عبدالحی عابر ازادۍ راډیو ته: زه ژوندی یم
د افغانستان مشهور ویاند، ژباړن او دیکلماتور عبدالحی عابر، د خپلې مړینې خبر رد کړ.
هغه نن سې شنبه( د زمري درېیمه) ازادي راډیو ته وویل، چې ژوندی او روغ رمټ دی.
د ښاغلي عابر د مړینې خبر، د دوشنبې په ورځ( د زمري دویمه) په ټولنیزو او نورو رسنیو کې خپور شوی و.