال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي
![د ښځینه وو د فوټبال نړیوال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي](https://gdb.rferl.org/01e70000-0aff-0242-6374-08da25f8c23b_cx14_cy26_cw77_w800_h450.jpg)
د ښځینه وو د فوټبال د نړیوال جام په دوام نن درې لوبې ترسره کېږي.
لومړۍ لوبه په استرالیا کې د کلمبیا او جنوبي کوریا ترمنځ ترسره کېږي.
دویمه لوبه د نیوزیلنډ په کوربه توب د همدې هېواد او فیلیپین ترمنځ او درېیمه هغه هم په نیوزیلنډ کې د سویس او ناروې د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.