Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 03.04.2022

یو شمېر زده‌کوونکې نجونې: نړۍ باید زموږ د هیلو پر وړاندې غلې پاتې نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

سږ کال نجونو زده‌کوونکو د نوي ښوونیز کال د زنګ د کړنګېدو پر ځای د ښوونځیو د دروازو د بندېدو او له زده‌کړو د بې‌برخې کېدو د ګواښ خبر واورېد. د نجونو د ښوونځیو بندې دروازې ورځ بلې ته د دوی اندېښنې زیاتوي. دوی وایي دوه کاله کېږي چې له زده‌کړو بې‌برخې دي، مخکې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله او اوس طالبان دوی زده‌کړو ته نه‌پرېږدي.   بهاره د سلګونو هغو زده‌کوونکو له ډلې ده چې له ښوونځي د فارغېدو او پوهنتون ته‌یې د تلو هیله درلوده.  هغه دوه کاله مخکې د کابل ښار د رخشانې لېسې د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې... Читать дальше...

د پاکستان پارلمان ړنګېدل؛ ستره محکمه‌یې په اړه پرېکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د صدراعظم عمران خان په سپارښتنه د دغه هېواد پارلمان ړنګ کړ، د پاکستان د سترې محکمې یوه جګپوړي غړي ویلي چې د سترې محکمې رئیس به په څو ساعتونو کې په دې اړه پرېکړه وکړي. په پارلمان کې د اپوزېسیون ګوندونو چې د عمران خان وروستي اقدامات‌یې غیر قانوني بللي، ویلي چې حقوقي ټیمونه‌یې پر دې کار کوي چې دغه قضیه سترې محکمې ته وړاندې کړي. وروسته له هغې چې د ملي اسامبلې مرستیال قاسم سوري چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړی دی، عمران خان ته د بې‌باورۍ... Читать дальше...

ایمرجنسي روغتون: د کابل شهزاده سرای له چاودنې ۵۹ ټپیان او یو مړی راوړل شوي

Pa.azadiradio.com 

ایمرجنسي روغتون وايي کابل کې د نن ورځې له چاودنې ۵۹ تنه ټپیان وروړل شوي چې یوه‌یې پر لار ساه ورکړې ده. ایمرجنسي روغتون نن په خپل ټویټر کې لیکلي، له دې جملې ۳۳ کسان بستر شوي دي. تر دې مخکې د کابل د شهزاده سرای مرستیال حاجي دادګل ویلي و په دغه سرای کې د نن سهار په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي چې د پنځو روغتیايي وضعیت خراب دی. بل‌خوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ټویټر کې لیکلي، په سرای کې یوه غل د پیسو تښتولو په نیت لاسي بم غورځولی دی. د ده په وینا طالبان هڅه کوي تورن کس ونیسي. Читать дальше...



د افغانستان سوېل کې د کوکنارو نېښ وهل او ټولول پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو نېښ وهل او ټولول پیل شوي دي. د دغو ولایتونو له ډلې یو کندهار دی چې په زیاته کچه کوکنار په‌کې کرل شوي او ورسره سم زرګونه بې‌کاره خلک د کوکنارو په نېښ وهلو مصروفه شوي. د دغه ولایت اوسېدونکي روان اقتصادي ناوړه وضعیت او وچکالي هغه لاملونه بولي چې له امله‌يې کروندګر اړ شوي تر څو په خپلو ځمکو د تریاکو کښت وکړي. د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د زراعتي ځمکو د مخ ډېره برخه د کوکنارو کښت پوښلې ده. دلته د نورو کلونو په نسبت سږکال په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي. ... Читать дальше...

روسیې د اوکراین پر ادیسه ښار هوایي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي پر ادیسه د روسیې د هوایي بریدونو خبر ورکوي او د دې هېواد ولسمشر وایي، روسیه د اوکراین پر جنوب شدیدو حملو ته تیاری نیسي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار وختي د اوکراین پر بندري ښار ادیسه هوایي بریدونه وشول. د دې وزارت یوه چارواکي انتون هیراشینکو په خپله ټلګرام پاڼه کې ویلي چې د ښار په ځینو برخو کې د اورلګېدو راپورونه ورکړل شوي او یو شمېر توغندي هم د هوایي مدافعې ځواک له‌خوا شنډ کړای شوي دي. د ادیسه ښاري شورا هم پر خپله ټلګرام پاڼه د بریدونو خبره تأیید کړې ده. ... Читать дальше...

د روژې میاشتې اړوند د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا پیغام هدف څه و؟

Pa.azadiradio.com 

د روژې میاشتې اړوند د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا پیغام چې تېره شپه خپور شو، یوازې د نصحیت تر کچې دی، خو د ښې حکومتوالۍ، سیاست، اقتصاد او امنیت په اړه په‌کې هېڅ بحث نه‌دی شوی. دا پیغام ۸ دقیقې او ۲۰ ثانیې دی او تر ټولو مهمه خبره‌یې بې‌‌وزلو سره مرسته ده. ملا محمد حسن اخند په دغه پيغام کې وايي: "موږ خو دا حالات لیدلي دي یا یې وینو. د روژې په میاشت کې په روژه ماتي کې په دسترخوانونو مختلف‌النوعه خواړه پراته وي. مختلف‌النوعه مېوې پرتې وي، شربتونه پراته وي، نور د خوراک شیان پراته وي، نو ټولو ته مې... Читать дальше...

د هند جمهور رئیس په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

ورځ تر بلې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د سیمې او نړۍ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. تازه د هند جمهور رئیس رام نات کوویند د اپرېل په ۲مه ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د پیل راهیسې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. ښاغلي کوویند ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د افغانستان نږدې ګاونډیان په دې هېواد کې  اوسنيو روانو چارو او بهرنیو عواقبو ته‌یې اندېښمن دي. د هند د جمهور رئیس اشاره په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت نه‌جوړېدو، بشري حقونو او... Читать дальше...

د صدراعظم عمران خان پر خلاف د بې‌باورۍ د رایې اخیستو د بهیر مخه ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په قامي اسامبله کې د صدراعظم عمران خان پر خلاف د بې‌باورۍ د رایې اخیستو د بهیر مخه وروسته له هغې ونیول شوه چې د دې جرګې مرستیال مشر قاسم سوري اعلان وکړ چې د دغې رایې اخیستو په اړه مسوده د اساسي قانون خلاف ده. عمران خان چې تر اوسه‌یې برخلیک نه‌دی معلوم د پاکستان له ولسمشر څخه د ملي پارلمان د منحل کېدو غوښتنه کړې ده. عمران خان نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې ولسمشر ته‌یې مشوره ورکړې چې ملي او ایالتي پارلمانونه منحل کړي. عمران خان دغه‌راز پر ولس غږ وکړ چې د نویو انتخاباتو لپاره تیاری ونیسي. Читать дальше...



د اوکراین مرستیال دفاع وزیره: کیف له روسي ځواکونو بشپړ بېرته ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین مرستیال دفاع وزیرې هنا مالیار (Hanna Malyar) ویلي چې د کیف سیمه له روسي ځواکونو په بشپړ ډول بېرته نیول شوې ده. مالیار پرون (شنبه) پر خپله فېس‌بوکپاڼه لیکلي: "ایرپین، بوخا، هوستومیل او د کیف ټوله سیمه له یرغلګر څخه ازاده شوې ده."

د روسي ځواکونو شاتګ؛ د فرانس پرس خبریالانو د بوچا واټونو کې ۲۰ مړي لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د روسي ځواکونو له شاتګ وروسته د فرانس پرس خبري اژانس خبریالانو کیف ته نږدې د بوچا ښارګي په واټونو کې لږترلږه د ۲۰ تنو مړي لیدلي دي. خبریالان وايي چې په وژل شویو کې د یوه تن لاسونه تړل شوي دي. په موندل شویو مړو کې د یوه بې‌درکه شوي عکاس جسد هم شامل دی.   اوکراین اعلان کړی چې د کیف او چرنیهیف ښارونو شااوخوا سیمې یې له روسي ځواکونو څخه بېرته نیولي.

د اوکراین حکومت: له روسیې سره خبرو کې لومړنۍ مثبتې نښې څرګندې شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین حکومت وايي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوی او روسیې د استازو ترمنځ له څو اوونیو خبرو وروسته باوري شوي چې لومړنۍ مثبتې نښې څرګندې شوې دي. د سولې په خبرو کې د اوکرایني پلاوي مشر دیوید اراخامیا پرون (شنبه) په یوه مرکه کې وویل چې ښايي ژر د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. د ده په وینا په خبرو کې تر دې ځایه پرمختګ شوی چې د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان‌یې برابر کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره دوه پاکستاني روزونکي وګومارل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپټان یونس خان‌یې د خپلې لوبډلې د بېټنګ روزونکی ګومارلی دی. یونس خان به په متحده عربي اماراتو کې له افغان ټیم سره د بېټنګ په برخه کې همکاري وکړي.  د افغانستان کرکټ بورډ همداراز د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل د باولېنګ روزونکی ګومارلی دی.  ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شي.

د یونان ساحلي ګارد له یوې کښتۍ ۷۰ پناه غوښتونکي وژغورل

Pa.azadiradio.com 

د یونان ساحلي ګارد له یوې کښتۍ څخه چې د پیلوپونیس ټاپو په لوېدیځه برخه کې له ستونزې سره مخ شوې وه، ۷۰ پناه غوښتونکي وژغورل. د یونان دولتي راډیو پرون (شنبه د اپرېل دوهمه) وویل چې دغه کډوال چې زیاتره‌یې د افغانستان او عراق دي، د یونان د پایلوس بندر ته انتقال شوي دي. قاچاقبران هڅه کوي چې پناه غوښتونکي د ترکیې له سواحلو او یا هم د مدیترانې د ختیځ له نورو هېوادونو اروپايي هېوادونو ته قاچاق کړي. مګر د دوی کښتۍ معمولا زړې او د کارونې نه‌دي او دوی ډېری وختونه د دې خطرناک سفر په جریان کې د ماشین له عارضو یا نورو پېښو سره مخ کېږي.

د امریکا شارژدافیر: امریکا لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته ژمنه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر وایي چې هېواد یې لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دی. یان مککري پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې متحده ایالات د طالبانو له مشرتابه څخه په کلکه غواړي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. امریکا د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۳۱مه) له افغانستان سره د مرستو په نړیوال کنفرانس کې د ۲۰۰ ملیونه ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ. په دې مجازي نړیواله غونډه کې مرسته کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د دوه میلیارد او ۴۰۰ ملیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د پاکستان پارلمان نن د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کوي

Pa.azadiradio.com 

نن یکشنبه د پاکستان په پارلمان کې د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېږي. عمران خان بېګا د کابینې د وزیرانو او ګوندي ملګرو په یوه غونډه کې امریکا او خپل داخلي مخالفین تورن کړل چې د ده د لیرې کولو لپاره‌یې توطئه جوړه کړې ده. امریکا تر دې خبرو مخکې د پاکستان حکومت تورونه بې‌بنسټه بللي. د خان مخالفینو هم ویلي چې دی په واک کې د پاتې کېدو لپاره پلمې لټوي. په پارلمان کې د عمران خان مخالفینو ویلي چې د هغه د لیرې کولو لپاره‌یې ۱۷۲ کافي رایې ټولې کړي، خو خان بیا بېګا ډاډ څرګند کړ چې بریا به د ده وي.

د کابل شهزاده سرای کې چاودنې '۲۰ تنه' ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

نن له غرمې مخکې د کابل په شهزاده سرای کې یوه چاودنه وشوه. په کابل کې د شهزاده په نوم د صرافۍ سرای مسؤلان وايي، په دغه سرای کې یوې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي دي. د دغه سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د یو لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده. دی زیاتوي: "چاودنه د ګډوډۍ رامنځته کولو په هدف شوې، وژل شوي نه‌لرو، خو ۲۰ تنه ټپیان دي چې د پنځو تنو وضعیت ښه نه‌دی." نوموړي وویل چې دا بم نن سهار نږدې ۱۰ بجې د یاد سرای له درېیم پوړ څخه غورځول شوی دی. د نوموړي... Читать дальше...

د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کر منع کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې په بشپړه توګه د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه فرمان ورکړ. په دغه فرمان کې چې نن یکشنبه «۱۴۰۱ کال د وري ۱۴مه» په کابل کې د طالبانو حکومت په کورنیو چارو وزارت کې د یوې خبري ناستې پر ترڅ کې له رسنیو سره شریک شو، په‌کې راغلي چې "د کوکنارو کرکېله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع ده او هېڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه‌کوي." په دې فرمان کې نه‌یوازې د کوکنارو کر، بلکې په افغانستان کې د ټولو نشه‌یي توکو د کار او بار د مخنیوي ویل شوي دي. Читать дальше...

د میانمار له واکمن پوځ د چین د ملاتړ دوام

Pa.azadiradio.com 

چین د میانمار له واکمن پوځ څخه د خپل ښکاره ملاتړ په دوام کې ویلي چې د وضعیت بدلون ته له پام پرته له خپل دغه ګاونډه ملاتړ کوي. د چین د رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خپل میانماري سیال ته ویلي چې چین غواړي له میانمار سره "تجارت او همکارۍ ژورې کړي". د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د میانمار پوځ واک ته ورسېد او د انګ سان سوچي په مشرۍ ملکي حکومت‌یې ړنګ او مشران‌یې بند ته واچول. د میانمار پوځي واکمنان له ولسي مقاومت سره مخ دي چې د ملګرو ملتونو ځینو کارپوهانو دغه مقاومت ته کورنۍ جګړه ویلې. Читать дальше...

عمران خان: زما مخالفینو او امریکا زما د ليرې کولو لپاره توطئه جوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د حکومت د وزیرانو او ګوندي ملګرو په وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان شنبه ماښام ډاډ ورکړ چې د پارلمان رأی‌ګیري کې به بریالی کېږي. نن د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېږي. عمران خان تور ولګاوه چې مخالفینو یې امریکا سره لاس یو کړی او د ده د لیرې کولو لار یې جوړه کړې ده. عمران خان زیاتوي: "تر هغو چې وروستی توپ نه‌وي اچول شوی د لوبې فیصله نه‌شي کېدای، نو په هېڅ صورت زړه ته دا مه‌اچوئ چې (سبا) به څه نتیجه راووځي. ستاسو مشر دې کې ماهر دی او هېڅوک نه‌پوهېږي چې څه به کوي. Читать дальше...

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هلمند کې کروندګرو د کوکنارو لومړی حاصل واخیست

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر بشپړې واکمنۍ لاندې د هلمند کروندګرو د کوکنارو لومړی حاصل ټول کړ. په یوه وېډیويي راپور کې چې اسوشیټډ پرس خبري اژانس برابر کړی ښکاري چې د نادعلي د کوکنارو له کروندو بزګر حاصل ټولوي او د کوکنارو په یوه لویه کرونده کې لسګونه کارګر د شیرې د راټولولو په حال کې دي. دا سیمه یو وخت د ناټو له ملاتړ برخه‌من افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه وه. سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو د مخنیوي ژمنې کړې وې، خو لا هم په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي. د محب‌الله په نوم یو... Читать дальше...

کاناډا: د ۴۰ زره افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږو

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کډوالو او اتباعو وزیر وایي د هغو ۴۰ زرو افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږي چې له کاناډایانو سره‌یې اوږه په اوږه کار کړی دی. شان فریزر په یوه مرکه کې زیاته کړه چې تر دې دمه ۱۰ زره افغان کډوال کاناډا ته رسول شوي او دا لړۍ لا هم په جدیت روانه ده. دا اوونۍ په یوه پرواز کې له تاجکستانه شااوخوا ۳۰۰ افغانان کاناډا ته ورسول شول. په دې سره د هغو افغانانو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کاناډا ته رسېدلي ۱۰ زرو ته ورسېد. دا معلومات د کاناډا د کډوالۍ چارو... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي مخ په زیاتېدو ده

Pa.azadiradio.com 

د افغان ماشومانو ترمنځ د شري ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده. دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان کړې ده. د دغه سازمان د شمېرو په اساس روان میلادي کال لږ تر لږه ۴۳ زره افغان ماشومان په شري اخته شوي چې له ډلې یې  ۲۱۴ ماشومان مړه شوي هم دي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو مړینو ۹۷ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او د تېر کال په مقایسه دا شمېره ډېره لوړه تللې. د روان کال د مارچ په نیمایي کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ضد واکسین کمپاین پیل کړ، خو د دې ادارې... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

В Ростове из-за двух концертов Басты перекроют улицу Левобережную




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ролан Гаррос

Медведев пошутил о том, что часто проводит ночные матчи на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Важные магистрали: Столица вышла на рекордные темпы дорожного строительства



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России