د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن نیو زیلینډ او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخ شوي دي
په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د نیو زیلینډ او جنوبي افریقا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د نومبر پر لومړۍ د پونې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه نیو زیلینډ وګټله او جنوبي افریقا ته یې د بیټېنګ کولو بلنه ورکړه.
تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د کلکتې په لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او ټوله لوبډله یې په ۴۶م اوور کې په ۲۰۴ منډو وسوځېده. په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۳م اوور کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
د نومبر پر دویمه د هند او سري لنکا لوبډلې له یو بل سره سیالي لري. ټاکل شوې چې د ممبۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.
په نړیوال جام کې هند خپلې ټولې سیالۍ ګټلې دي او له ۱۲ نومرو یا پواینټونو سره پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته جنوبي افریقا د ۱۰ پواینټونو په لرلو پر دویم مقام ده. له دې پرته نیو زیلینډ پر درېیم او اسټرالیا پر څلورم مقام دي.
پاکستان له بنګلادېشه د سیالۍ په ګټلو شپږ پواینټه ترلاسه کړل او د منډو د ښه وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) له وجې یې له افغانستانه پینځم مقام ونیوه او افغانستان اوس پر شپږم ځای دی.
تر اوسه پورې د شویو سیالیو پر اساس د سري لنکا لوبډله پر اووم، د نېدرلینډز هغه پر اتم، بنګلادېش پر نهم او انګلستان (انګلینډ) پر لسم مقام دي.
د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.
د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.