Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

پاکستاني او امريکايي چارواکو د سيمه ییز امنيت او افغانستان په اړه خبرې کړې دي

0
پاکستاني او امريکايي چارواکو د سيمه ییز امنيت او افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان او امريکا بهرنيو چارو وزيرانو د امنيتي مسايلو، د ترهګرۍ مخنيوي او دفاعي اړيکو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي چې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.د امريکا بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۲۵مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو د يو بل سره په ټيليفوني خبرو کې د اقتصادي اړيکو په زیاتولو هم غږیدلی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د دې خبرو په اړه په خبرپاڼه کې ويلي چې بلاول بوټو زرداري له امريکا مننه وکړه چې د پیسو له نړيوال مالي صندوق (ای اېم ايف) څخه یې اسلام اباد ته د پور اخیستو لپاره د لنډمهاله لوظنامې ملاتړ کړی دی. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې زرداري له بلېنکن سره په خبرو کې د امريکا سره د سوداګرۍ زیاتولو او په افغانستان کې د پايداره سولې لپاره د کار په پراخولو ټينګار وکړ.

بلينکن تر دې ټيليفوني خبرو وروسته پر ټويټر ليکلي چې امريکا د پاکستان د جمهوريت او اقتصاد غوړېدا ملاتړ کوي. د هغه په وينا د بلاول بوټو زداري سره د ګټور تماس د واشنګټن او اسلام اباد د شريکو اندېښنو چې افغانستان پکې شامل دی، غږیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په دې وروستيوو کې د تحريک طالبان پاکستان ترهګرې ګرځول شوې ډلې د فعاليتونو په زیاتېدو اندېښنې ښوولې دي. د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر او دفاع وزير خواجه اصف تور پورې کړی چې دغه پاکستانۍ ډله، په افغانستان کې خوندي ځایونه لري. دغو چارواکو پر طالبانو غږ کړی چې ټي ټي پي ته دې له افغان خاورې د فعاليت اجازه نه ورکوي.

خو تحريک طالبان پاکستان او په کابل کې د افغان طالبانو حکومت دا نه مني چې پاکستاني وسله وال دې په افغانستان کې وي. د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، له افغانستانه هېڅ چاته ګواښ نه پېښېږي. د مجاهد تر خبرو مخکې، د طالبانو د حکومت بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي ويلي وو چې په پاکستان کې وينه توييدل نه غواړي. هغه پر اسلام اباد غږ کړی وو چې تحريک طالبان پاکستان سره دې د سولې مذاکرات وکړي. 

پخوا افغان طالبانو د پاکستاني چارواکو او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د سولې خبرو منځګړتوب هم کړی دی. د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۲۱ز کال کې منلې وه چې د ټي ټي‌پي او پاکستاني حکومت د يو پلاوي تر مينځ یې په کابل کې خبرې اترې برابرې کړې وي. هغه زیاته کړې وه چې حکومت یې نه غواړي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارېږي.

د دې مذاکراتو په پايله کې د پاکستاني ریاست او تحریک طالبان پاکستان ترمينځ د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په اخره کې تر نامعلومې مودې پورې اوربند وشو. خو د دې ډلې مشر، نور ولي‌ مسيد د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه خپلو وسله والو ته امر وکړ چې "خپل دفاعي بریدونه بیا پيل کړي". ټي ټي پي ادعا کړې وه چې اوربند ځکه ماتوي چې د پاکستان پوځ یې د وسلوالو پر ضد کاروايانې نه دې درولې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت په زور ونيو. تر هغه مخکې افغان چارواکو تور پورې کاوه چې پاکستان له طالبانو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره ملاتړ کوي. اسلام اباد دا تورونه بې بنياده بلل او ويل یې چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي. پاکستان د طالبانو د حکومت سره هم ښې اړيکې ساتلې او نه یوازې په کابل کې خپل سفارت فعال دی بلکې د طالبانو وزیران اسلام اباد ته ډير سفرونه هم کوي.

په دې وروستيوو کې د امريکا او پاکستاني چارواکو د امنيتي مسايلو په اړه خبرې ډېرې شوې دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جولای پر ۲۴مه، په یو خبرپانه کې وويل چې د امریکايي پوځ مشر جنرال مایکل اېریک کورېلا په راولپينډۍ کې له خپل پاکستاني سیال جنرال عاصم منیر سره پر شریکو ګټو، سیمه ییز امنیتي حالت او دفاعي همکارۍ بحث وکړ.

د روان کال د جون په ۲۳مه، امريکا او هند په يوه شريکه خبرپاڼه کې پر پاکستان غږ کړی وو چې د سيمه ییز امنيت لپاره دې پر خپله خاوره د موجودو وسله والو د فعاليت مخنيوی وکړي. دا اعلاميه واشنګټن ته د هند وزيراعظم نريندرا مودي او امريکايي ولسمشر جو بايډن د ملاقات وروسته خپره شوې وه. هند پر پاکستان تور پورې کوي چې ترهګر روزي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د امريکا او هند د شريکې اعلامیې په ځواب کې ويلي وو چې د يو ذمه وار رياست په توګه سيمه ییز امنيت ته ژمن دی.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Сергей Шнуров пристыдил Киркорова из-за "Евровидения": "Тебе велели проклинать!"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

"Возрождение интереса к народному искусству и ремеслам в современном мире"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России