Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

د پاکستان ځانګړی استازی: د ملګرو ملتونو استازي سره مې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړې

0
 د پاکستان ځانګړی استازی: د ملګرو ملتونو استازي سره مې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږونکي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره یې په لیدنه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې کړي.

ښاغلي دراني د جولای په ۲۵ مه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې  په دې لیدنه کې یې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو، د افغان ښځو  حقونو، پر افغانستان د بانکي بندیزونو، د دغه هېواد د کنګل شویو پیسو او بشري ناورین په اړه خبرې کړې دي.

اسلام اباد ته د سفر پر مهال، فریدون سینیرلي اوغلو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت له وزیرې حنا رباني کهر سره هم لیدلي.

په دې لیدنه کې دواړه لورو یو په افغانستان کې د عامو وګړو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په دوامداره اقتصادي ملاتړ ټينګار کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې پاکستاني لوري په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې سره د ګډ کار ژمنه هم وکړه.

پاکستاني چارواکي داسې مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له همغږي کوونکي سره د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندې بحث مطرح کوي چې تر دې مخکې د پاکستان د پوځ د مشر او دفاع وزیر په ګډون ځینورو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت تور لګولی و چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په وړاندې چې په افغانستان کې فعال دي.

پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې پاکستاني طالبان له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي او د افغانستان واکمنان یې د مخنیوي لپاره یې اقدام نه کوي.

د طالبانو حکومت بیا دا ادعا رد کړې ده.

شنونکی سمیع یوسفزی وايي، له طالبانو سره د پاکستان مخکنیو اړیکو ته په کتو چې اوس یې ترمنځ ناندرۍ هم شته، بیا هم پاکستان طالبانو ته دا ښيي چې په نړیواله سطحه د رسمیت پېژندلو لپاره یې ملاتړ کوي.

یوسفزي ازادي راډیو ته وویل:"افغان طالبانو ته پاکستان دا ښودل غواړي چې اوس هم موږ له تاسې سره همدردي لرو او هڅه کوو چې نړیوالو سره یې یوه لاره جوړه شي، خو افغان طالبان خپله داسې جدي لېوالتیا نه لري چې په رسمیت وپېژندل شي، ځکه که دوی د رسمیت پېژندلو ډېره پروا درلودای یا د افغانانو لپاره چې کومې ستونزې له دې امله رامنځ ته شوي، هغه باید حل شوي وای، خو داسې نه برېښي چې طالبان دې شدیده لېوالتیا ولري چې نړیواله ټولنه دې دوی په رسمیت وپېژني."

په پاکستان کې پخوانی افغان ډېپلومات زردشت شمس وايي، پاکستان د افغانستان اوسنی حالت د ځان په ګټه بولي او که څه هم په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو له حکومته ناخوښي ښيي، خو بیا هم د افغانستان له اړخه دا هېواد مطمئین دی.

ښاغلي شمس ازادي راډيو ته وویل:"د افغانستان اوسنی وضعېت د پاکستان په ګټه دی، له نړۍ یو ګوښه، بې ارتباطه او په پاکستان متکي افغانستان د پاکستان هغه هدف و چې د ترلاسه کولو په خاطر یې څو لسیزې پانګونه کړې وه، نو د افغانستان له اوسني وضعېت څخه پاکستان مطمئین دی."

یو بل افغان شنونکی شفیق همدرد وايي، دا چې له یوې خوا پاکستان د طالبانو حکومت ځان او نورو ته د یوه سیمه ایز ګواښ په توګه معرفي کوي او ورسره د رسمیت پېژندلو غوښتنه یې هم کوي، ښيي چې پاکستان تل د افغانستان په اړه متضاد سیاست کړی.

همدرد وایي:"په تېرو څلوېښتو کلونو کې د هر نظام مخالف دوی ساتلی او په ورته وخت کې یې له حکومتونو سره هم اړیکې ساتلي دي، نو زه فکر کوم چې پاکستان په خپلو ستراتېژیکو هدفونو پسې دی او د داسې متضادو سیاستونو په کولو سره غواړي ځان خپلو ستراتېژیکو هدفونو ته ورسوي."

د طالبانو د حکومت دوه کاله پوره کېږي، خو لا د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې حکومت یې د رسمیت پېژندنې په ټولو شرایطو برابر دی، خو بیا هم نړیواله ټولنه دوی په رسمیت نه پېژني.

نړیواله ټولنه بیا د رسمیت پېژندلو لپاره له طالبانو غواړي، چې د ټولو افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو حقونه ورکړي، ټولګډونه حکومت جوړ کړي او په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов





Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Композитор

Композитор Классической музыки




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


Новак Джокович

Кто транслирует бой Табило против Джоковича на турнире Rome Masters 1000?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Авто

Завершена надвижка моста в Нагатинском затоне



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России