Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 04.04.2022

یوه نړیواله سروې: افغانستان کې رنځ یوې بې‌سارې اندازې ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خلکو د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې سروې نتیجه ښیي چې په دې هېواد کې ربړ (رنځ) یوې بې‌سارې اندازې ته رسېدلی دی. دغه سروې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګالوپ مؤسسې ترسره کړې، نتیجه‌یې ښيي چې د افغانستان ۹۴ سلنه وګړو ویلي چې ژوند یې دومره خراب شوی چې هغه له کړاو او رنځه ډک انګېرل کېدای شي. د دغې سروې له مخې ۹۶ سلنه ښځې او ۹۲ سلنه نارینه له دغسې حالت سره مخامخ دي. دا په افغانستان کې د کړېدلو خلکو اندازه نه‌ده چې په بې‌ساري توګه لوړه شوې، بلکې له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې ګالوپ د... Читать дальше...

د امریکا ځانګړی استازی: افغانان لېواله دي چې ژر نجونې ښوونځیو کې وګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، افغانان لېواله دي چې ژر نجونې په منځنۍ او لېسې ښوونځیو کې وګوري.  وېسټ نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې تړاو یې پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي او خبرې یې سره کړې دي.  نوموړي وړاندې ویلي، دوی د افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه ملي مشورتي بهیر پر اړتیا هم خبرې کړې دي.  طالبانو د نوي تعلیمي کال په پيل کې وویل چې د نجونو منځنۍ او لېسې ښوونځي به تر دوهم اعلان پورې تړلي وي، خو دوی د دغه ځنډ لپاره وخت مشخص نه‌کړ.

بلخ کې دیني علماوو له طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانیستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې دیني علماوو له طالبانو غوښتنه وکړه چې نجونو ته په ټول هېواد کې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي پرانیزي. په دې اړه پرون د مزار شریف ابوذر غفاري دارالعلوم کې لویه غونډه جوړه شوې وه. د دارالعلوم مشر محبوب‌الحق مخدوم‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دوی ځکه له ممبره د نجونو د تعلیم غږ اوچتوي چې په خبره‌یې اسلام دا حق نجونو ته ورکړی دی. ده وویل، غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ژر تر ژره د نجونو د جامو طرحه نهایي او د ښوونځیو د بیا پرانیستې اعلان دې وکړي.



د امریکا ځانګړې استازې: طالبان د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه یوه خوله نه‌دي‌

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه یوه خوله نه‌دي‌. اغلې امیري ویلي، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه‌مني، پر دوی لګول شوي بندیزونه به کم نه‌شي او نه به هم په رسمیت وپېژندل شي‌.  دې د ترکیې له ټي‌ار‌ټي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د طالبانو یوه ډله د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو پرانیستل سمه پرېکړه بولي‌: "زه باور لرم چې په طالبانو کې داسې کسان هم شته چې د ښځو او نجونو د ښوونځیو... Читать дальше...

د پاکستان ولسمشر: عمران خان به د سرپرست صدراعظم تر ټاکلو دندې ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دفتر نن اعلان وکړ چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به تر هغو چې سرپرست صدراعظم نوي ټاکل شوی، د صدراعظم په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي. خو د ولسمشر دفتر ونه‌ویل چې سرپرست صدراعظم به کله ټاکل کېږي او نوي انتخابات به کله ترسره کېږي، خو د ولسمشر دغه بیان دا معنی لري چې په درې میاشتو کې به انتخابات ترسره کېږي. د پاکستان ولسمشر پرون وروسته له هغې چې صدراعظم عمران خان ورته د مرکزي پارلمان یا قامي اسامبلې د ړنګولو سپارښتنه وکړه، سمدستي مرکزي پارلمان ړنګ کړ. د اپوزېسیون ګوندونه... Читать дальше...

د چین د شانګهای ښار ۲۶ ملیونه اوسېدونکي د کرونا معاینه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د چین حکومت شانګهای ښار ته د کرونا د معاینې په چارو کې د مرستې لپاره په زرګونه روغتیايي کارکوونکي ولېږل. د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، تر ۱۰ زرو ډېر روغتیايي کارکوونکي شانګهای ته رسېدلي دي. پام کې ده د شانګهای ټول ۲۶ ملیونه اوسېدونکي په داسې حال کې معاینه شي چې نن دوشنبه هم په‌کې د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دا په چین کې د عمومي روغتیا په برخه کې تر ټولو لوی اقدام ګڼل کېږي.

د اوکراین چارواکي د روسیې له‌خوا د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنه کوي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د سلګونو مړو تر موندل کېدو وروسته اوس د اوکراین چارواکي د روسیې له‌خوا د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنه کوي. د خپرو شویو تصاویرو له مخې له ځینو موندل شویو جسدونو ښکاري چې لاسونه‌یې تړل شوي او له نږدې فاصلې ورباندې ډزې شوي. د روېټرز اژانس په حواله، وروسته له هغې چې روسي ځواکونه د اوکراین پر نورو برخو پر حملو د بیا تمرکز لپاره له څو ساحو ووتل، دغه مړي کیف ته په نږدې پرتو ښارګوټو کې موندل شوي دي. پر اوکراین د روسیې د یرغل یوه میاشت اوړي، خو روسیې تر اوسه د اوکراین کوم لوی ښار نه‌دی نیولی.

د هنګري صدراعظم پرونیو عمومي ټاکنو کې د خپل ګوند د بریا ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان تر مشرۍ لاندې واکمن ګوند ظاهراً په پرونیو عمومي ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه، هغه تېره شپه د خپلو ملاتړو مننه وکړه. هغه دغه بریا د اپوزېسیون د شپږو ګوندونو د ډلې په وړاندې خپلوي. دا د دغه مستبد رهبر لپاره چې ۱۲ کاله‌یې پر هنګري واکمني کړې، یو لوی چلنج ګڼل کېده. د ټاکنو کمېټې ویلي، د لومړنیو نتایجو له مخې فیدیز ګوند د پرونیو عمومي ټاکنو ۵۵ فیصده رایې ګټلې دي.



د پاکستان حکومت د کابینې دفتر: عمران خان نور صدراعظم نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د کابینې دفتر اعلان کړی چې عمران خان نور صدراعظم نه‌دی. دا خبره د کابینې دفتر یکشنبه په یوه اعلامیه کې کړې ده. علت‌یې دا راوړی چې ولسمشر عارف علوي د پاکستان پارلمان منحل کړی دی. په بیان کې زیاته شوې چې د اساسي قانون له مخې د پارلمان تر منحل کېدو وروسته صدراعظم هم له خپلې دندې لیرې کېږي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون د صدراعظم عمران خان په غوښتنه د دغه هېواد پارلمان منحل کړ. عمران خان دا غوښتنه د مخالفو ګوندونو د عدم اعتماد د رایې په غبرګون کې کړې وه. یکشنبه د پارلمان... Читать дальше...

سالنګونو کې یوې ټرافیکي پېښې درې کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

په سالنګونو کې یوې ټرافیکي پېښې درې کسان وژلي دي. د باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه یکشنبه ناوخته د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس عبدالله عبید ویلي چې یوه لوی بار وړونکي موټر د چپه کېدو پر وخت یو مسافر وړونکی سراچه موټر لاندې کړی دی. په پېښه کې د مسافر وړونکي موټر درې سورلۍ وژل شوي او موټر یې بشپړ له‌منځه تللی دی.

افغان جاپان روغتون: د روغتیا سازمان له تړون سره مو ستونزې تر ډېره هوارې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغان جاپان روغتون چارواکي وايي د روغتیا نړیوال سازمان ورسره تړون لاسلیک کړی او د دوی ستونزې تر ډېره هوارې شوي. مخکې راپورونه و چې د افغان جاپان روغتون د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د افغان جاپان روغتون په کابل کې د کرونا د ناروغانو د درملنې یو لوی او اصلي مرکز دی. د دغه روغتون مشر زلمي رشتیني ازادي راډیو ته وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ورسره د پنځو میاشتو لپاره د مالي ملاتړ په هدف تړون لاسلیک کړی دی. د هغه په خبره د دغه تړون په اساس د افغان جاپان... Читать дальше...

د افغانستان فوټسال ملي ټیم د اسیا اتلولۍ جام د غوراوي پړاو لپاره بشکېک ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیا اتلولۍ جام د غوراوي پړاو لپاره نن د قرغزستان پلازمېنې بشکېک ته ځي. د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې د اسیايي جام غوراوي سیالۍ چهارشنبه پيلېږي. افغانستان په خپله ډله کې له ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره مخ دی. د فوټسال اسیايي لوبې دوه میاشتې وروسته د کوېټ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د ایران سینما ښځینه ستورو له سیستماتیکو جنسي ځورونو او زورزیاتیو پرده پورته کړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران لسګونه فلمي ستورې او د فلم د تولیدي کمپنیو ښځینه کارکوونکو د سیستماتیکو جنسي ځورونو او باج‌ګیرۍ د افشا له کمپاینه ملاتړ کړی دی. دا کمپاین چې په‌کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځو ګډون کړی او خپل نومونه‌یې ورکړي د (زه هم) یا (me_too_movement_iran) په نوم له څو ورځو راهیسې مخته روان دی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره‌یې د جنسي ځورونو او باج‌ګیریو د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده. دوی ادعا کړې ده چې د ایران د سینما په صنعت کې ځیني واکمن کسان په دې لټه کې وي چې له خپل موقف نه په استفادې ښځې تهدید کړي یا ان جنسي زورزیاتی ورسره وکړي. Читать дальше...

د هندوستان او ترکمنستان ولسمشرانو افغانستان کې د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان او ترکمنستان ولسمشرانو له افغانستان سره په همکارۍ او د ټاپي پروژې د امنیت په تأمین باندې ټينګار کړی دی. د هندوستان ولسمشر رام نات کوویند د اوونۍ په سر کې ترکمنستان ته تللی و او هلته‌یې په دوه اړخیزو مسئلو سربېره د افغانستان په روان وضعیت هم له خپل سیال سره خبرې کړې دي. هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان ثبات د سیمې د ګازو د انتقال د یوې لویې پروژې (ټاپي) لپاره حیاتي ارزښت لري. د هند ولسمشر رام نات کوویند دا خبره له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره په عشق‌اباد کې په یوه رسمي لیدنه کې کړې ده. Читать дальше...

نیوزیلند له بې‌وزله افغان بزګرو سره د اصلاح شویو تخمونو او نغدو پيسو مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلند د دوو میلیونو ډالرو په مرستې سره به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په دې وتوانېږي چې په ننګرهار، کندز، پروان او میدان وردک ولایتونو کې ۹۵ زره بزګرو سره مرسته وکړي. په مرستو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نغدې پيسې شاملې دي. دا معلومات د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې (اېف اې او) په یوه پرونۍ اعلامیه کې راغلي دي. د «اېف اې او» د افغانستان څانګې مشر ریچارډ ټرینچارډ په حواله راغلي چې په دې حساس وخت کې له افغانانو سره د بېړنیو مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د نیوزیلند له لومړنۍ مرستې هرکلی کوو. Читать дальше...

یو اېس ټوډې: د چاپېریال ناوړه شرایطو او بندیزونو افغانان له قحطۍ سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

ډیجیټال ژورنال له کاناډا خپرېدونکې ډیجیټال ژورنال خپرونې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او مخدره موادو د له‌منځه وړلو لپاره د طالبانو د مشر نوي فرمان ته پام اړولی او لیکي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په دغه نوي فرمان کې چې د یکشنبې په ورځ‌یې ورکړی، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په مطلق ډول منعه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که له دې وروسته چا په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه وکړه، نو کښت به‌یې له‌منځه وړل کېږي او د اسلامي شریعت له مخې به ورسره چلند کېږي. د دغه فرمان له... Читать дальше...

معتادان: زندان کې مو مياشتې تېرې شوي، خو طالبان بيا هم کور ته د تلو اجازه نه‌راکوي

Pa.azadiradio.com 

په زندانونو کې معتادان شکايت کوي چې په زندان کې يې څو مياشتې تېرې شوي، خو د طالبانو حکومت بيا هم کورونو ته د تلو اجازه نه‌ورکوي. که څه هم دا معتادان په زندان کې د خوراکي موادو په اړه خوښ دي، خو وايي چې د نشه‌يي موادو پرېښودلو لپاره د ډاکترانو او درملو اسانتيا نه‌لري.  صابرشاه یو له دغو کسانو دی چې پخوا یې چرس څکول او شپږ میاشتې مخکې د طالبانو حکومت زنداني کړ، خو په دې موده کې يې د ډاکتر او درملو پرته چرس پرېښي او اوس په زندان کې د چرسو پر ځای په نسوارو خپل خمار ماتوي. د فراه ولايت صابرشاه... Читать дальше...

له نشه‌يي موادو سره د طالبانو د مبارزې لومړۍ دورې پولیسو فعاليت پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۵۰ تنو افسرانو او پولیسو ته لنډمهاله زده‌کړې ورکړې. دې پولیسو ته د یوه لنډمهاله سمينار په بهیر کې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو په اړه زده‌کړې ورکول شوې. د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پولیس په اتو برخو کې روزل شوي دي، خو په دې روزنه کې د کوکنارو د کښت مخنيوی او اړول نه‌دي شامل. د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئیس حسيب‌الله احمدي وايي چې دا تربيتي دوره ۱۵ ورځې وه... Читать дальше...



Москва

POMPEYA и O! МАРГО выступят на фестивале «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати проучил нового владельца “Black Star Burger” и перепродал его долги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Янник Синнер

Россиянин Котов уступил итальянцу Синнеру в третьем круге "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России