Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 15.04.2022

د رسنيو د تړل کېدو دوام؛ پکتيا او فارياب کې دوه راډيوګانو خپل فعاليتونه ودرول

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنېدو وروسته د رسنیو په وړاندې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله په تېرو دوو ورځو کې دوه نورې سیمه ییزې" میمنې غږ او پکتیا غږ" راډیوګانې تړل شوي دي. د مالي امکاناتو نشتون، د کارکونکو او د فترونو د معاشونه او کرایو نه ورکول هغه مهم لاملونه دي چې رسنیو خپل فعالیتونه درولي. پکتیا غږ راډیو چې له ۱۷ کلنو راهیسې یې په سیاسي، ټولنیزو، ورزشي او دیني برخو کې فعالیت کول د مالي ستونزو له امله یې خپل نشرات ودرول. ددې راډیو مدیر مسول ذبیح الله ایوبي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

د افغان نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام به نور څه عواقب ولري؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو پاللو لپاره دې د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي. د دغه وزارت ویاند ویلي، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز به نه یوازې له نړیوالې ټولنې بلکې له خپلو خلکو سره هم کړې ژمنې ماتې کړي دي. زموږ همکار، په بریتانیا کې له مېشت لیکوال او شنونکي، سید ذاکر شاه سادات څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام به نور څه عواقب ولري؟

د اسرايلي پوليسو او فلسطينيانو شخړه؛ ۱۵۲ فلسطينيان ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

له اسرایلي پولیسو سره د فلسطینیانو په تازه شخړه کې لږ تر لږه ۱۵۲ فلسطینیان ټپیان شوي دي. دا خبره د فلسطین سرې میاشتې ټولنې نن کړې ده. شخړه د بیت المقدس د الاقصی جومات په انګړ کې داسې وخت وشوه، چې د روژې مبارکې میاشتې دوې اوونۍ پوره شوې. د اسرائیل پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، په سلګونو فلسطینیانو د سهار تر لمانځه وروسته د یهودانو عبادتځای ته څېرمه پټاقۍ او ډبرې وویشتلې. د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه جنایت او د هغه د عواقبو مسوولیت په مستقیم ډول اسرائیل ته اوړي.



د روسيې دفاع وزارت: پر کيف ښار حملې ډېروو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت نن جمعه خبرداری ورکړ، چې د اوکراین پر پلازمېنه کییف به خپلې حملې سختې کړي. وزارت تر دې مخکې اوکراین تورن کړی و، چې د روسیې پر سرحدي ښارګوټو حملې کوي. دا بیان داسې مهال ورکول کېږي چې پرون د روسیې یوه جنګي کښتۍ په تور سمندرګي کې ډوبه شوه او دا د روسیې لپاره یوه سمبولیکه ماتې ګڼل کېږي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د روسیې د یرغل په وړاندې د خپلو وګړو جګړه وستایله. روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، چې لا هم روان دی.

يو شمېر ايستل شوي افغانان: ايرانيان له افغانانو سره ناوړه چلند کوي

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه په اجباري ډول یو شمېر راویستل شوي افغانان وايي هلته د افغانانو په وړاندې د ایرانیانو لخوا روان ناوړه چلند سخت د اندېښنې وړ دی. دوي وايي، ایرانیانو د افغانانو په وړاندې ټول نړېوال بشري قوانین تر پښو لاندې کړي او ددې مخ باید ونیول شي. منصور شپږ ورځې وړاندې له ایرانه په اجباري ډول افغانستان ته لیږل شوی. هغه وايي، نږدې ۶ میاشتې وړاندې ایران ته د کار لپاره تللی و خو ایراني پولیسو بیرته افغانستان ته ولیږه. ۲۵ کلن منصور چې د کونړ ولایت اوسیدونکی دی ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند کیسې کوي. Читать дальше...

زلینسکي د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې له کبله خپل وګړي وستایل

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې له کبله د خپلو وګړو هوډ وستایه.​ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون ناوخته وویل، د اوکراین وګړي دې وویاړي چې پر دغه هېواد د روسیې د حملو که څه هم ۵۰ ورځې تېرې شوي او پر دوی هر ډول فشارونه راوستل شوي، خو دوی بیا هم ژوندي پاتې دي. زلینسکي د مسکوا په نوم د روسیې هغې کښتۍ ته هم په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې د میزائیلو د لېږدولو توان یې درلود او په سمندرګي کې ډوبه شوه. د کښتۍ د ډوبېدو د علت په اړه هر لوري ضد و نقیض څرګندونې کړې دي. Читать дальше...

ځينې افغانان د ملي ټلوېزيون د ارشيف خونديتوب په اړه اندېښمن دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ د ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق بیا ازادي راډیو ته وویل، چې دا ارشیف په بشپړ ډول خوندي دی او دوی پلان لري چې را روان اختر کې به یې له موادو په ځینو خپرونو کې استفاده هم وکړي. ډېرې سندرې، مشاعرې، تمثیلي ټوټې ،هنري فلمونه، سریالونه، خپرونې، د تېروحکومتونو د ولسمشرانو، ویناوې، کنفرانسونه، د پوځیانو د فراغت مراسم او ډېر نور معلومات او نشراتي مواد چې شاوخوا څلور لسیزې او ان تر هغه زیاته موده مخینه لري، د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون په ارشیف کې موجود دي. د دې موادو يې ډېری هغه څه دي چې طالبان په ښکاره ورسره مخالفت لري.

مجاهد: د بزګرو لپاره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې هڅې پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بزګرو لپاره د کوکنارو د بديل معيشيت په برخه کې هڅې پيل کړي دي. د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې له کوکنارو څخه د تارياکو راټولولو فصل پای ته نژدې شوی او دوې اوونۍ وروسته د کوکنارو نوی فصل پيل کېږي. له دې سره سم، د طالبانو حکومت وايي د کوکنارو د بديل معيشیت لپاره يې هڅې پيل کړي چې په پايله کې به يې له بزګرو سره مرستې وشي. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته وويل، دوی هڅه کوي تر ډېره حده د هغو هېوادونو مرستې راجلب کړي چې د نشه يي موادو کښت او توليد زيانمن کړي وي. Читать дальше...



غور کې په نشه يي توکو روږدي کسان ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په غور ولايت کې د معتادانو د روغتون له تړل کېدو سره په دې ولايت کې معتادان ډېر شوي دي. د غور ولايت اوسېدونکي شکایت کوي چې، په دې ولایت کې د معتادانو د روغتون له تړل کېدو سره معتادان ډېر شوي دي. په وروستیو اوونيو کې د غور ولايت په مرکز کې معتادان راټول شوي او ډېری يې هغه معتادان دي چې د دې ولایت له ولسوالیو څخه راغلي او غواړي چې ځانونه د معتادانو د درملنې په مرکزونو کې بستري کړي، خو تر اوسه يې برخه ليک نه دی معلوم. مدني فعال پارسا او د فیروزکوه ښار یو اوسېدونکی غلام سخي شکايت کوي چې د معتادانو... Читать дальше...

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت طالبانو ته: د نجونو ښوونځي پرانېزئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو پاللو لپاره دې د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي. شپاړلس کلنه مروه د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده. دا وایي د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د خپل راتلونکي لپاره اندېښمنه ده. مروې ازادي راډیو ته وویل: “د طالبانو په راتګ سره زموږ ښوونځي تړل شوي دي، تعلیم د نارینه او ښځینه وو حق دی، زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې بېرته د پخوا په شان زموږ ښوونځي پرانیزي.” د طالبانو له لوري له شپږم ټولګیو... Читать дальше...

روغتياپالان: روژه له نشه یي توکو د خلاصون یو ښه فرصت دی

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې روغتياپالان وايي ،روژه د اعتیاد د مخنیوي تر ټولو ښه فرصت دی. په ارزګان ولايت کې د هغو کسانو شمېر کم نه دى چې په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي. یو شمېر روغتیايي کارپوهان وايي، د روژې مبارکه میاشت چې مسلمانان د ورځې په اوږدو کې له خوراک، څښاک او نشه یي توکو له استعمال څخه ځان ساتي، د روږدو کسانو لپاره له نشه یي توکو څخه د خلاصون یو ښه فرصت دی. په دې اړه نور حال په دې راپور کې:

په کندهار کې یوه پلار خپله لور په قفس کې اچولې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یو کس خپله لور د عصبي ناروغۍ له امله په قفس کې اچولې ده. د جان اغا په نوم دغه کس وايي، د لور عصبي ناروغې يې ډېره نه ده او ډاکټرانو ورته ویلي چې تداوي يې کېږي خو د ناچارۍ له امله اړ شوی چې خپله اتلس کلنه لور په قفس کې واچوي. د کندهار روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د عقلي او عصبي ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره کافي امکانات نه لري. نور جزیيات په دې راپور کې:

واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د نجونو ودونه په سودا بدل شوي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ پر ماشومانو او په ځانګړې توګه پر ځوانو نجونو د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران پر اغېزو یوه مقاله خپره کړې ده. ورځپاڼې د زهرا په نوم د یوې وړې درې کلنې ماشومې ژوند ته اشاره کړې چې پلار یې په یوه داسې پنځوس کلن سړي پلورلې چې د ناوې په لټه کې دی. د زهرا پلار واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې درې لوڼې لري او د خپلې کورنۍ د پاتې غړو د ژغورلو لپاره یې زهرا په ۵۰۰ ډالرو پلورلې ده. دوام کې لولو چې د تېر کال په اګست کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د بشري ناورین په... Читать дальше...

د روسیې یوه جنګي بېړۍ په تور سمندرګي کې ډوبه شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوه لویه جنګي بېړۍ په تور سمندرګي کې ډوبه شوې ده. د روسیې دفاع وزارت پرون دا خبره تایید کړه. دا جنګي بېړۍ ماسکوا نومېده چې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د لېږد وړتیا یې درلوده. روسي چارواکو ویلي کښتۍ ته د یوې اور لګېدنې له امله زیان رسېدلی وو او د ساحل په لور روانه وه خو د سخت توپان په سبب په اوبو کې ډوبه شوه. تر دې مخکې بیا اوکرایین ادعا کړې وه چې دا کښتۍ یې په راکټونو ویشتلې ده. د ماسکو لپاره دا یوه سمبولیکه ماته بلل کېږي او مخکې یې هم خپل عسکر د اوکرایین له شماله شاته کړي دي. Читать дальше...

ګوتیریش او شنکر پر افغانستان غږېدلي

Pa.azadiradio.com 

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره د افغانستان اړوند مسایلو خبرې کړي. ښاغلي جې شنکر په دې اړه د جمعې په ورځ وختي ټوېټ کړی دی. جې شنکر چې امریکا ته په رسمي سفر تللی په خپل ټوېټ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې د افغانستان په وروستیو تحولاتو بحث کړی دی. د هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران دا اوونۍ له خپلو امریکایي سیالانو سره هم د افغانستان په حالاتو غږېدلي. د راپورونو په اساس دواړو لوریو په طالبانو غږ کړی چې ډاډ ورکړي افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د حملې لپاره بیا نه کارول کېږي. Читать дальше...

طالبان: د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستلو هڅې دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې دوام لري. د دغه وزارت ویندوی عزیزاحمد ریان د پاک – افغان جرګه په نوم په یوه انلاین غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت جدي کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره میکانېزم جوړ او عملي شي. که څه هم ده وویل چې په دې لړ کې پرمختګونه شوي خو ویې نه ویل چې څومره یا څه ډول پرمختګونه. د طالبانو حکومت د مخکینیو ژمنو خلاف د حمل په درېیمه له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.

طالبانو غور کې نيول شوی خبريال خوشې کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پرون په غور کې یو ځايي خبریال غلام رباني هدفمند له بنده خوشي کړ. ښاغلي هدفمند ازادي راډیو ته وویل چې کابو دوولس ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و. ده زیاته کړه: «د نیول کېدو په اړه مې هغه دلایل چې ما واورېدل، صرف یو شک و خو دا چې دا شک څنګه پیدا شو پلټنې ته اړتیا لري او د وخت په تېرېدو به څرګند شي. چارواکو تر دې زیات ما ته څه نه دي ویلي.» په غور کې د طالبانو د اطلاعلاتو او فرهنګ سرپرست ريیس مولوي عبدالحي له ازادي رادیو سره په خبرو کې د خبریال خوشي کېدا تایید کړه. Читать дальше...

هاګ محکمې يو افغان په ۱۲کاله بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ یوې محکمې یو افغان، چې عبدالرزاق عارف نومېږي، په محبس کې د سیاسي مخالفانو د شکنجې او جنګي جنایتونو په تور په ۱۲ کاله بند محکوم کړ. د عارف مدافع وکیل وویل چې موکل به یې د محکمې د پرېکړې په وړاندې استېناف محکمې ته مراجعه وکړي. د هاګ محکمې پرون (پنجشنبې) د عارف خلاف خپل حکم صادر کړ، ویې ویل چې نوموړی د ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۰ پورې د کابل د پلچرخي محبس قوماندان و.

روسیې فینلنډ او سویډن ته خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له دې چې فینلنډ او سویډن وویل، له ناټو سره یوځای کېږي، د روسیې پخواني ولسمشر او د ولادیمیر پوتین نژدې متحد دیمیتري میډودیف خبرداری ورکړ چې که دا دوه هېوادونه د ناټو غړي شول، روسیه به په بالتیک سیمه کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړي. ښاغلي میډودیف ، چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، پرون (پنجشنبې) وویل، سویډن او فینلنډ ته د ناټو د غړیتوب ورکولو په صورت کې روسیه باید په بالتیک سمندرګي کې خپل پوځي طاقت له هر نظره پیاوړی کړي.


Музыкальные новости
Юрий Башмет

С 31 мая по 7 июня 2024 в Самаре пройдет детская академия Башмета





Rss.plus
Destiny

Конец близок в релизном трейлере Destiny 2: The Final Shape




В ГД доработают законопроекты, направленные на запрет пропаганды наркотиков

Прощание c Анастасией Заворотнюк состоится 1 июня в Покровском монастыре

По «московским ценам» предлагают арендовать квартиры в Тынде в дни юбилея БАМа

Финансовый код: что это такое, как работает и как его запустить




ګوتریش: د اوکراین جګړه به د ځینو هېوادونو پر اقتصاد اغېزه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، د اوکراین جګړه به د ډېرو پرمختیايي هېوادونو په اقتصاد کې، چې د خوراکي موادو د بیو له زیاتېدو سره مخامخ دي، بدلون راوړي. انتونیو ګوتریش په دې اړه په یوه راپور کې وویل، د نړۍ بېوزله هېوادونه چې تر دې وړاندې له کرونا وبا، اقلیمي بدلون او د کافي منابعو له کموالي کړېدل، اوس د خوراکي موادو او انرژۍ له کموالي سره هم مخامخ دي. ښاغلي ګوتریش دا وضعیت د پرمختیايي هېوادونو لپاره ویجاړونکی توپان وباله.

بریتانیا ناقانونه کډوال روانډا ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ یوه طرحه اعلان کړه چې پر اساس به یې له دغه هېواده نارینه پناه غوښتونکي روانډا ته لېږل کېږي او تر هغو به په دغه افریقايي هېواد کې اوسي چې قضیې څېړل کېږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون روانډا ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل تر روانېدو مخکې صدراعظم بوریس جانسن دا طرحه په کینټ ښار کې اعلان کړه. د بریتانیا په جنوب کې دا ښار له نورو هېوادونو بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د تګ لومړنی ټپال دی. اغلې پټیل پرون په روانډا کې په دې اړه د دغه هېواد له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه. Читать дальше...

د پاکستان پوځ: امریکا د عمران خان په ګوښه کېدو کې لاس نه لري

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د خپل هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان دا ادعا رد کړه چې ګنې د امریکا متحدو ایالتونو د نوموړي په ګوښه کېدو کې لاس درلود. عمران خان د د دې اوونۍ په لومړیو کې د پارلمان له لوري سلب اعتماد شو. عمران خان په پیل کې ویلي و چې د مخالفانو اقدام یې بهرنۍ دسیسه ده. ده وروسته د تور ګوته امریکا ته ونیوله. امریکا او د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو په ځلونو دا ادعا رد کړې ده. عمران خان په لومړیو کې د عدم اعتماد رایې مخه ونیوله او ویې ویل چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د ده خلاف دسیسه تایید کړې ده. Читать дальше...

د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت، ایران، پاکستان او ملګروملتونو د چارواکو ترمنځ به د کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه راتلونکې میاشت جوړه شي. د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حللار ورته وموندل شي. د دې غونډې په اړه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي د تورونو په عکس العمل کې د افغانستان په څو ولایتونو کې مظاهرې وشوې. د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت وايي، د ملګروملتو... Читать дальше...

یونسکو غواړي په افغانستان کې د لیک لوست پروګرام پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو کلتوري – علمي موسسه، یونسکو غواړي چې د افغانستان په ګوټ – ګوټ کې د افغانانو لپاره د لیک لوست پروګرام پیل کړي. د یونسکو مسوولانو مېرمن سارا ایل عطار او مېرمن پرنیان وحیدي په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر سره خبرې وکړې.  په دې کتنه کې اغلې عطار وویل چې له ۲۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او ورته څرګنده شوې چې افغانان د زده کړو استعداد او لېوالتیا لري نو غوره ګڼي چې د دغو استعدادونو د لا ودې لپاره نور کار وکړي.  د طالبانو د پوهنې وزارت... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил парад кадетского движения «Не прервется связь поколений!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концерта джазового оркестра Бутмана посмотрели 50 млн китайцев




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Миомир Кецманович

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России