Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

ډیپلوماټ: کډوال د طالبانو د حکومت پر ضد د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کارول کیږي

0
ډیپلوماټ: کډوال د طالبانو د حکومت پر ضد د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کارول کیږي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، هغه افغانان چې له ناچارۍ له پاکستان څخه وتلي او افغانستان ته ستانه شوي دي له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ورځپاڼې لیکلي له اویازرو زیات بې اسنادو افغانان په وروستیو اونیو کې اړ شوي دي چې بیرته افغانستان ته واوړي، څو د چارشنبې په ورځ دوی ته له ورکړل شوی ضرب الاجل سره سم عمل وکړي.

د پاکستان د حکومت له لوري بې اسنادو افغان کډوالو ته له دې هېواد څخه د وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت د چارشنبې په ورځ پوره شو او سر له نن ورځې یې افغانستان ته په زور د ستنولو اقدامات پيلیږي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې له درې میلونو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې یو میلون او اوه سوه زرو زیات یې په دې هېواد کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.

نیویارک ټایمز وړاندې د نجم الدین تورجان په نوم د یو افغان کډوال کیسه راخیستې چې وايي، پاکستان کې د څلوېښت کلونو تېرولو وروسته د استوګنې د اسنادو د نه لرلو له کبله تازه اړ شوی چې د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ستون شي.

۶۳ کلن تورجان دې ورځپاڼې ته ویلي، له هغه ځایه چې درې لسیزې یې کور ګڼلو په یو لارۍ کې د کور کالي رابار کړل او د کډوالو له هغه سېل سره یو ځای شو چې غوښتل یې د پاکستان له خوا د ورکړل شوي مهلت تر پای ته رسیدو مخکې افغانستان ته واوړي.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې تورجان د هغو اویازره افغان کډوالو څخه دی چې په تیرو څو اوونیو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

وړاندې لولو د پاکستان له خوا بې اسنادو افغان کډوالو ته له دې هېواد څخه د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت پوره کیدو ګڼ افغانان له سختو پرېکړو سره مخ کړي دي چې ایا هڅه وکړي هغه هېواد کې پاتې شي، چیرې یې چې نور ځای نه کیږي او یا هغه هېواد ته ورشي چې لسیزې یې هلته ژوند نه دی کړی.

د نیویارک ټایمز لیکنه زیاتوي، هغوی چې افغانستان ته یې ستنیدل انتخاب کړي په وروستیو کې یې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ پر دروازو ګڼه ګوڼه جوړه کړې، چارواکي او مرسته رسوونکي ټیمونه یې ترفشار لاندې راوستي دي.

مرسته رسوونکو ډلو ویلي چې هره ورځ شا او خوا څلور زره کسان افغانستان ته ستنیږي، دا شمېر د هغو کسانو دوه چنده دی چې د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته له دې هېواد څخه د شړل کیدو تر خبرداري مخکې ستنېدل.

د ډیپلوماټ خپرونې هم په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د ټاکل شوي مهلت په پای ته رسیدو یوه لیکنه خپره کړې او وايي کډوال د طالبانو د حکومت پر ضد د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خپرونې په باور پاکستان افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.

وړاندې لولو، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري اټکل کوي چې پاکستان دا مهال د څه باندې درې نیم میلونو افغان کډوالو کوربه دی.

په دې کې شا اوه خوا اوه سوه زره افغانانو په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنیدو وروسته پاکستان ته پناه وړې ده.

د ډیپلوماټ خپرونې په وینا، د طالبانو د حکومت چارواکي له پاکستان څخه د یو میلون او اوه سوو زرو څخه د زیاتو بې اسنادو کډوالو ورستنیدو اندیښمن کړي چې کولی شي د طالبانو حکومت له جدي اقتصادي ننګونو او نورو فشارونو سره مخ کړي.

د طالبانو حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې دا پریکړه دې بیرته واخلي.

ډیپلوماټ ورځپاڼې لیکلي د له خپلې خاورې څخه د بې اسنادو افغان کډوالو پر شړلو د پاکستان ټینګار ممکن له دې سره اړه ونه لري چې اسلام اباد غواړي د افغان کډوالو له بار ځان خلاص کړي؛ بلکې د لیکوال په وینا تر ډېره د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره دي چې د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د پاکستان مهمه غوښتنه دا ده چې د پاکستاني طالبانو د هغه مشرتابه پر ضد دې جدي اقدامات وکړي چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې، د افغانستان په خاوره کې اوسیږي.

د پاکستان د طالبانو تحریک په وروستیو کې په پاکستان کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی، هغه بریدونه چې تر ډیره په پاکستاني نظامیان په نښه شوي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО





Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Полина Гагарина

«Подали в суд»: Гагарина назвала себя жертвой конфликта из-за песни Цоя




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Большой шлем

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


ЦБ

Хуснуллин: несмотря на ставку ЦБ, приток ипотеки в стройку продолжается



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России