یوه افغانه ښځینه قاضي له دعوې ګټلو وروسته بریتانیا ته رسېدلې
یوه افغانه ښځینه قاضي په محکمه کې له دوه کلنې دعوې وروسته وتوانېده چې له خپل زوی سره بریتانیا ته لاړه شي.
د بریتانیا رسنیو پرون دوشنبه راپور ورکړ چې دا ۵۳ کلنه ښځه کابو دوه کاله پخوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته لاړه او له هغه ځایه یې په بریتانیا کې د پناه غوښتنه وکړه، خو وروسته له دې چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغې غوښتنلیک رد کړ، د هغې مدافع وکیل د استېناف په محکمه کې دعوه اقامه کړه.
د راپورونو له مخې، د دې ښځې دعوې کابو دوه کاله دوام وکړ.
هغه چې په امنیتي دلایلو یې نوم پټ ساتل شوی، تازه له خپل اتلس کلن زوی سره بریتانیا ته رسېدلې او ټاکل شوې چې نور خپلوان یې هم ورشي.