Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 28.04.2022

د «غويي اتمه» دېرش کلنه شوه

Pa.azadiradio.com 

له نن څخه دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله په مشرۍ حکومت چې د پخواني شوروي اتحاد ملاتړ يې درلود نسکور شو او مجاهدين واک ته ورسېدل. دا ورځ مجاهدينو د پخواني شوروي او د شوروي ملاتړ لرونکيو افغان نظامونو پر وړاندې د خپلې بريا د ورځې په توګه ولمانځله. خو د دې لمانځنې څخه ډېر وخت نه و وتلی چې دوی په خپلو کې په بې سارې کورنۍ جګړې واوښتل. نور په دې راپور کې:

امریکا: افغانستان کې د اوه ميليارد ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې پاتې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت په یوه نوي راپور کې ویلي دي، چې کله تېر کال امریکایي ځواکونه اګسټ په دېرشمه له افغانستانه ووتل، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې یې په دغه هېواد کې پرېښودې. د راپور له مخې دا هغه وسلې دي، چې د تېرو شپاړسو کلونو په ترڅ کې متحد ایالتونو افغانستان ته لېږدولې وې. سي این این خبرې څانګه د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزارت په وینا خبر ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، واشنګتن د دې وسلو د ایستلو یا له منځه وړلو لپاره څه پلان نه لري. د سي این این... Читать дальше...

ځينې افغانان په اى پي ايل کې د راشد خان لوبې ستايي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ یو شمېر افغان مینه وال د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ کې د افغان مشهور کرکټر راشد خان وروستۍ لوبې ستايي. ​بېګاه د بریا لپاره په وروستیو دوه بالونو نهه منډو ته اړتیا وه، افغان راشد خان چې په دستکشو يې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ښکاري په سټرایک ولاړ ودرېد. په لوبغالي کې هیجان، د دواړو لوبډلو د مینه والو زړونه درزېدل. راشد خان د لوبغالي په اف سایډ شپږیزه ووهله خو د لوبې د بریا لپاره په وروستي توپ درې نورو منډو ته لا هم اړتیا وه. وېره دا وه، چې ښايي وروستی بال بې له منډې وشي، خو راشدخان... Читать дальше...



کابل کې د ښځینه سوداګرو نندارتون پرانېستل شوى

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سوداګرو ښځو نندارتون پرانېستل شوى دى.  د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې رویا حافظي ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ننداراتون کې چې پرون چهارشنبه پرانېستل شوى، ۷۰ سوداګرو ښځو ګډون کړی دی. د اغلې حافظي په خبره دا نندرتون، راځئ له مونږ توکي وپېرئ تر نامه لاندې د کابل کې په اریا ښارګوټي کې جوړ شوی دی. نوموړې وویل، دغه ننداراتون د پنځو ورځو لپاره د سهار له لسو د ماښام  تر اوو بجو پورې د مینه والو پر مخ پرانېستى دى. د سوداګرو ښځو دا نندراتون په داسې حال کې پرانېستل کېږي، چې... Читать дальше...

طالبان: د نجونو ښوونځیو په اړه د بهرنيانو فرمایشونه او فشارونه نه منو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وایي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني. وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت په ادرس له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو غبرګونونه تېز شول، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په دې برخه کې دوی د هېڅ یو بهرني هېواد فرمایشونه او فشارونو ته غاړه نه ږدي. د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي. Читать дальше...

حنفي: ګاونډيانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استعمالېږي.  په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره نیکې او ښې اړیکې غواړي. د طالبانو د ريیس الوزرا دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې اتم د ثور د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدینو د بري ورځ په ویاړ غونډه کې يې خبرې کولې ټینګار وکړ، چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډي ته خطر نه شته او ګاونډي هېوادونه... Читать дальше...

کابل کې سلګونه بېوزله کورنیو سره مرسته کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پر۴۰۰ بېوزله کورنیو  خوراکي توکي  وېشل کېږي. د مهر تاون په نوم د مرستندویه بنسټ مشر مولانا زهیر ازادی راډیو ته وویل، چې دا مرسته به په بېوزله او بې سرپرسته کورنیو او دغه شان معلولینو ووېشل شي. د نوموړي په خبره، دا مرسته د سوداګرو په همکاري ترسره کېږي، چې څلور قلمه مواد غوړي، وریجې، لوبیا او بوره په کې شامله ده. دا مرستې له یو شمېر بېوزله کورنیو سره په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان له طالبانو له واکمنېدو ورسته، دغه هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ او د بې روزګارۍ کچه هم په کې پرخه شوې ده. Читать дальше...

شنوونکي: د ثور اتمه په افغانستان کې د ختيځ او لويديځ ترمنځ لوبه وه

Pa.azadiradio.com 

د غویي اتمه نېټه په افغانستان کې د نجیب الله د حکومت له پای او د مجاهدینو له واکمنېدو سره برابره ده. دا ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریال د ورځې په نوم هم یادېږي. ۱۳۷۱کال د غويي ۸ هغه نېټه ده چې مجاهدینو د وخت ولسمشر نجیب الله ګوښه او دوی یې پر ځای واک ته ورسېدل. د مجاهدینو د حکومت مشرانو په خیبر پښتونخواه کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ موقت حکومت جوړ او کابل ته ننوتل. مجاهدینو هغه مهال د نجیب الله حکومت کمونیستي او د پخواني شوروي د یرغل په نتیجه کې تر رامنځته شوی حکومت باله. Читать дальше...



د مجاهدینو د بريا دېرشمه کليزه؛ دغه مجاهدین اوس څه غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

نن د ثور اتمه نېټه په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو د بریا له دېرشمې کلیزې سره برابره ده. په افغانستان د پخوانیو مجاهدینو له بریا نن دېرش کاله پوره شول، اوس ځينې دوی څه غواړي؟ پر طالبانو د یو شمېر پخوانيو مجاهدینو نیوکې او د ټولګډونه حکومت غوښتل. د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مرستیال محمد ناطقي وايي: "دوی نه شي کولای په دې ډول حکومت وکړي، حل لاره همغه سیاسي خبرې دي، یوه سیاسي هوکړه ده، د اصولو پر بنسټ او بیا د یوې ټول ګډونه ادارې جوړول." د افغان مجاهدینو بېلابېل جهادي تنظیمونه په... Читать дальше...

ځينې افغانان: کمېشنکارانو د پاکستان د وېزې بیه ۷۵۰ ډالرو ته لوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل او جلال اباد کې ځینې افغانان، چې غواړي پاکستان ته لاړ شي، وايي چې کمېشنکارانو د پاکستان د ويزې بیه ۷۵۰ ډالرو ته لوړه کړې ده. پاکستان د ورځې تر ۱۰۰۰ کسانو ته ويزې ورکوي او د هرې عادي وېزې فیس چې پخوا څه باندې ۸ ډالره و، په وروستیو کې معاف شوی دی، خو د ويزې افغان متقاضیان وايي، چې عملاً هره ويزه له ۵۰۰ ډالره تر ۷۵۰ ډالرو پورې پلورل کېږي. د داسې کسانو په منځ کې یو هم د کابل اوسېدونکی پنبه ګل دی. ده ازادي راډیو ته وویل: "ما غوښتل د پاکستان ويزه واخلم، کمېشنکار مې پیدا کړ، په ۵۰۰ ډالره یې... Читать дальше...

څنګه نارینه د کور ښځینه‌و ته د زده کړو فرصت برابرولی شي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې مخکې هم د نجونو او مېرمنو لپاره د زده کړو ډېر فرصتونه نه وو، په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه نه وو او که وو هم، ډېر کله د کور نارینه‌و نجونې او مېرمنې نه ور پرېښودلې. د ځوان فکر په خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ولې ځینې نارینه د خپل کور د نجونو او مېرمنو د زده کړو په وړاندې بې تفاوته دي؟ یا حتا مخه یې نیسي؟ په دې به هم له خپلو مېلمنو سره وغږېږو چې څنګه کېدلای شي نارینه د خپل کور نجونې او مېرمنې لوړو زده کړو ته وهڅوي او فرصت ورته برابر کړي؟ د خپرونې مېلمانه مو... Читать дальше...

د توريزم نړیوال سازمان د روسیې غړیتوب وځنډاوه

Pa.azadiradio.com 

د توریزم نړیوال سازمان پراوکراین د یرغل په خاطر د روسیې غړیتوب وځنډاوه. په مادرید کې مېشت د توریزم د نړیوال سازمان یوه ویاند وویل، چې د دې سازمان اکثریت غړیو پرون چهارشنبې په فوق العاده غونډه کې د دې پرېکړې ملاتړ وکړ.  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه پر سیاسي انګېزې شوې او غیرقانوني ده. د توریزم نړیوال سازمان چې ۱۶۰ غړي لري، مرکز یې د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې دی.

اوکراین راتلونکو اوونیو کې د درنو زيانونو د اوښتو خبردارى ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وایي، هېواد به یې سختې اوونۍ په مخکې ولري او خبرداری یې ورکړ چې د روسیې د پراخ یرغل په ترڅ کې به په ختیځ کې ډېرې ورانۍ او ځاني زیانونه رامنځته شي. نوموړي د جرمني په رامشټین امریکایي پوځي اډه کې د نړۍ د ۴۰ هیوادونو د چارواکو غونډې ته چې پرون یې دوهمه ورځ وه په اشاره وویل، دا غونډه د یوه داسې ریښتینې ایتلاف څرګندونه کوي چې هدف یې یوازې د کریملین مسئول پېژندل نه دي بلکې هدف یې د روسیې د ظلمونو مخنیوی دی ترڅو دا مسئله یقني شي چې متمدنه نړۍ دغه جګړه ګټلی شي.

ډاکتران: د ماشومانو د زېږون ترمنځ واټن مراعتول ګڼې ستونزې کموي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې یو شمېر ډاکتران وایي، کورنۍ باید د اولادونو د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي او فاصله نه مراعتول د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي او پردې سربېره کورنۍ له بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ستونز سره هم لاس او ګریوان کېږي. د کندز د حوزوي روغتون یو شمېر ډاکتران له ټولو کورنیو غوښتنه کوي، چې د زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونیسي، ځکه زیات شمېر ميندې د کورنۍ فشار او د دودېزو مسایلو له کبله د زېږون ترمنځ فاصله نه مراعتوي، چې له امله ډېرې وخت ميندې د زېږون پرمهال خپل ژوند او یا هم ماشوم له لاسه ورکوي. Читать дальше...

خلک: د پوست له لارې د اسنادو او توکو لېږد کې ځنډ ستونزو سره مخ کړي يوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه کسان چې د پوست له لارې یې له افغانستان څخه بهر یا هم له بهر څخه افغانستان ته اسناد او نور توکي لېږلي دي، شکایت کوي چې اسناد او توکي یې په وخت نه رسېږي او د ډېر وخت لپاره ځنډېږي چې دې ځنډ دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نورو خدماتو ترڅنګ پوستي خدمتونه هم ټکني شول چې په دې لړ کې ځینو خصوصي پوستي شرکتونه خپل فعالېتونه ودرول. ځینو هغه کسانو، چې په دې وروستیو کې یې د پوست له لارې اسناد او توکي لېږلي دي، ازادی راډيو ته وویل چې اسناد او توکي يې په وخت نه رسېږي چې له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

موسسې: ډېرى افغان کورنۍ په وچه ډوډۍ روژه ماتوي

Pa.azadiradio.com 

سېف دي چلدرن موسسه وايي، چې سږنۍ روژه د افغانانو لپاره تر ټولو سخته روژه ده. د دې ادارې پر اساس، د معمول خلاف چې په روژه ماتې کې به د افغانانو پر دسترخوان څو ډوله خواړه وو، سږ کال ډېرى افغانان په وچه ډوډۍ روژه ماتوي. سېف دي چلدرن وايي، سږنۍ روژه د بېوزلۍ او سختې لوږې د ډېرېدو له کبله د افغانانو لپاره تر ټولو سخته روژه وه. سېف دي چلدرن پرون په یوه بیان کې وویل، له کله چې د تېر کال په اګست کې طالبان واک ته رسېدلي افغانستان له شدید اقتصادي بحران سره مخامخ دی او له دې کبله د افغانستان نیمايي وګړي په تېره بیا ماشومان په نس نه مړېږي. Читать дальше...

روسىې اوکراین ته د امریکایي هيليکوپټرو ورکړه لويه سرغړونه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پوځي تخنیکي همکاریو فدرالي ادارې اوکراین ته د هغو هيلیکوپټرو ورکړه له نړیوال قانون او د روسیې او امریکا ترمنځ له شوي قرارداد څخه لویه سرغړونه وبلله چې په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان وسله والو ځواکونو ته په پام کې نیول شوې وې. د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې دغې ادارې پرون په یوه بیان کې د متحدو ایالتونو د دغې پرېکړې په وړاندې اعتراض څرګند کړی، هغه یې خپلسري پرېکړه بللې او ویلي یې دي چې د هغه قرارداد له مخې چې د روسیې د وسلو د صادراتو، روسوبورون ایکسپورټ کمپنۍ په ۲۰۱۱ کال د امریکا... Читать дальше...

طالبان: داعش ډله ۹۸ سلنه له منځه وړل شوې او نور ګواښ نه ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، چې د داعش ډله یې په افغانستان کې ۹۸ سلنه له منځه وړې او نور دا ډله ګواښ نه ده.  طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په کابل، کندوز، او بلخ ولایتونو کې پر له پسې حملو لسګونه افغانان ووژل او ډېر نور ژوبل کړل. د ځینو حملو مسوولیت داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې په غاړه واخیست. پرون هم د طالبانو له اعلان سره هممهاله د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالي کې ۵ تنه، چې په خټه هزاره وو، له موټرو کښته او ووژل شول. که څه هم تر دې دمه د دغو کسانو د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه... Читать дальше...

طالبانو پر رسنیو نوى بنديز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت رسنیو ته ویلي، چې سوداګریز اعلانونه تر خپرولو مخکې دوی ته وښيي. خبریالان وايي، چې د طالبانو ادارې ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي چې د هر راز سوداګريز اعلان په اړه له دوی سره مخکې تر مخکې همغږي وکړي.  خو خبریالان د طالبانو دا پرېکړه د رسنیو د ازادیو د محدودولو لور ته یو بل ګام بولي. دا لیک د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ د مرستیال او د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته استول شوی دی.


Музыкальные новости
Виктор Цой

Песни Виктора Цоя исполнит оркестр в Хабаровске





Rss.plus
Игорь Бутман

Концерты оркестра Бутмана посмотрели более 50 миллионов китайцев




31 мая в Москве ожидается переменная облачность, возможен дождь

Проект студенческого Профкома «Мой край – моя Сибирь» поддержан Правительством Иркутской области и Общественной палатой РФ

Лучшие в своей сфере. В России составят именной рейтинг юристов

В Коломне идет конкурс для предпринимателей на субсидию более 1,6 млн рублей




د نغدو بشري مرستو دوام؛ یوه بله بسته کابل ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک پرون چهارشنبې اعلان وکړ، چې د نغدو بشري مرستو په دوام کې یوه بله بسته کابل ته ورسېده. د دغه بانک پر اساس، دا د نغدو پیسو شپږویشتمه بسته ده او ارزښت یې ۳۲ ميليون ډالره دی. له دې سره تراوسه پورې کابل ته ۷۶۱ ميليونه ډالره لېږل شوي دي.

طالبان: اسلام کلا کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلى

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د اسلام کلا او د ایران د دوغارون ترمنځ د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ له شخړې وروسته د هرات ولایت د اطلاعلاتو او فرهنګ ريیس نعیم الحق حقاني وايي چې اوس په پوله کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی. حقاني پرون په یوه ټویټ کې همداراز ویلي، چې د دوو هیوادونو ترمنځ د موټرو تګ راتګ هم بېرته پیل شوی دی. له بلې خوا د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا د ایراني سرچینو او د سپوږمکیو د تصویرونو پر اساس ویلي چې ایران پولې ته ګڼ شمېر کومکي ځواکونه او جنګي وسایل لېږدولي دي.... Читать дальше...

ايران په مزار کې د شیعه ګانو جومات د قربانیانو کورنیو سره مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي  چې په مزارشریف ښار کې د ایران کونسلګرۍ د بلخ ولایت د شیعه ګانو د جومات د قربانیانو له خپلوانو سره مالي مرسته کړې ده. د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۵۰۰ ډالره او د ټپي کورنۍ ته ۲۵۰ ډالره مرسته ورکړل شوې ده.

اروپايي ټولنې پولنډ او بلغاریا ته د ګازو پر پرچاوۍ غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د روسیې له لوري پولنډ او بلغاریا ته د ګازو پر پرچاوۍ غبرګون وښود، ویې ویل چې د روسیې د دې اقدام په وړاندې به له یو بل سره په همږغۍ ځواب ووايي. روسیې د چهارشنبې په ورځ پولنډ او بلغاریا ته د ګازو صادرات ودرول او ویې ویل چې دا کار په دې خاطر کوي چې دا هیوادونه د ګازو په بدل کې روسي روبل نه ورکوي.  اروپايي ټولنې له وړاندې څخه اندېښنه لرله، چې روسیه به د خپلو ګازو صادرات اروپايي هیوادونو ته ودروي.

د ای پي ايل سیالیو دوام؛ ګجرات لوبه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل د سیالیو په دوام کې ګجرات ټایټانس لوبډلې تېره شپه د حیدراباد سنرایزر ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه. راشدخان، چې د آی بي ایل د دې دورې په سیالیو کې په ګوجرات ټایټانس کې لوبېږي، تېره شپه هم ښه بیټنګ وکړ، ده په ۱۱ توپونو ۴ شپږیزې ووهلې او ټولټال یې ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. دې سیالۍ ګوجرات ټایټانس لوبډله د هند د غوره لیګ د جدول سر ته راوسته.

ایا طالبان د فشار له لارې پر نجونو د ښوونځیو پرېښودل غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

ایا طالبان پر نجونو زده کوونکو او د هغو پر ښوونکو د فشار راوړولو له لارې غواړي چې نجونې په خپله ښوونځي پرېږدي؟ عصمت څاروان په دې اړه د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو او سیاسي چارو له نظرخاوندې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې، لومړی یې ورته ویلي، ځینې ښوونکې او زده کوونکي وايي چې طالبان په دې ډول مقرراتو غواړي چې نجونې ښوونځیو ته لاړې نه شي؟ تاسو هم داسې فکر کوئ او که طالبان د خپلو ځانګړو عقایدو له کبله دا ډول اقدامات کوي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:



Москва

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Башмет

С 31 мая по 7 июня 2024 в Самаре пройдет детская академия Башмета




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России