Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 12.04.2022

د ایران د قونسلګریو د بندېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ایران د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دا مهال په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ فعالې دي. د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته له قهرجنو اعتراضونو وروسته ایران خپلې ټولې ډیپلوماتیکې استازولۍ تړلې دي. خو د ایران د محصلانو خبري آژانس ایسنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایران ټولې استازولۍ پرانیستې دي. Читать дальше...

د ایران بهرنیو چارو وزارت تهران کې د افغانستان سفارت شارژدافیر 'احضار' کړی

Pa.azadiradio.com 

دایران دولتي رسنۍ وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په تهران کې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته‌یې په کابل کې د ایران سفارت او په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته د قهروړو مظاهرو په وړاندې خپل احتجاج وړاندې کړی دی. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له نوي حکومت څخه غوښتي چې د ایران د ډیپلوماتیکو نمایندګو بشپړ امنیت ډاډمن کړي او وایي چې تر بلې خبرتیا پورې خپل فعالیتونه دروي. پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده... Читать дальше...

بې‌پولې خبریالان: یوناما دې د افغانستان رسنیو او خبریالانو دفاع لپاره اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی.   دې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې  له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو څخه د دفاع لپاره لاس په کار شي.  دې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ته په یو لیک کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د روان حالت د مخنیوي او د خبریالانو د دفاع غوښتنه کړې. بې‌پولې خبریالانو ټولنې دا لیک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې... Читать дальше...



تهران: طالبان دې ایران ته د افغان کډوالو د ورتلو د پراخې څپې مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې ایران ته دې د افغان کډوالو د ورتلو د پراخې څپې مخه ونیسي. د دې وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران ظرفیتونو ته په پام دې هېواد ته د افغان کډوالو دغه بهیر دوام نه‌شي کولای. د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې خطیب‌زاده وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت پر ځای کړي او زیاته‌یې کړه چې د بې‌ځایه شویو افغانانو د دغې څپې بار باید یوازې په یوه ګاونډي وانه‌چول شي. Читать дальше...

کابل کې معترضین: ایران باید له افغان پناه غوښتونکو سره د بد چلند په اړه حساب ورکړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو له افغان کډوالو سره په ایران کې د روان بد چلند په غبرګون اعتراض کړی.  معترضینو په دوه بېلابېلو ځایونو کې د ایران سفارت مخې او د مسعود څلورلارې کې ایران د یو شمېر افغان کډوالو په شکنجې تورن کړ او ویل‌یې، افغانان په خپل هېواد کې د ناامنۍ او بې‌وزلۍ له امله ایران ته کډه شوي دي.  د ځوانانو د مثبت بدلون بنسټ مشر مصطفی ستانکزی چې په اعتراض کې یې ګډون کړی وايي: "ایران ثابته کړه چې یو ظالم هېواد دی او پر افغانانو یې ډېر ظلم کړی دی. موږ د خپلو شهیدانو د وینو حساب غواړو. Читать дальше...

چارواکي: روسیه د اوکراین پر دونباس سیمې پراخو بریدونو ته تیاری نیسي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین او لوېدیځ چارواکي وایي چې روسیه د اوکراین پر ختیځ دونباس سیمې پراخو بریدونو ته تیاری نیسي او له نورو سیمو ځواکونه باسي او دې سیمې ته‌یې نږدې کوي. روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د پلان شویو پراخو تهاجمي عملیاتو دمخه دې سیمې ته وړاندې تګ ته دوام ورکوي. په عین حال کې په ماریوپول ښار کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی. په دې ښار کې د راپورونو له مخې په زرګونه کسان وژل شوي او روسي ځواکونه دې ته نږدې دي چې پر دې بندري ښار بشپړ کنټرول ولري. د اوکراین پوځي قوماندانان او لوېدیځ... Читать дальше...

په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ وېره

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ وېره په زیاتېدو ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې‌باورۍ فضا جوړه کړې او دا اندېښنه له ځان سره لري چې سیمه به څه ډول ثبات ته رسېږي. ښاغلی شنکر چې د هند د دفاع له وزیر راجنات سنګهـ سره یوځای امریکا ته تللی، د متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره‌یې ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه په سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی. ښاغلی شنکر زیاتوي: "بله موضوع... Читать дальше...

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت کړنې او د طالبانو حکومت په جوړښت کې یې اهمیت

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د نږدې اته میاشتنۍ واکمنۍ پر مهال د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت تر نورو ادارو ډېر خبر جوړوونکی و. یاد وزارت تر ډېره د خلکو پر کړنو د محدودیتونو د لګولو له امله مشهور دی او تر اوسه‌یې ډېر محدودیت پر ښځو لګولی دی. د رسنیو پر فعالیت په ځانګړې توګه په رسنیو کې د ښځو په فعالیت محدودیتونه، له شرعي محرم پرته پر لیرې سفر ته د ښځو پر تلو محدودیت، د ږیرې نه‌خرېیل او پر جماعت د پنځه وخته لمونځونو کول، په ښاري موټرونو کې د موسیقۍ نه‌غږول، د شرعي حجاب د دودېدو... Читать дальше...



جو بایډن له نرېندرا مودي نه وغوښتل چې له روسیې د تېلو پېر ګړندی نه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي نه وغوښتل چې له روسیې د تېلو پېر ګړندی نه‌کړي. بایډن پرون له مودي سره د وېډیو کنفرانس پر مهال وویل، له روسیې د تېلو د اخیستو زیاتېدا به د هند په ګټه نه‌وي او په خبره‌یې دا کار کولای شي د اوکراین جګړې ته د امریکا ځوابي اقدامات له خنډ سره مخامخ کړي. بایډن په دې یو ساعته مکالمه کې ویلي، د روسیې د انرژۍ پر سرچینو د هند اتکا به په نړۍ کې د نوې ډېلي دریځ پیاوړی نه‌کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې هند په دې وروستیو کې له روسیې د نفتي موادو پېر... Читать дальше...

فیلیپین کې د ځمکې ښویېدو او سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۲۸ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په فیلیپین کې د ځمکې ښویېدنې او سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. چارواکو نن سې شنبه ویلي چې له ۲۰ ډېر نور کسان تر اوسه لا درکه دي. دې موسمي سېلابونو د فیلیپین بای بای ښار ډېر ځپلی او دغلته د ځمکې ښويېدو له کبله لسګونه کورونه تر خاورو لاندې شوي دي. د فیلیپین په ۱۷ ولایتونو کې له ۲۲،۶۰۰ ډېر کسان تر خطر لاندې سیمو کې له کورونو وتلي دي.

طالب چارواکي وايي بدخشان کې یې اته وسله‌وال مخالفین وژلي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د اتو وسله‌والو مخالفینو د وژلو خبره کوي.   د دې ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري معزالدین احمدي پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ په میدان سیمه کې دغه وسله‌وال مخالفین پرون سهار وروسته له هغې ووژل شول چې پټن‌ځای یې وموندل شو او امنیتي ځواکونو برید پرې وکړ. د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې چې په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان او د هوایي قواوو قوماندان ګډون کړی و، د یوه... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام: روان کال فاریاب کې نږدې یو ملیون کسانو سره مرستې شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له اړو کسانو سره د بشري مرستو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري له میاشتې راهیسې یې په فاریاب ولایت کې نږدې یو ملیون کسانو ته مرستې رسولې دي. نړیوال بانک پرون دوشنبه په یوه بل تویټ کې ویلي چې د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې هم له ۳۲۳ زره کورنیو سره  خوراکي مرستې کړي او له بسپنه ورکوونکو یې هم د سخاوتمندانه مرستو د دوام په خاطر مننه کړې ده.  د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ۲۰۲۲م کال له پیله‌‌یې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه او ۸ لکه کسانو... Читать дальше...

د اتریش صدراعظم: پوتین سره مې د اوکران په اړه څرګندې، رڼې او سختې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د اتریش صدراعظم وایي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې پرون پر اوکران د دې هېواد د بې‌دلیله یرغل په اړه څرګندې، رڼې او سختې خبرې اترې وکړې. کارل نهمر په یوه بیان کې وویل، دغه خبرې چې د دوی ترمنځ وشوې او څه باندې یو ساعت‌یې وخت ونیو، دوستانه نه‌وې. د اتریش صدراعظم دغه‌راز ویلي چې په دې خبرو کې یې په بوچا ښارګوتي او د اوکراین پر نورو ځایونو کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو پر مسئلې ټینګار کړی چې عاملان‌یې باید عدالت ته راکاږل شي. هغه همدا شان ویلي چې د سولې خبرو ته زیات خوشبین ځکه نه‌دی چې د سولې خبرې معمولاً ډېر وخت نیسي.

امریکا د بالکان په څلورو هېوادونو کې پر اوو تنو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

امریکا د بالکان په څلورو هېوادونو کې پر اوو تنو د اداري فساد، جنایي او نورو فعالیتونو له لارې د سیمې ثبات ته د ګواښ په خاطر بندیزونه ولګول. د امریکا د خزانې وزارت پرون دوشنبه د دغو نویو بندیزونو خبر ورکړ. په دغو بندیزونو کې د البانیا، بوسنیا هرزګوېنا او شمالي مقدونیا څخه دوه دوه تنه او یو تن هم په مونته‌نګرو کې په نښه شوي دي. د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او د مالي استخباراتو په چارو کې د دې وزارت مرستیال برایان نیلسن وویل چې دغو کسانو، د سیمې ثبات او د هغو کسانو باور او اعتماد ته چې د ډیموکراسۍ هیله کوي، یو جدي ګواښ متوجې کړی و.

شهباز شریف د نوي صدراعظم په توګه د وفادارۍ لوړه پر ځای کړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د مسلم لیګ نون ګوند مشر شهباز شریف چې ملي جرګې یا پارلمان له شااوخوا یوې اوونۍ سیاسي کړکېچ وروسته پرون د نوي صدراعظم په توګه وټاکه، سمدستي یې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د لنډو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه پر ځای کړه. د اسوشیټډ پرس اژانس په وینا، نوموړي که څه هم دغه څوکۍ وګټله، خو په مخ کې به‌یې د یوې سوله‌ییزې لارې او د دې هېواد د ډېرو اقتصادي ستونزو د هواري ضمانت ونه‌شي کړای. شهباز شریف داسې مهال د صدراعظمۍ چوکۍ ترلاسه کوي چې په پاکستان کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب ډېر لوړ شوی، بیې لوړې... Читать дальше...

سیګار: له افغانستان سره د امریکا مرستې به تر نږدې راتلونکې دوام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سرمفتش اداره (سیګار) وایي چې له افغانستان سره د امریکا پر مرستو باید سمه څارنه وشي ترڅو د بشري بحران په کمولو کې یې اغېز زیات شي. سیګار وايي، د افغانستان سختو حالاتو ته په کتو، د امریکا مرستې به تر نږدې راتلونکې پورې له دې هېواد سره دوام وکړي ترڅو د بشري بحران اغېز کم شي یا هم د دغه بهیر مخه وګرځول شي. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبانو کابل ونیو له افغانستان سره مرستې ودرولې او د دې هېواد څه... Читать дальше...

تهران: طالبان دې زموږ د ډیپلوماتیکو ځایونو د بشپړ امنیت په اړه لازم ضمانت راکړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په دې هېواد کې د ایران د ډیپلوماتیکو ځایونو لپاره ښه امنیت برابر کړي. دا وروسته له هغې چې د راپورونو له مخې یو شمېر قهرجنو مظاهره کوونکو پرون په هرات کې د ایران قونسلګرۍ ته ډبرې ورګوزار او د ودانۍ ښیښې یې ماتې کړي.   هغې وېډیو کې چې له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ویل شوي چې یو شمېر معترضان په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي و چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د بد سلوک په وړاندې... Читать дальше...



Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте


WTA

Повернення Калініної до топ-50 та втрачені позиції Світоліної. Оновлені тенісні рейтинги WTA та ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Опубликован гайд по развитию творческих способностей у детей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России