Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

د افغان شیعه عالمانو شورا: ماتم کوونکي دې په واټونو کې له راټولېدو ډډه وکړي

0
د افغان شیعه عالمانو شورا: ماتم کوونکي دې په واټونو کې له راټولېدو ډډه وکړي

په افغانستان کې د محرم په مراسمو د طالبانو له بندیزونو وروسته د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له خلکو غوښتي چې د امنیتي دلایلو له امله په واټونو کې له راټولېدو ډډه وکړي.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا په اعلامیه کې چې نن د دغه شورا په ټویټرپاڼه خپره شوې د محرم له ماتم کوونکو غوښتنه شوې چې د دې میاشتې په اومه او لسمه دې په واټونو کې له ماتمیزو پروګرامونو او د کاروانونو له راویستلو ډډه وکړي.

په دغه اعلامیه کې د محرم له ماتم کوونکو غوښتل شوي چې په کابل کې دې په انفرادي ډول ابوالفضل او سخي زیارتونو ته ولاړ شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی دا پرېکړې د امنیتي دلایلو پر بنسټ کړې دي.

د شیعه عالمانو په اعلامیه کې د محرم ځوانو ماتم کوونکو ته لارښونه شوې چې د ځان وهلو او وینې بهولو پر ځای دې په کابل کې د امام حسین د وینې بانک ته وینه ورکړي او په دې توګه دې له اړمنو ناروغانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې یو شعیه دینې عالم ایت الله سید محسن حجت د شعیه ګانو په یوه غونډه کې له خپلو خلکو غوښتنه وکړه چې د طالبانو د حکومت محدودیتونو ته له پاملرنې پرته دې د محرم مراسم ونمانځي.

هغه وویل: "کله چې حکومت غواړي موږ محدود کړي، په وړاندې یې ودرېدل یوازې زما کار نه دی، یوازې ستا کار نه دی بلکې دا زموږ د ټولو کار دی، ټول باید څنګ په څنګ ودرېږو. موږ د دې هېواد اوسېدونکو یو. له حکومته ملاتړ کوو، خو تر هغه وخته چې دوی زموږ د مذهب مخالفت ونه کړي، خو که ووايي چې بیرغ راښکته کړئ، تابلو مه لګوئ، موږ باید د دوی خبرو ته غوږ ونه ونیسو."

د ازادي راډیو خبریال د نوموړي د دغه څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو ده پوښتنه ځواب نه کړه، مګر مجاهد له دې وړاندې د محرم مراسمو د محدودولو اعلان کړی او ویلي وو چې ماتم کوونکې دې له ډله ییزو ګرځېدو، لویو غونډو جوړولو او په یو شمېر جوماتونو او تکیه خانو کې د مراسمو له جوړولو ډډه وکړي.

 

مجاهد د دې محدودیت لامل امنیتي دلایل په ګوته کړي وو.

د یادونې ده، چې په تېرو کلونو کې په محرم میاشت کې په افغانستان کې څو ځله پر شیعه ګانو بریدونه شوي دي، چې مرګژوبله یې هم درلوده.

له محرم میاشتې پرته نور کله هم دوی په نښه شوي، چې د دغو بریدونو پړه د داعش ډلې خراسان ځانګې منلې ده.

خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې یو شمېر شیعه دینې عالمانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له کوم محدودیت پرته د محرم د مراسمو امنیت خوندي کړي، دغه شان د شیعه عالمانو د شورا د دارالانشا رییس سید حسین عالمي بلخي هم ازادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره کړې وه.

یو شمېر شیعه ماتم کوونکي وايي، دا مهال د طالبانو حکومت محدویت ته په پام خپل مراسم ترسره کوي.

د کابل اوسېدونکی قاري علي فیضي وویل: "موږ فعالیت پیل کړ، مخکې بل ځای کې وو، د حکومت لخوا لګول شویو محدودیتونو او امنیتي ستونزو ته په پام سره، ومو غوښتل چې په همدې بسنه وکړو او سقاخانه مو دلته جوړه کړه."

په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر خپرو شویو ویډیوګانو کې چې د ثبت کره نېټه یې معلومه نه‌ده لیدل کېږي، چې یو طالب پوځي ویر کوونکي په لښتو وهي.

د طالبانو حکومت د دې خپرو شویو ویديوګانو په اړه څه نه دي ویلي.

د محرم میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېتې افغان شیعه مسلمانان دا ورځې په لویو راټولېدنو سره نمانځي او خپل مذهبي مراسم په کې تر سره کوي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به دوی له موټرو او موټرو سایکلونو سره ښارونو ته راوتل، نعتونه به یې غږول، تور بیرغونه به یې له ځانه سره لېږدول او په بېلابېلو محلونو کې به یې هم په خلکو خواږه وېشل.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников





Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Редакция АН «Между строк» разыгрывает 2 билета на Басту и ещё 8 сертификатов среди подписчиков своего Telegram-канала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Чья компания сильнее всех?

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

АО «Транснефть – Дружба» провело экологические акции



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России