Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 27.04.2022

د مسلکي کسانو نشتون؛ خو طالبان غزني کې تاريخي اثار بيا رغوي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د دغه ځای په تاریخي موزیم کې د تاریخي اثارو د بیا رغونې چارې یې پیل کړې دي. په اوسني وخت کې د غزني ولایت په ملي موزیم کې د بودايي او اسلامي دورو زرګونه قلمه اثار پراته دي. خو د دغه اثارو ځینې برخه یې د کورنیو جګړو او بېلابېلو حکومتونو او نظامونو په وختونو کې نړېدلي چې بیا رغولو ته اړتیا لري. خو په غزني کې د اطلاعاتو کلتور ریاست سرپرست مولوي حبیب الله مجاهد وايي، د دغه تاریخي موزیم د تاریخي اثارو د رغولو چارې یې پیل کړې دي. نوموړی په هېواد... Читать дальше...

کندهار کې د بېلابېلو لوبو سيالۍ پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار ولايت کې د روژې له راتګ سره د بېلابېلو لوبو سیالۍ پيل شوي او هره ورځ ورته زرګونه ځوانان د نندارې لپاره ورځي خو دا سیالۍ تر ډېره د لوبغاړو  په شخصي لګښت تر سره کېږي. لوبغاړي وايي، د هوا له تودېدو سره دې د شپې پر مهال د لوبې کولو زمینې ورته برابرې شي. د کرکټ او فوټبال دا شپني ټورنمینټونه د خلکو لپاره یوه ښه تفریح هم ده. بشپړ راپور د لاندې لېنک په کښېکاږلو اورېدلی شئ:

د طالبانو ټولګټو وزارت: په کابل او ولايتونو کې سلګونه کسان په دندو ګمارو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د آزاد رقابت له لارې به په کابل او ولایتونو کې په سلګونو مسلکي کسان په دندو وګماري. د د دې وزارت ویاند حمیدالله مصباع نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې دا وزارت وړ کسانو ته د کار سپارلو او د تخنيکي او مسلکي کدرونو د جذب په موخه په مرکز او ولايتونو کې تر ۴۰۰ څلور سوه زيات بېلابېل مسلکي دريم او څلورم رتبه بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري. دې وزارت ویلي چې پر شرایطو برابر کسان کولای شي د روانې ثور میاشتې دېرشمې پورې خپل غوښتونلیکونه ور واستوي. د طالبانو د... Читать дальше...



د رسنيو بنسټونه: خبريالانو سره د تاوتريخوالي څېړنې کمېسيون دې جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ازادو رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه د خبریالانو له نیولو او د دوی د وهلو ټکولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، څومره ژر چې کېږي، باید دې د دې ډول سرغړونو د څېړنې لپاره یو کمېسیون جوړ شي. په افغانستان کې لا هم د خبریالانو د وهلو او د دوی د نېونې په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي. د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وايي، یوازې تېره میاشت ۲۵ خبریالان نیول شوي او وهل شوي دي. ښاغلی بهروز زیاتوي، له دې شمېر یوازې ۵ پېښې تېرو لس ورځو کې ثبت شوي. دی وايي،... Читать дальше...

د کابل په دشت برچي کې پر ښوونځي له بريد وروسته يو شمېر ښوونځي تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې له وروستیو خونړیو حملو او چاودونو وروسته یو شمېر ښوونځي تړل شوي او په ځینو کې د زده کوونکو حضور کم رنګه شوی دی. عقيل د کابل په لویدیځ کې د یو خصوصي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکی دی. هغه او يو شمېر نورو زده کوونکو ښايي په وار وار د بېلابېلو لاملونو له امله ښوونځيو ته نه وي تللي. خو دا ځل چې د نا امنۍ له ویرې ښوونځي ته نه ځي، وايي: "زموږ د ښوونځي مسولینو موږ ته ویلي دي چې د ناامنۍ او دغه شان زموږ ښوونځي ته د ورپېښ ګواښ له امله له اختره وروسته هم څو ورځې رخصت... Читать дальше...

منچستر سیټي فوټبال لوبډلې ریال مادرید ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اتلانو لیګ په نیمه پایلوبه کې منچسټر سیټي او ریال مادرید لوبډلې د منچسټر سیټي په اتحاد لوبغالي کې سره مخ شوې، چې دا لوبه ۴ – ۳ د منچستر سېټي په ګټه پای ته ورسېده. د ریال مادرید لپاره کریم بیزنما دوه ګولونه او ونسیوس یو ګول وکړ او د منچستر سېټي څلور ګولونه ډیبروین، جسوس، فوډن او سلیوا وکړل.

شاهي فوټسال لوبډلې د فارياب د رمضان کپ سياليو اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د بدني روزنې او ورزش ریاست د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي، دا سیالۍ چې ۱۰ ورځې مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې، د شاهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د رمضان کپ په نوم د دې سیالیو پایلوبه د شاهي او استقلال لوبډلو ترمنځ وشوه چې شاهي لوبډلې ۳ – ۱ مقابلې لوبډلې ته ماتې وکړه. د دې سیالیو د کېدو هدف ولایتي لوبو ته د غوره لوبغاړو پیدا کول ښودل شوي.

افغان ۱۶ کلن فوټبال لوبډله مرکزي اسيا لوبو کې ګډون ته چمتووالی نيسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په لوبو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې مرکزي اسیا سیالیو ته چمتووالی نیسي. د مرکزي اسیا د ۱۶ کلنو لوبډلو سیالۍ د روان کال د مې میاشتې له ۱۰ تر ۲۰ پورې د افغانستان، تاجکستان، ایران او ازبکستان هېوادونو په ګډون د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې کېږي.



د ثور اوومه؛ پر پخواني ولسمشر محمد داود خان د کودتا له ۴۴ مې کليزې سره برابره ده

Pa.azadiradio.com 

نن د غويي یا ثور اوومه نېټه د افغانستان په لومړني جمهور رییس محمد داوود خان، د خلق دموکراتیک ګوند د کودتا له ۴۴ کلیزې سره برابره ده. د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند په پوځي ځواکونو کې د نفوذ په پایله کې دا کودتا په ۱۳۵۷ کال کې وکړه. د دې ګوند له نظره، دا انقلاب هغه مهال په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته په کتو وشو. ۶۸ کلن لعل محمد د خلق ډیموکراټیک ګوند غړی او د کودتا پر مهال د کابل په دارالمعلین کې محصل و. هغه په جمهوري ریاست یعنې ارګ کې پر جمهور رییس محمد داوود خان او کورنۍ... Читать дальше...

سمنګان: په يوه بريد کې پنځه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان ولایت کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. وژل شوي کسان ټول هزاره ګان ښودل شوي او ویل شوي چې په یوه موټر کې له سمنګان ولایت څخه مزارشریف ته تلل. د جرمني ډي پې اې خبري آژانس د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې دا پېښه پرون د ورځې ناوخته د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په لویه لاره کې که هغه مهال رامنځ ته شوه چې ناپېژاندو وسله والو له یوه موټرڅخه اوه تنه راکوز کړل او وروسته یې یوې درې ته له ځان سره بوتلل. دغه راز ياد اژانس زياته... Читать дальше...

د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو افغانانو ته د کډوالۍ د حق ورکړې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو وزارت د ترکیې په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي، چې افغان کډوالو ته د کډوالۍ ټول حقوق ورکړي. د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اوسېدونکی پنځه ویشت کلن میرویس د ترکیې په یو زندان کې تر دوه نیمې میاشتې بند وروسته تېره ورځ افغانستان ته ستون کړی شو. دی چې د تېر لمریز کال په وروستیو کې اروپا ته د تګ په نیت له کوره وتی و، په استانبول کې د سفر د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور په ترکیه کې نیول شوی او دوه ورځې مخکې د هوا له لارې افغانستان ته را استول شوی دی. Читать дальше...

افغانستان کې د ښځو سوداګريزو چارو پيکه کېدو ته اندېښنې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکه په افغانستان کې د ښځو د سوداګریزو کارونو د خرابېدو په اړه اندیښنه لري.  سره له دې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوداګرو ښځو د تولیداتو او د دغو تولیداتو د خرڅلاو په برخه کې په خپل ملاتړ ټینګار کوي، د سوداګرۍ د پراختیا  لپاره د افغان ښځو شبکه د اقتصادي رکود او د یو شمېر سوداګرو مېرمنو د سوداګریزو فعالیتونو د بندیدو خبره کوي. دغه شبکه وايي، اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرو مېرمنو تولیداتو ته بازار نشته او ان ډېری دغه مېرمنې د خپلو کاري جوازونو د نوي کولو توان نه لري. Читать дальше...

خلک: غزني کې موټرو ښاري نظم ګډ وډ کړی

Pa.azadiradio.com 

خلک شکایت کوي چې غزني ښار کې موټر چلوونکي په ښار کې هیڅ ښاري نظم نه مراعتوي چې له امله يې ښار کې ګډ وډي رامنځته شوې. تر ډېره هغه موټرې چې د غزني ښار کې له يوه ځای بل ځای ته خلک وړي را وړي د نظم په نه مراعتولو يې ګډ وډي جوړه کړې. ځايي خلک شکایت کوي چې موټر چلوونکي په ښار کې هیڅ ښاري نظم نه مراعتوي. دوی وايي په وړو او تنګو سړکونو د سواریانو پیدا کولو په موخه یو تر بل په بېړه مخ ته کېږي، د سړک پر منځ درېږي، لارې یې بندې کړې وي، په ښار کې بې ځایه هارنونه وهي او نور مزاحمتي کارونه کوي. د غزني... Читать дальше...

ټوماس ويسټ سويډني چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ وایي چې پرون یې د سویډن له جګپوړو چارواکو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي. ښاغلي ویسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دغه کتنه کې چې ده د سویډن د بهرنیو چارو وزرات د آسیا پاسفیک د څانګې له مشر نیکلاس کوارنسټروم او د دې څانګې له مرستیال اندریاس فون اویکسکول سره ترسره کړه، له افغانستان سره د بشري مرستو پر لارو چارو، د دې هېواد د ټولو وګړو د حقونو، پرملکیانو د وروستیو حملو او د دې هېواد پر روان اقتصادي وضعیت په تفصیل خبرې وشوې. نوموړي له افغانانو... Читать дальше...

خوست کې ګنډونکي: کارو بار مو غوړېدلی

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې خیاطان او د خیاطیو مسوولان وايي، چې د تېر په پرتله يې دې اختر ته کاروبار ښه شوی دی. دوی وايي، ډېریو ځوانانو سږني اختر ته د یو جوړ جامو پر ځای ځانونو ته په بېلابېلو ډیزاینونو کې څو، څو جوړې کړي او غواړي کوچنی اختر په ښایسته جامو کې ونمانځي. په خوست کې د یوې خیاطۍ مسوول شاهد احساس مشال راډیو ته وویل، سولې او ارامۍ خلک په تېره ځوانان راتلونکې ته هیله من کړي دي او فکر کوي چې ممکن په افغانستان کې کرار، کرار د کار او ژوند شرایط ښه شي. نوموړي زیاته کړه: "موږ د خیاطۍ لپاره مختلف رختونه لکه... Читать дальше...

د برېتانيا استخبارات: اوکراين د خپل هوايي حريم پر لويه برخه ولکه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا استخباراتو نن خبر ورکړ چې اوکراین د خپل هوایي حریم لویه برخه په خپل واک کې راوستې ده، بل لور ته روسیې اعلان وکړ چې پولنډ او بلغاریا ته یې د ګازو صادرات درولي دي. د بریتانیا دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې د هوا له لارې د اوکراین په شمال او لویدیځ کې د روسیې هلې ځلې محدودې شوې دي او په دې سیمو کې د اوکراین وسلو دا فعالیتونه کم کړې دي. بل لور ته روسیه تر ډیره د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د هوا له لارې فعاله ده او په دې سیمو کې د خپلو پلیو ځواکونو ملاتړ کوي. د بریتانیا د دفاع وزارت... Читать дальше...

مسؤلين: بلخ کې د نباتي غوړيو او پنبې فابريکې توليد به دوه برابره ډېر شي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د نباتي غوړیو او پنبې د تولیدي کارخونې مسولان وایي، د تولیداتو د اصلي ماشینونو په فعالېدو سره به د دې کارخونو تولید د تلې یا میزان تر میاشتې دوه برابره زیات شي. د دې شرکت ریس انجینر فریدون نن ازادي راډيو ته ویل، تېر کال د دې کارخونې عواید ۲۵ میلیونه افغانۍ وو خو په روان کال کې د تولید د اصلي ماشینونو له فعالېدو سره به دا عواید ۵۰ میلیونه افغانیو ته ورسېږي. ښاغلی فریدون وايي، د اصلي ماشینونو ترڅنګ یې د تېل ایستلو څلور ماشینونه په ازبکستان کې اخیستي دي چې هر یو یې د خامو موادو لکه زغرو، کنځلو او سویا د پروسس ظرفیت لري. Читать дальше...

د طالبانو سوداګرۍ وزارت اقتصادي زونونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

دې وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د دې زونونو د جوړولو هدف د صادراتو ډېرېدل، د کارموندنې د فرصتونو رامنځ ته کول او د عوایدو لوړول دي. که څه هم په خبرپاڼه کې د اقتصادي زونونو د جوړېدو کره وخت نه دی ښودل شوی خو ویل شوي چې په نېږدې راتلونکې کې یې به یې کار پیل شي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، د اقتصادي زونونو د جوړولو په خاطر پرون لومړنۍ ناسته د طالبانو د مالیې او دفاع وزارتونو او د صنعتي پارکونو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو ترمنځ وشوه. په دې ناسته کې د طالبانو... Читать дальше...

هند اروپايي او نړيوالې ټولنې ته: افغانستان له ياده مه باسئ

Pa.azadiradio.com 

هند اروپايي او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د دوی د خاموشه غبرګون له امله تر پوښتنې لاندې راوسته. هند یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په اوکراین کې د روانې جګړې د تمرکز پر مهال دې افغانستان له یاده نه باسي. د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون د سه‌شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جیو پولیټیکل کنفرانس ته د خپلې وینا پر مهال وویل، یوازې اوکراین نه‌، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم ورته ستونزې شته چې ما د افغانستان یادونه وکړه. ښاغلي شنکر په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د اروپايي... Читать дальше...

د مالدووا ولسمشره: جګړه پلوې ډلې پر پوله حملې د کړکېچ پراخولو په هدف کړي

Pa.azadiradio.com 

د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو ویلي چې د دې هېواد په بېلتونپاله ترانس دنیسټر سیمه کې څو حملې چې تور یې پر روس پلوو بېلتونپالو لګېدلی په سیمه کې د کړکېچ د پراخولو په هدف ترسره شوې دي. مېرمن ساندو وویل چې د جګړې پلوي ډلې په دې بریدونو کې لاس لري. ولسمشرې ساندو دا څرګندونې د ملي امنیت عالي شورا له هغې غونډې وروسته وکړې چې پرون د اوکراین پر پوله په پرته سیمه ترانس ډنیسټر کې د مخابراتو پر دوو انتونونو او یوه پوځي قطعه وشوې.

روسيه پر بلغاريا او پولنډ د طبيعي ګازو صادارت بندوي

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا او پولنډ ویلي چې د روسیې د ګاز د صادراتو لوی شرکت ګازپروم خبر ورکړی چې له نن څخه دې هېوادونو ته د طبیعي ګاز صادرات بندوي. د پولنډ د انرژۍ دولتي ادارې په یوه بیان کې ویلي چې ګازپروم پرون خپله دا پرېکړه ورته اعلان کړه. د بلغاریا د انرژۍ وزارت هم ویلي دي چې د دې هېواد د ګاز دولتي ادارې ته هم ورته پېغام ترلاسه کړی دی. پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته چې ډېری اروپايي هېوادونو د اوکراین ملاتړ وکړ، ولسمشر ولادیمیرپوتین تېره میاشت خبرداری ورکړ، چې هغو هېوادونو ته به چې له روسیې سره غیر دوستانه... Читать дальше...

پوتين او ګوتېرېش د اوکراين پر جګړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په کتنه کې ویلي چې دی اوس هم په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې سوله ایزې حل لارې ته هیله من دی. ولادیمیرپوتین پرون په مسکو کې له انتونیو ګوتېرېش سره په داسې حال کې وکتل چې د اوکراین په ختیځ کې جګړه دوام لري او په مالدووا کې پرون د دوهمې پرله پسې ورځې په مخه چاودنې وشوې. په همدې حال کې امریکا او متحدانو یې په جرمني کې په خپله پرونۍ غونډه کې اوکراین ته د نورو وسلو د استولو په اړه بحث وکړ. له بلې خوا بلغاریا او پولنډ ویلي چې کریملین سر له ننه دې هېوادونو ته د ګاز صادرات بندوي.

په خوب د ويده ماشومانو وژنه او د مرستدويه سازمانونو چوپتيا

Pa.azadiradio.com 

ګارډين ورځپاڼه: ګارډین ورځپاڼه لیکي، مرستندویه سازمانونه باید خپل غږ اوچت کړي چې کله په خوب ویده ماشومان په هوایي بریدونو کې وژل کېږي. لیکوال لیکي، کله یې چې د خبریال په توګه په افغانستان کې د خونړي تاوتریخوالي په اړه راپورونه برابرول نو به یې اکثره وختونه کره معلومات د پېښې په سیمه کې د بشري چارو له کارکونکو ترلاسه کول خو ډېر ځلې یې نه دي لیدلي چې د دوی پیاوړیو سازمانونو دې د هغو زیانونو مسله راپورته کړې وي چې د جګړې ښکېلو خواوو پېښ کړي دي. لیکوال وایي، دې مسلې دی دې ته وهڅاوه چې د ټولې بشرپالې... Читать дальше...



Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил об окончании строительства городского вокзала «Кутузовская»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

«Пензенский Майкл Джексон»: Тимур Родригез стал героем шоу Квартирник НТВ у Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность футбольного матча в Москве


Australian Open

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Новости 24 часа

Весь мир чипировали умом Ленина?! Раскрыта загадка Мавзолея В.И. Ленина. Проект "Святой Ленин".



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России