Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 22.04.2022

کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن مازدیګر د کندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

تازه خبر: د کندز دننه په جومات کې د چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن مازدیګر د کندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.  هغه وویل، په پېښه کې ۳۳ ولسي خلک چې ماشومان هم په کې دي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان دي. مجاهد دغه پېښه غندلې او عاملينو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه. تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

د دشت برچي پېښې په غبرګون لاریون؛ طالبانو يې په ډزو مخه نيولې

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لوېدیځ کې د وروستیو امنیتي پېښو په غبرګون کې د عامو خلکو او د قربانیانو کورنیو او خپلوانو لاریون ترسره کړ. هزاره توب جرم نه دی، د هزار ګانو وژل بس کړئ! دا هغه شعارونه وه چې نن جمعه په کابل کې په دشت برچي سیمه کې د هزاره وګړو، پر عبدالرحیم شهید ښوونځي د برید د پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو د یو لاریون په لړ کې ویل. د دغه لاریون یوې تنظیموونکې عاطفې فاطمي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې لاریون د ترسره کولو هدف د خلکو له لوري د ځانونو د امنیت غوښتنه وه. هغې زياته کړه: "نور د خلکو... Читать дальше...



ځينې صرافان: د طالبانو نوې طرحه به ناقانونه فعالیتونو ته لار هواره کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د شهزاده سرای یو شمېر صرافان د طالبانو په رهبرۍ د افغانستان بانک له لوري د کار د جوازونو په اړه د نوې پرېکړې يه غبرګون کې وایي چې د دغې طرحې د عملي کولو توان نه لري. د کابل ښار یو شمېر صرافانو د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک له لوري د نوې طرحې په اړه غبرګون وښود. په دغه طرحه کې راغلي، صرافان باید د کار د جواز لپاره ۵ میلیونه او د پیسو خدماتو شرکتونه باید ۵۰ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه دغه بانک ته وسپاري. د شهزاده سرای یو صراف چې ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي... Читать дальше...

کندز کې د جومات دننه چاودنې ګنو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جامع جومات کې چاودنه شوې ده.  د سیمه ییزو سرچنیو د معلوماتو له مخې، نن جمعه مازیګر مهال ګڼ شمېر دینې عالمان، دمدرسې حافظان او عام خلک د همدې مدرسې په خانقا کې پر ذکر بوخت وو، چې پرې چاودنه شوې او له امله زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو دقیق شمېر یې لا نه دى روښانه شوى.  دغه جومات د اهل سنت د پيروانو دي. د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني هم دغه پيښې تایید او وايي، چې ددې پيښې جزييات وروسته له رسنیو سره شریک کوي. د مولوي... Читать дальше...

د کابل پر دارالامان سړک او کندز کې د جومات دننه چاودنې شوي

Pa.azadiradio.com 

څو شېبې مخکې د کابل ښار د دارالامان پر سړک کفایت سنټر ته څېرمه درنه چاودنه وشوه. ​تراوسه پورې د پېښې جزييات نه دي په ډاګه شوي او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي. په سيمه سرچينې وايي، ماين د سړک غاړې ته ځاى پر ځاى شوى و چې د طالبانو رينجر موټر يې نښه کړ.  په همدې حال کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جامع جومات کې چاودنه شوې ده. د سیمه ییزو سرچنیو د معلوماتو له مخې، نن جمعه مازیګر مهال ګڼ شمېر دینې عالمان، دمدرسې حافظان او عام خلک د همدې مدرسې په خانقا کې پر ذکر بوخت وو، چې... Читать дальше...

له روسیې د هند او بريتانيا غوښتنه؛ په اوکراین کې سمدستي اوربند وکړئ

Pa.azadiradio.com 

هند او بریتانیا له روسیې وغوښتل، چې په اوکراین کې سمدستي اوربند وکړي. د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره نن ګډې خبرې غونډې ته وویل، چې دواړو لوریو د اوکراین د ستونزې د هواري لپاره پر خبرو او دیپلوماسۍ ټینګار وکړ. بوریس جانسن پرون په دوه ورځني سفر هند ته ولاړ. هند تر اوسه پر اوکراین د روسیې مداخله نه ده غندلې او د روسیي وسلو یو ستر واردونکی هېواد دی.

د طالبانو محدودیتونه؛ خلک: د مېله ځايونو خوند پيکه شوى

Pa.azadiradio.com 

د جمعې په ورځو تفریحی سیمو او د طبیعت شنو غرونو لمنو ته تلل د افغانستان د خلکو په تېره بیا د کابل د خلکو له ډېر پخوا راهیسې دود دی. خو یو شمېر هغه کسان چې مېلو ته د تګ او تفریح کولو لېواله دي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته مېلو خپل پخوانی خوند او فضا له لاسه ورکړې ده. د کابل اوسېدونکې شيرين ګله چې د ډېرو نورو کورنيو په څېر مېلو ته تلل یې خوښېږي، وايي چې پخوا به د جمعې په ورځو او نورو مناسبتونو کې له خپلې کورنۍ سره تفريحي پارکونو ته تلله. خو شیرین ګل وايي، د طالبانو له خوا... Читать дальше...



د نا امنۍ پېښې او اندېښنې؛ طالبان: بلخ کې مو د پروني بريد طراح نيولی

Pa.azadiradio.com 

په مزار شریف کې د اهل‌تشیع پر جومات د پروني برید وروسته چې لږ تر لږه ۲۵ تنه په کې ووژل شول، طالب چارواکي د دې حملې د طراح له نیولو خبر ورکوي.   د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، یاد کس په دې ولایت کې د داعش مسوول او د دې بریدونو طراح وو.  "د دې بریدونو د تعقیب په موخه استخباراتي ځواکونه وتوانېدل چې د پېښو طراح چې د داعش ډلې مسوول هم ونیسي. دی په تېر کې په بلخ او اوسنیو عملیاتو تر شاه و چې د ملکي خلکو خصوصا زموږ د اهل‌تشیع هېوادوالو ترمنځ یې چاودنه وکړه. په دې پېښه کې نور ښکېل کسان تر څارنې لاندې دي. Читать дальше...

د پوتين ادعا: د اوکراين ماريوپول ښار مو ازادی کړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په خبره، «ازاد کړی دی». په عین وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین لپاره د اته سوه میلیونه ډالرو د مرستې د اعلان پر وخت د پوتین پرونۍ ادعا د ((شک وړ)) بللې او تر پوښتنې لاندې یې راوستې. بایډن بېګا وویل، د پوتین پر دعوو سربېره، ((داسې هېڅ شواهد نه شته چې ګواکې ماریوپول دې بشپړ سقوط شوی وي.)) اوکرایني ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د نوموړي مننه کړې خو ویلي یې دي چې هېواد یې لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري. Читать дальше...

عمران خان د اسلام اباد پر لور د لاريون اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني صدراعظم عمران خان د نوي حکومت پرضد تر لاهور وروسته د اسلام اباد پر لور د احتجاجي لاریون اعلان کړی دی. نوموړي بېګاه په لاهور کې ولسي غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې حکومت یې د بهرني سازش په نتیجه کې ړنګ شو. عمران خان تر دې مخکې هم ادعا کړې چې پخوانیو مخالفو سیاسي ګوندونو د امریکا په ملاتړ د ده پرضد د صلب اعتماد د رایګیري طرحه ورکړې وه. د پاکستان د اېتلافي حکومت ګوندونو او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی. عمران خان د لاهور غونډې ته وویل... Читать дальше...

لندن کې افغان سفارت: درې رنګه ملي بيرغ د هېواد وياړلي تاريخ سمبول دی

Pa.azadiradio.com 

سفارت په دې اړه په ټویټر باندې دا بیان د هغې ویډیو تر خپرېدو وروسته ورکړی چې پکې یوه کس د طالبانو په پلوۍ سپین رنګه بیرغ د سفارت مخ ته رپوي او ادعا کوي چې دا بیرغ به په ټوله نړۍ پورته شي. https://twitter.com/AfghanistanInUK/status/1517093097636831232 په بریټانیا کې د افغانستان د سفارت په ټوېټر پاڼه په خپاره شوي بیان کې راغلي: «بیرغ د هیواد د ویاړلي او لرغوني تاریخ سمبول دی. د افغانستان ملي بیرغ د آزادۍ، مبارزې او یووالۍ نښه ده چې تل لوړ او همداسې رپانده پاتې کیږي.» د طالبانو د حکومت څه باندې... Читать дальше...

بلخ: يو تن طالبانو سره نښته کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

دا خبره د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په ټوېټر باندې لیکلې، چې تېر ماښام د مزارشریف د دوهمې حوزې اړوند بابه قمبر په سیمه کې یو کس له خپل کور څخه په طالبانو ډزې کولې په مقابلو ډزو کې ووژل شو. اخوا ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې راغلي چې وژل شوی کس د بلخ د پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند د یوه مشر عطامحمد نور خوریی سهیل زمری و. په رپوټونو کې زیاته شوې چې سهیل زمري په مزارشریف کې یوه وسله واله ډله درلوده او په طالبانو یې د برید پلان جوړ کړی و.

نور رحمان: پر نشه روږدي کسان د خپلو کورنيو غړو ته زيان رسوي

Pa.azadiradio.com 

نور رحمان له دېرشو کالو راهیسې په یوه نادولتي اداره کې د اجتماعي کارکوونکي په توګه کار کوي، دی معتادینو ته مشورې ورکوي او د نشې په پرېښودلو کې مرسته ورسره کوي. نور رحمان وايي چې له معتادینو سره د کار په جریان کې يې له معتادینو څخه ډېرې غمجنې کيسې اورېدلي. نور رحمان د یوه داسې معتاد کیسه کوي چې د بې احتياطۍ له امله يې خپل زوی د بلا خولې ته ورکړی دی. دا چې د دې معتاد له لاسه څنګه خپل زوی ووژل شو؟ دا به د نور رحمان له خولې واورو:

نيمروز کې زنداني شوي دوه زر معتادان؛ ۵۰۰ يې ازاد کړی شول

Pa.azadiradio.com 

دلته د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې هوايي ډګر ته نژدې په يوه زندان کې له څو مياشتو راهيسې یو زر او اته سوه معتادان له دې امله ساتل کېږي چې نشه پرېږدي. له دوی څخه پنځه سوه يې تازه تر نشې پرېښودلو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.  د نيمروز ولايت د معتادانو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسئول ډاکتر خليل کاظمي ازادۍ راډيو ته وويل، په دې تداوي شويو ناروغانو کې ځينې يې نورې ناروغۍ هم لري چې د نشې تر پرېښودلو وروسته به يې درملنه وشي.    " موږ نژدې (۵۱) ناروغان درلودل چې د تور او سپين ژړي ناروغۍ... Читать дальше...

د کوکنارو د کښت نوی فصل؛ کروندګر: موږ ته بديل معيشيت نه دی راکول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې داسې مهال له کوکنارو څخه تارياک راټول شول چې څو ورځې وروسته په دې ولايتونو کې د کوکنارو نوی فصل پيل کېږي. د افغانستان تاوده ولايتونه د کوکنارو د څلورو فصلونو لپاره مناسبه هوا او اوبه لري، د دې ولايتونو بزګران وايي دوی ځکه د کوکنارو کښت ته مخه کړې چې وچکالي ده او نور زراعتي محصولات يې مناسب بازار نه لري. د روزګان ولايت يو بزګر ولي جان او کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله تازه له خپلو کوکنارو څخه تارياک راټول کړي او خپلې ځمکې د بل کښت لپاره چمتو کوي. Читать дальше...

د اوکراين ماريوپول ښار کې کلا بند ملکيان؛ پوتين: حمله پرې وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې، د اوکراین د ماریوپول ښار د ازوف ستال د پولادو په فابریکه کې سلګونو اوکرایني ملکیانو، ماشومانو او ټپي شویو دفاع کوونکو پناه اخیستې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د خپل هېواد دفاع وزیر ته وویل، دا صنعتي سیمه داسې ایساره کړي چې یوه ماشه هم ورڅخه ونه تښتي. د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو په دې غونډه کې، چې له تلویزیون څخه خپرېده، ولادیمیر پوتین ته په ځواب کې وویل چې په ازوف ستال کې تر ۲ زره ډېر اوکرایني پوځیان پاتې دي. پوتین په ځواب کې وویل چې پر دې ستره صنعتي سیمه حمله به د ډېرو روسي سرتېرو ژوند واخلي. Читать дальше...

جوبايډن د اوکراين لپاره پوځي مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (پنجشنبې) اوکراین ته یوه بله ۸۰۰ ملیون ډالري مرسته اعلان کړه. بایډن وویل، د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د نویو حملو په وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیا د پیاوړتیا لپاره د ۸۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پوځي او امنیتي مرسته اوکراین ته ورکوي. ولسمشر بایډن د امریکا ولس ته په وینا کې، د خپل هېواد له کانګریس څخه وغوښتل چې اوکراین ته د وسلو د ورکولو لپاره دا اضافي بودجه تصویب کړي.

کابل کې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه د غلا په تور نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې د یوې ښځې په شمول یې ۵ تنه د کابل له یوه کوره د قیمتي شیانو د غلا په تور نیولي دي. باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویندوی خالد ځدراڼ په قول پرون ویلي چې دا کسان د پلازمېنې په اتلسمه امنیتي حوزه کې نیول شوي دي. اژانس نور جزییات نه دي ورکړي. تر دې مخکې د کابل ځینو ښاریانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په وروستیو کې په کابل کې د غلاوو په شمول جنايي پېښې زیاتې شوې دي.


Музыкальные новости
Юрий Башмет

В Самарской области пройдут мероприятия детской музыкальной академии Башмета





Rss.plus
Михаил Кутушов

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов




Врач: в Москве вскоре начнется второй пик аллергического сезона

Дума предложили дать многодетным право бесплатного проезда по платным дорогам

Свыше 550 учащихся Подмосковья стали победителями чемпионата «Абилимпикс»

Москва возглавила топ направлений для туризма россиян в первый день лета




چين د طالبانو له حکومت او پاکستان د خپلمنځي اختلافاتو د هوارۍ غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

چین پرون (پنجشنبې) له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په خپل منځ کې اختلافونه یا اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي. چین دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او لږترلږه ۴۷ تنه پکې ووژل شول. پر دغو حملو د اعتراض لپاره طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. پاکستان هم په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافېر احضار کړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل، د دوو متحدانو... Читать дальше...

ايران: طالبان دې راسره د هلمند سيند اوبو مسله ژر تر ژره حل کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د هلمند سین د اوبو د حق په اړه د ۱۹۷۳ لمریز کال موافقه رعایت کړي. د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د اوبو مسله ژر تر ژره حل کړي. مخبر د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د سیمه ییزې همکارۍ ادارې ته په خطاب کې له هغوی وغوښتل چې په کابل کې پر واکمنو فشار راوړي څو د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۹۷۳ م کال د اوبو د موافقې پر اساس له ایران سره د منل شویو اوبو برخه ومني.

پاکستان کې خراب اقتصادي وضعيت؛ د پيسو له نړيوال صندوق يې د پور غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د نوي حکومت د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل پرون (پنجشنبې) واشنګټن ته روان شو چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د هغو پورونو په اړه خبرې وکړي چې دغه صندوق یې پاکستان ته ورکړه درولې ده. د پیسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف د پاکستان مخکیني حکومت ته د ۶ ملیارد ډالره پور ورکړه ځنډولې وه. د پاکستان د خزانې وزیر واشنګټن ته تر روانېدو مخکې په یوه ټویټ کې ولیکل چې واشنګټن ته د سفر هدف یې دا دی چې د پیسو نړیوال صندوق هغه پورونه پاکستان ته ورکړي چې د عمران خان د حکومت په مهال یې درولي او د پاکستان اقتصاد یې له خطر سره مخامخ کړی و. Читать дальше...

سېف دي چلدرن: افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

سېف دي چلدرن موسسه وايي، په داسې حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو ته د زده کړو اجازه لا نه ده ورکړې، د افغانستان په ولایتونو کې نژدې ۸۰ سلنه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي. سېف دي چلدرن، یونسیف او ایجوکېشن کلسټر په ګډه د هغو نجونو په اړه څېړنه کړې چې په تېره یوه میاشت کې ښوونځیو ته تللې دي. په راپور کې څرګنده شوې چې له یو ملیون او سل زره نجونو زده کوونکو څخه نژدې ۸۵ زره ښوونځیو ته نه ځي. د سېف دي چلدرن د اسیا سیمه ییز ريیس اولیفر فرانچي وايي، کله چې تېره میاشت د نوي... Читать дальше...

فارن پاليسي: جرمنی د اوکرايني کډوالو لپاره افغان کډوال له کورونو باسي

Pa.azadiradio.com 

فارن پاليسي: فارین پالیسي خپرونې د افغان کډوالو په وړاندې د جرمني پر وروستي اقدام یوه لیکنه خپره کړې ده، وايي، سلګونه افغانانو چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې جرمني ته پناه وړې، اوس د اوکراین له جګړې څخه د خلکو د کډوالۍ د لوی بهیر له کبله له ورکړل شویو کورنو ایستل کیږي. د فارین پالیسي په وینا، جرمني افغان کډوال بې کوره کوي څو د اوکرایني کډوالو ځای پر ځای کېدو ته لاره هواره کړي. خپرونه د مریم اروین په نوم د یوې افغانې میرمنې کیسه کوي او وايي، هغې له خپل خاوند او دوو وړو لوڼو سره سبا ناری... Читать дальше...

افغانستان کې وروستي بريدونه؛ يوناما د نا امنيو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) په مزارشریف، کابل، ننګرهار او کندوز کې له پرونیو حملو وروسته پر ملکي وګړو بریدونه د اندېښنې وړ وبلل. یوناما په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې چې دا ډول بریدونه باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي او عاملان یې سزا وویني. تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې پر هزاره ګانو بیا برید شوی دی. ده زیاته کړې چې پر ښوونځیو او جوماتونو د هدفي بریدونو په اړه باید فوري څېړنې وشي او د هغو ځواب وویل شي. Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Даниил Медведев

Медведев на отказе серба Кецмановича вышел в третий круг «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Зомби-экшен Zombiehood позволяет погрузиться в эпоху 90-х



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России