د افغانستان د پاسپورټ د وېش بهیر بیا وځنډېد
که څه هم د طالبانو حکومت یو ځل بیا د پاسپورټونو لپاره د انلاین فورمو ډکولو بهیر وځنډاوه، یو شمېر هغه کسان چې غواړي پاسپورټ واخلي وايي، له دې چې د پاسپورټ اخیستلو ته ډېر په تمه پاتې شول، نور ستړي شوي او د صبر کاسهیې په نسکورېدو ده. له دوی یو شمېر چې بېړني ناروغان لري او یا هم په خپلو کارونو پسې له هېواده بهر سفر کوي وايي، له دوه میاشتو زیات کېږي چې د پاسپورټ اخیستو لپاره د پاسپورټ ریاست ته ورځي، خو یا ترې رشوت غوښتل کېږي او یا هم د رد ځواب ورکول کېږي. شفیق او شکرالله چې غواړي پاسپورټ جوړ کړي ازادي راډیو تهیې وویل... Читать дальше...