ټویټر کمپنۍ د دې ټولنیزې شبکې نوې لوګو نندارې ته وړاندې کړه
ټویټر کمپنۍ د دې ټولنیزې شبکې نوې لوګو نندارې ته وړاندې کړه.
په نوې لوګو کې، چې تور رنګ لري، د ایکس x توری په سپین رنګ ښکاري.
د ټویټر عملیاتي ريیسې لینډا یاکارینو د نوې لوګو د ښکارولو په اړه پرون دوشنبه په یوه ټویټ کې ولیکل: "ایکس دلته دی راشئ ورڅخه کار اخیستل پیل کړئ."
تر دې وړاندې د ټویټر خاوند ایلن مسک ویلي وو چې د ټویټر لوګو، چې یو مرغه دی، لېرې کوي.
مسک تېر کال ټویټر له یوې جنجالي معاملې وروسته په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست.