فوټسال؛ افغانستان سبا له ایران سره سیالي کوي
ټاکل شوې چې تر دوو پرله پسې بریاوو وروسته، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د ایران پر وړاندې خپله درېیمه سیالي وکړي.
افغان لوبډلې د مرکزي اسیا د روانو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړنۍ دواړه سیالۍ له قرغزستان او ازبکستان هېوادونو وګټلې.
د ایران پر وړاندې سیالي به هم د کابل پر وخت ماسپښین ۴:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شي.
د ویلو ده، چې په دې سیالیو کې تر لومړنیو دوو بریاوو وروسته د اسیا او نړۍ د فوټسال د لوبډلو په درجه بندۍ کې افغان لوبډلې مخکې تګ کړی دی.
افغانستان په اسیايي هېوادونو کې ۱۷م او په نړیواله کچه بیا ۷۶ مقام ته رسیدلی.