Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2023

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پیل؛ ځینو سازمانونو او سیاستوالو پرې غبرګونونه ښودلي

0
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پیل؛ ځینو سازمانونو او سیاستوالو پرې غبرګونونه ښودلي

د پاکستان موقت حکومت له‌خوا بې اسناده افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او سیاستوالو د پاکستان د دغه پرېکړې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې بې اسناده افغان کډوالو ته د دې هېواد له لوري د وتلو لپاره ورکړل شوی یو میاشتنی مهلت تېره ورځ پای ته ورسېده، د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ویلي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو عملي چارې پیل شوي دي.

د اسلام اباد پولیسو نن په خپل ایکسپاڼه يو بیان کې ویلي چې په دې لړ کې ۶۴ غیر قانوني کډوال چې مخکې زنداني شوي وو هم له زندانونو وایستل شول او د پولیسو تر څار لاندې خپل هېواد ته واستول شول.

په بیان کې نه دي راغلي چې دا کسان د کوم هېواد اتباع وو، خو په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، ځینې کسان چې ظاهراً افغانان ښکاري موټرو ته خېژول کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان په دې پرېکړه د غبرګونونو په دوام د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل په یوه اعلامیه کې ویلي پاکستان لا هم وخت لري چې له خپلې پرېکړې لاس په سر شي او د افغانانو لپاره د یو بل ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

په دغه اعلامیه چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې راغلي چې د افغان کډوالو ژوند او حقونه په خطر کې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم له پاکستانه یو وار بیا غوښتنه کړې چې افغانستان ته په ډله‌ییزه توګه د کډوالو د استولو پلان لغوه او د افغانانو لپاره د یو بل کړکېچ مخه ونیسي.

نوموړي په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره به درېږي.

په پاکستان کې دننه هم ګڼو پښتنو ملتپالو سیاستوالو ویلي چې پاکستان دې په خپل دغه پلان له سره غور وکړي.

د دې ترڅنګ د بلوچستان په چمن کې د زرګونه کسانو احتجاجي پرلت نن د یولسمې ورځې لپاره هم روان دی.

د پرلت ګډونوالو ته نن ملتپاله پښتون سیاستوال خوشحال خان کاکړ په وینا کې وویل: "دا زموږ او ستاسو د پښتانه په نوم چې کوم وزیراعظم ناست دی، دې ته وایم چې په خپل تندي دا تور د بدنامۍ داغ مه لګوه، د افغانانو دښمني مه اخله، له ځانه شاه شجاع مه جوړوه، دا افغانان دې بیا نه پرېږدي."

د زرګونه ځایي اوسېدونکو په برخې اخیستې په چمن کې دا پرلت له تېرو یولسو ورځو روان دی، خو د پاکستان حکومت یې تراوسه غوښتنه نه ده منلې.

پرلت کوونکي غوښتنه کوي چې د چمن-سپین بولدک ترمنځ دې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لیرې شي.

دوی دغه شان په پاکستان له مېشتو افغان کډوالو سره د انساني چلند او له دې هېواده د وتلو د پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه هم کړې ده.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ 'پي ټي ایم' مشر منظور احمد پشتین په خپل ایکس شبکه لیکلي چې په پاکستان کې د افغانانو سخته بې عزتي روانه ده باید په وړاندې یې په ډله‌ییز ډول غبرګون وښودل شي.

د پاکستان د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بیا په خپله ایکسپاڼه د پاکستان ځینې ادارې او اشخاص تورن کړي چې د غیرقانوني کډوالو په نوم قانوني افغان کډوال هم تنګوي او د هغوی د پانګو او جایدادونو د نیولو لپاره یې ظالمانه چلند خپل کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې د کډوالو ستنول باید د منل شویو نړیوالو اصولو له مخې ترسره شي.

نوموړي چې تېره ورځ یې د ملګرو ملتونو د عمومې اسامبلۍ په درېیمه کمېټه کې خبرې کولي ویلي چې اوسمهال افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو او ځورونې له ګواښ سره مخ دي او دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال عبدلسلام حنفي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو د کمېسیون مشري هم کوي تېره ورځ په تورخم کې رسنیو ته وویل: "اجباري اخراج د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف کار دی. اوس چې زموږ هېوادوال دې خواته راوړي، دا ټول زموږ ورونه دي، موږ د خپل وس مطابق کوښښ او هڅه کوو چې د دوی ستونزې حل شي."

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم د پاکستان دا پرېکړه غندلې وه او ویلي وو چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د کډوالو د ستونزو د کمېدو په هدف تورخم ته د کډوالو د ثبت د بهیر لپاره تخنیکي ډلې او وسایل رسېدلي دي.

نن چهارشنبه د نومبر لومړۍ د پاکستان له لوري له دې هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو د پیل لومړۍ ورځ ده.

پاکستان مخکې ویلي چې له دې نېټې ورسته به ۱ عشاریه ۷ میلیونه ډېر غیرقانوني افغان کډوال به زور له دې هېواده وباسي.

پاکستان دا پرېکړه داسې مهال کړې چې وار له مخه په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه اوج ته رسېدلې او کډوالو ته د کاري زمینو د نشتوالي په برخه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы





Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Справляюсь только медикаментозно»: мать Тимати призналась в тяжелом недуге




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России