Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

افغانستان کې توده څپه؛ ځينې ښوونکې: ډېری زده کوونکې په موسمي ناروغۍ اخته شوي

0
د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د ښوونځیو زده کوونکې او ښوونکې وایي، د ډېرې ګرمې هوا له امله ډېری زده کوونکې په موسمي ناروغۍ اخته شوي او په ټولګیو کې ضعف کوي.


ارسلان په بلخ ولایت کې د دویم ټولګي زده کوونکی دی.


دی وايي، د تودې هوا له له امله ښوونځي ته تګ او درس ویل ورته ستونزمن دی.


ارسلان ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل، په دې وضعیت کې نه شي کولای سم درس ووايي.


هغه زیاته کړه: "موږ اته بجو ښوونځي ته ځو او په ۱۲ بجو رخصتېږو. هوا ډېره توده ده. زموږ ښوونځي د څښاک لپاره صحي اوبه نه لري، سبق سم نه شو زده کولای، زړه مو بې حاله کېږي. له طالبانو غواړو چې ښوونځي رخصت کړي."


د کابل د یو ښوونځي یوه ښوونکې چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، هره ورځ په ښوونځي کې د یو شمېر زده کوونکو د ناروغه کېدو شاهده ده.


هغې وویل: "هوا ډېره توده ده، اوبه نه شته، برښنا نه شته، له لسو تر دولسو زده کوونکې مې هره ورځ پزې وینې کېږي، استفراقونه کوي، اسهال وي، ضعف کوي او ډېرې ستونزې لري هم زده کوونکې او هم ښوونکې."


که څه هم د طالبانو حکومت له اختر وړاندې زده کوونکو او ښوونکو ته یو څو ورځې رخصتي ورکړې وه، خو زده کوونکې او ښوونکې وايي، په وروستیو ورځو کې هوا ډېره توده شوې ده، خو د طالبانو حکومت د تېرو کلونو خلاف دا کال د زمري په میاشت کې د اوړي رخصتي ورنه کړه.




په ورته وخت کې څو ويډیوګانې چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د قم ګذر منځني ښوونځي څخه ازادي راډيو ته رسېدلي، لیدل کېږي چې یو شمېر کم عمره زده کوونکو د یوې خیمې لاندې ضعف کړی او د ښوونځي مسوولان د ښوونځي دې وضعیت ته اندېښمن دي.


که څه هم په ګرمو ولایتونو کې زده کوونکي رخصت دي، خو په سړو ولایتونو کې د زده کوونکو والدین د سختې ګرمۍ له امله د خپلو ماشومانو د روغتیا ته اندېښمن دي او غواړي چې دوی ته دې څو ورځې رخصتی ورکړل شي.


د بلخ اوسېدونکې مرسل ازادي راډيو ته وویل: "زموږ ماشومان چې کله له ښوونځي کور ته راځي، په خولو کې لامده وي، ګرمي وهلي وي، داسې به فکر وکړې چې د باران لاندې لامده شوي دي. نه پوهېږم طالبان څه پالیسي لري، د نجونو ښوونځي یې بند کړي، حد اقل اوس باید د ماشومانو ښوونځي هم د څو ورځو لپاره رخصت کړي."


د یاد ولایت اوسېدونکې ګلرخ وویل: "ورور مې اته کلن دي او دویم ټولګي کې دی، د تودې هوا له امله ډېری ورځې په شوق ښوونځي ته نه ځي، یو نیم ورځې لپاره چې ماشوم دی له پزې یې وینه هم راځي، هیله لرم چې دولت حد اقل د لسو یا پنځلسو ورځو لپاره رخصت ورکړي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر هم د زده کوونکو او د هغوی د کورنیو د دغه اندېښنو په اړه واخلي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه‌کړې.


دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې په هر ځلې 'د چهارونیم ماه' ازموینې وروسته د زمري له لومړی تر لسمې رخصتې ورکول کېده، خو سږ کال که څه هم هوا د تودوخې له امله په نړیواله توګه ګنې اندېښنې شتون لري، خو بیا هم د طالبانو حکومت د ښوونځي زده کوونکې رخصت کړي نه دي.


د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې نن پنجشنبه په کابل کې د تودوخې تر ټولو لوړه ۳۵ درجې او په بلخ ولایت کې ۴۴ درجې ده.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России