د شورا پرېکړه: د کابل او پولتخنيک پوهنتونو درسي بهير به اوونۍ کې درې ورځې وي
د کابل پوهنتون د علمي شورا د وړاندیز په اساس د لوړو زدهکړو وزارت رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د کابل او کابل پولیتخنیک پوهنتونونو درسي بهیر به اونۍ کې درې ورځې وي. د شوې پرېکړې پر اساس درې ورځې د نارینه او درې ورځې بیا د ښځینه زدهکړیالانو لپاره ځانګړې شوي دي.