شهباز شریف د پاکستان صدراعظم وټاکل شو
محمد شهباز شریف د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو. د دغه هېواد په پارلمان کې نن د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رأی اچونه وشوه چې په پایله کې یې شریف په ۱۷۴ رایو بریالی اعلان شو. شریف یوازنی کاندید و ځکه د تحریک انصاف ګوند پارلمان بایکاټ کړ او کاندید یې شاه محمود قریشي هم له ګڼو نورو ګوندي ملګرو سره استعفا ورکړه. شهباز شریف چې د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر دی له پیپلز پارټۍ او نورو سیاسي ګوندونو سره په ګډه د پخواني واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت د لیرې کولو لټه کوله. هغوی بالاخره وتوانېدل... Читать дальше...