Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 13.04.2022

د امریکا ولسمشر: پر اوکراین د روسیې جګړه نسل‌وژنه ده

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې اوکراین کې به د دوی د پوځیانو جګړه پر مخ ځي او اوس به‌یې ډېر تمرکز د دغه هېواد په ختیځه برخه وي. اوس‌مهال د اوکراین د دونباس سیمې څو موقعیتونو ته د روسیې د تجهیزاتو کاروانونه پر لاره دي. د روسیې ولسمشر داسې مهال د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د دوام خبره کړې چې د امریکا ولسمشر د روسیې دا جګړه "نسل‌وژنه" یاده کړه. جو بایډن په ظاهره د نسل‌وژنې له عبارته وروسته لږ شاتګ وکړ او ویې‌ویل امریکا په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي موندلي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي... Читать дальше...

د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام؛ د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک نامعلوم دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو په دوام، د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک هم نامعلوم دی. هغه ښځينه زده‌کوونکو چې له يو کال راهيسې د سږني کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی، اوس وايي څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به ترسره شي که نه.  دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ۱۴۰۰ کال د کانکور د کامیابه شویو زده‌کوونکو درسونه هم نه‌دي پیل شوي. تبسم په تېر کال کې له ټولو ننګونو سره سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیولی دی.  خو نوموړې وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په راتګ او... Читать дальше...

پنټاګون کابل کې د امریکا هوايي حمله کې په نښه شوې کورنۍ ته پر غرامت ورکولو کار کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۹مه د دوی د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې قرباني شوې کورنۍ یې له یاده نه‌ده وېستې. د پنټاګون ویاند جان‌کربي پرون رسنیو سره خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی امریکا ته د دې کورنۍ د لېږد او ورته د غرامت په ورکولو کار کوي. ښاغلی کربي وايي: "د احمدي له کورنۍ تازه احوال‌ نه‌لرو، خو تاسې ته ویلی شم چې موږ متحده ایالاتو ته د هغه د کورنۍ د لېږد له یاده نه‌دی ویستلی. ډاډه اوسئ چې له مالي اړخه هم سم عمل کوو. پر دې بهیر لا کار روان دی او موږ یې په فعال ډول څارو. Читать дальше...



د بخښنې سازمان: نړۍ باید له طالبانو سره خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه مطرح کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د نقض په اړه د اندېښنو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال د ښځو حقونه د سرو کرښو په توګه مطرح کړي. د افغانستان لپاره د دې سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه‌‌دی کړی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو حساب وغواړي. مېرمن حمیدي زیاتوي: "د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دی. موږ په افغانستان کې د ټولو انساني حقونو د له‌منځه تلو شاهد یو. Читать дальше...

مسکو: ماریوپول کې د اوکراین له زرو ډېر سمندري ځواکونه موږ ته تسلیم شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین په بندري ښار ماریوپول کې د اوکراین له زرو ډېر سمندري ځواکونه د دوی پوځیانو ته تسلیم شوي دي. د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې دغه سرتېري د فولادو په یوه فابریکه کې روسي سرتېرو ته داسې مهال تسلیمېږي چې اکثره‌یې ټپیان هم دي.  د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې پر دې ادعا تبصره نه‌شي کولای او تأییدوي یې هم نه.  که چېرته دا ادعا تأیید شي، دا به د اوکراین هغو هڅو ته لویه ضربه وي چې غواړي د ماریوپول ښار کنټرول په خپل لاس کې واخلي. ماریوپول پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د تودو جګړو شاهد دی.

سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۷،۲ ملیونه ډالره نوې مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

سویډن د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره د ۷۰ ملیون سویډني کرونو چې اووه ملیون او ۲۰۰ امریکایي ډالره کېږي، نوې مرسته وکړه.  د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکې ادارې (اوچا) په یوه ټویټ کې ویلي چې سویډن دا مرسته د روان ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو له صندوق سره کړې او زیاتوي چې سویډن د دغه صندوق درېیم لوی بسپنه ورکوونکی دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د ۸۲ ملیون او ۲۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده. اوچا د دغې مرستي د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې دغه مرسته په افغانستان کې د خلکو ژوند ژغوري. په عین حال... Читать дальше...

د افغانستان بانک: ټول کارکوونکي له محدودیت پرته له بانکونو معاشونه اخیستی شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول دولتي او نادولتي کارکوونکي له محدودیتونو پرته له بانکونو خپل معاشونه اخیستلی شي. د دغه بانک ویاند صابر مهمند رسنیو ته ویلي، دا ګام‌یې د مالي او بانکي سکټور د بیا رغونې په هدف او امکاناتو ته په کتو پورته کړی دی.  ښاغلی مهمند وايي: "ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کارکوونکو معاشونه د دوی له غوښتنې سره سم له ځنډ او محدودیت پرته تادیه کوي، افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي نظام د ټیکاو او هېوادوالو ته د لا نورو خدماتو د برابرولو په موخه ژمن دی."... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: نظامي محکمې مو یو شمېر مجرمینو ته سزاګانې ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، نظامي محکمې یې یو شمېر مجرمینو ته بېلابېلې سزاګانې ورکړې دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ایښې، ویل شوي چې "په هېواد کې د اسلامي حاکمیت د ټنګښت په هدف د اسلامي امارت د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستو د مخنیوي په لړ کې یو شمېر کسان چې اووه تنه‌یې انسان تښتوونکي، یو قاتل او نور غله او جعل‌کاران بلل شوي، په حبس او نورو سزاګانو محکوم شوي دي". د خبرپاڼې له مخې نظامي محکمه د هغو کسانو دوسیې څېړي او په اړه‌یې پرېکړې کوي چې د "اسلامي... Читать дальше...



نیویارک ټایمز: طالبانو ۵۰۰ مخکېني پوځیان وژلي یا یې تري‌تم کړي، طالبان‌یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو تازه راپور کې ادعا کړې چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژلي یا یې په زور ورک کړي دي. نیویارک ټایمز لیکلي طالبانو خپله اعلان کړې عمومي عفوه نه‌ده مراعت کړې، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي. دغې ورځپاڼې پرون سې شنبه د اپرېل په ۱۲مه په خپل راپور کې ویلي چې دوی څېړنې کړي او موندلي یې دي چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ځیني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو سرتېري او افسرانو له ډلې ۵۰۰ کسان... Читать дальше...

ویره او نامعلوم برخلیک، په افغانستان کې د ښځینه پوځیانو ژوند ته کتنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې پرافغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو سره ړنګ شول، په لیکو کې له درې زره زیاتو ښځو دندې ترسره کولې. اوس یوشمیردغې ښځې له افغانستانه وتلي، یوشمیرنورو یې د افغانستان دننه پټ ژوند ته مخه کړې او ډیرې کمې یې په ملکي برخو کې په کارونو بوختې دي. د طالبانو له خوا د ښځو په ګډون د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د په سلګونو غړیو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. طالبان وایي، عمومي بښنه یې اعلان کړې او دغه راپورونه ردوي. طالبان د پخوانیو پوځیانو د وژنو لامل شخصي... Читать дальше...

ماریوپول کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د راپورونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوالې ادارې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د ناتأیید شویو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون وویل چې د ماریوپول وضعیت له نږدې څاري. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې ښايي د روسي ځواکونو له‌خوا په دې بندري ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول ممکن نه‌وي، خو د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پرون وویل چې د دې راپورونو په اړه څېړنې روانې دي.

امریکا: د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان د بشري حقونو په برخه کې شا تګ کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو نوی راپور ښيي چې افغانستان د طالبانو لاس ته له لوېدو وروسته، د بشري حقونو په برخه کې شا تګ کړی دی. دا راپور چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. د دې راپور د خپرېدو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې وویل: "په افغانستان کې د طالبانو واک یو بشري ناورین جوړ کړی او په جدي ډول د بشري حقونو د کمزورۍ لامل شوی. Читать дальше...

بريتانيا له خپلو او ۵۳ نورو هېوادونو له اتباعو غوښتي افغانستان ته سفر ونه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا او مشترک‌المنافع د ټولو هېوادونو له غړو غوښتي چې افغانستان ته له هر راز سفر څخه ډډه وکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون‌یې پر خپله وېب‌پاڼه خپور کړی دی، ویلي لاهم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه‌دی، هلته دوامداره ګواښونه شته او په ټول افغانستان کې د ترهګرو د بریدونو ډېر امکانات دي. د مشترک‌المنافع هېوادونو شمېر د بریتانیا په ګډون ۵۴ ته رسېږي.

لغمان کې نامعلومو وسله‌والو درې تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

په لغمان کې چارواکو د درې کسانو د وژلو خبر ورکړ. په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت ویاند صلاح‌الدین زاهد پرون ازادي راډیو ته وویل، دا درې تنه په مرکز مهترلام کې د وسله‌والو د ډزو پر مهال وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله‌والو په رېکشا کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې. په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی. تر اوسه د دې برید علت نه‌دی څرګند، خو د لغمان د والي ویاند وایي چې برید کوونکي له مقاومته وروسته ټپیان شوي او اوس په توقیف کې دي.

د افغانستان پاسپورټ تر ټولو بې‌اعتباره پاسپورټ وګنل شو

Pa.azadiradio.com 

افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې‌اعتباره پاسپورټ ګنل شوی دی. د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي په خپله وېب‌پاڼه کې ویلي دي چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شي. تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بې‌اعتباره بلل شوي دي. د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.

نيويارک کې د ډزو پر مهال ۱۶ تنه ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

د نیویارک په ښار کې د ډزو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. پولیس وایي چې یوه وسله‌وال پر هغو کسانو ډزې کړې دي چې د میترو په تمځي کې رېل‌ګاډي ته منتظر وو. د پولیسو په وینا وسله‌وال لومړی پر خلکو ګازي بم واچاوه بیا چې هره خوا لوګی شو ډزې یې وکړې. برید کوونکی له سیمې تښتېدلی دی او پولیس وایي چې د هغه د موندلو په لټه کې دي. تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی او علت‌يې هم روښانه نه‌دی.

د فرانسې پارلمان لسګونه غړو له خپل ولسمشر پر طالب مشرانو د بندیزونو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د پارلمان په لسګونو غړو د خپل هېواد له ولسمشر څخه غوښتي چې د طالبانو پر مشرانو بندیزونه ولګوي. د فرانسې پارلمان غړې فردریک دوماس په تویټر کې یو لیک خپور کړی دی چې په هغه کې د فرانسې له ولسمشر او پارلمان څخه غوښتل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو د لګولو له لارې پر هغوی فشار راولي چې خپلې کړې ژمنې په ځای کړي او په افغانستان کې د ښځو حقونو ته غاړه کېږدي. په دې لیک کې چې د فرانسې د پارلمان تر ۵۰ ډېرو غړو لاسلیک کړی دی، راغلي چې طالبان باید نجونې پرېږدي چې ښوونځیو ته ولاړې شي، ښځو ته... Читать дальше...

طالبان: د ايران د ډيپلوماتيکو مرکزونو د امنيت لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو امنیت ته اندېښنه څرګنده کړه او طالبانو له ایرانه وغوښتل چې هغه ایرانیان په خپله خاوره کې ونیسي چې له افغان کډوالو سره‌یې بد چلند کړی دی. وروسته تر دې چې ایران په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو مرکزونو امنیت ته اندېښنه ښکاره کړه، طالبانو تهران ته ډاډ ورکړ چې دوی په دې برخه کې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "امنیتي مؤظفینو ته دا دنده سپارل شوې ده چې د ایران د قونسلګریو امنیت خوندي... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Мэр Москвы: Музею-заповеднику «Царицыно» исполнилось 40 лет 



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан


Ролан Гаррос

Мирра Андреева вышла во второй круг Открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Если нечем заменить Китай или Когда ситуация диктует



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России