Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 24.04.2022

عبدالرووف وايي د پيسو په بدل کې ازاد شوى خو پلار يې نه مني

Pa.azadiradio.com 

عبدالرووف هغه ماشوم چې له دوو کلونو وروسته د انسان تښتونکو له بنده ازاد شو، په یوه نوې ویډیو کې ادعا کوي چې کورنۍ یې هغه د پیسو په بدل کې راخوشې کړی، خو پلار یې د پیسو ورکړه ردوي. عبدالرووف چې نږدې دوه کاله د انسان تښتونکو په بند کې و، په یوه نوې خپره شوې ویډیو کې وایي، انسان تښتوونکو د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې هغه خپلې کورنۍ ته سپارلی. عبدالرووف په دې ویډیو کې وایي، که چېرې يې کورنۍ پیسې نه وای ورکړې، نو انسان تښتوونکو دی نه خوشې کاوه. هغه زیاته کړه:" زه په دې مبارکه میاشت کې د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شوم. Читать дальше...

طالبان په کابل پوهنتون کې د تدريسي ورځو جلاوالى د استادانو او محصلینو په غوښتنه بولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال لطف‌الله خیرخواه وایي، په کابل پوهنتون کې د نجونو او هلکانو د تدریسې ورځو د جلا کولو پرېکړه د استادانو او محصلینو په غوښتنه شوې. په کابل پوهنتون کې یو شمېر ښځینه محصلینې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د هغې پرېکړې چې هلکان او نجونې دې په جلا ورځو کې درس ووایي؛ په غبرګون کې وایي چې دا طرحه به د دوی ستونزې لا زیاتې کړي. د کابل پوهنتون یوې محصلې سوسن خالقیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هره ورځ د نویو بندیزونو شاهدان یوو، تورې جامې واغوندۍ، نارینه استادانو... Читать дальше...

ځینې معلولين: د طالبانو حکومت مو حقوق او امتيازات نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

ځینې معلولیت لرونکي له دې امله چې د طالبانو حکومت امتیاز نه ورکوي، شکایت کوي. ۳۶ کلنه محبوبه معلوله ده. هغه له خپلې مور سره کابل کې اوسېږي. په اویایمو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال د دوی پر کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله د محبوبې یوه پښه پرې شوه. محبوبه وایي، پخوا به یې هره میاشت د معلولیت د مالي امتیازاتو په اخستو سره د ځان او خپلې مور اړتیاوې پوره کولې. هغه زياتوي: "زما اندېښنه دا ده که چېرې مې حق رانه‌کړل شي، نو څنګه به خپل ژوند په مخ بوځوو. ما به هر کال ۶۲ زره افغانۍ... Читать дальше...



نن شپه د ممبي انډینز او لکڼو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالي کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ په سوداګریز لیک یا ای‌پي‌ایل کې نن شپه ۳۷مه لوبه د ممبي انډینز او لکڼو لوبډلو ترمنځ کېږي. د ای‌پي‌ایل لوبو د رسمي ویب‌پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دا لوبه د افغانستان په وخت ۷:۳۰ بجې ده. د دې لیک د تېرې شپې په لوبه کې سنرایزر حیدر اباد له رویال چلنجرز څخه په ۹ ویکټو لوبه وګټله او خپله درېیمه بریا یې خپله کړه.

په ارزګان کې فوټسال سیالۍ اتلولي د میوند لوبډلې وګټله

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د رمضان جام فوټسال سیالۍ اتلولي د میوند فوټسال لوبډلې وګټله. د افغانستان فوټبال فدارسیون په خپل فیسبوک‌پاڼه لیکلي، یادې سیالۍ چې د روژې میاشتې په دویمه پیل شوې وې تېره ورځ ناوخته د میوند فوټسال لوبډلې الفت لوبډلې ته ۰-۲ ماتې ورکړې او بریا یې خپله کړه. د دې فدارسیون په خبره، په دې سیالیو کې ۱۳ لوبډلو د ارزګان له بېلابېلو ولسوالیو څخه ګډون کړی و. په یادو سیالیو کې نجیب الله وصال غوره لوبغاړی او محمد نبي غوره ګول وهونکی ونومول شول. د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

د هلمند فولاد لوبډلې د کرکټ د لس اووریزه سیالیو اتلولۍ ګټلې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند فولاد لوبډلې د کرکټ د لس اووریزه سیالیو اتلولۍ ګټلې ده.  د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي، یادې لس اووریزې سیالۍ چې لس ورځې وړاندې په هلمند کې پیل شوې، تېره ورځ د هلمند فولاډ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د دې ریاست په خبره، د دې لس اووریز ټورنمنټ پایلې لوبې ته جمال‌زی او د هلمند فولاد لوبډلې ووتې چې فولاد لوبډلې ټاکل شوی هدف په اووم اوور کې پوره او اتلولي یې په خپل نوم کړه. په دې ټورنمنټ کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

طالبان: افغانستان د نړۍ او سیمې هېوادونو له لوري له ننګونو سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب وايي، افغانستان اوسمهال د نړۍ او د سیمې هېوادونو له لوري له هر ډول ننګونو سره مخ دی. ملا یعقوب چې د خپل پلار د مړینې په نهم تلین کې یې خبرې کولې د پاکستان له‌خوا پر کونړ وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، دا بمباري یې د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړه، خو بیا یې زغم نه‌لري. هغه زیاته کړه: "افغانستان اوس هم له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی. په هره کچه چلېنجونه موږ او تاسې ته متوجه دي. دنیا هم را سره په مقابله... Читать дальше...

د پاکستان ادعا؛ د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد فعالیتونه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د پوځي ادارو چارواکي ادعا کوي وايي، د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد د فعالیتونو دوام اندېښمن کړي. يوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې څو پاکستاني پوځيان د پاکستاني طالبانو لاس ته ورغلي او وسله یې ورنه اخلي. دا ویډيو په خوست ولایت کې د شمالي وزیرستان پولو ته نږدې یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته رالېږلې او ادعا کوي، چې پرون شنبه ناوخته د شمالي وزیرستان تحصیل غلام خان سیمه کې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو يا TTP تر منځ نښته شوې ده. دغه وزیرستاني کډوال د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...



جلال اباد: د طالبانو په ډزو کې يو ماشوم وژل شوی او دوه ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د وژل شوي ماشوم د کورنۍ یو غړی صلاح الدین ادعا کوي چې تېره شپه د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند زیړانو سیمه کې د طالب ځواکونو په یوه چک پاینټ کې پر هغه ریکشا ډزې کړي چې د دوی د کورنۍ درې غړي په کې له دوکان څخه کور ته د ستنېدو په حال کې وو. نوموړی وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د عادل په نامه یو ماشوم چې شاوخوا ۱۵ کاله عمر لري، د شپې ناوخته له خپل دوکان څخه د کورنۍ دوه نورو غړو سره یو ځای د کور پر لور روان وو. د نوموړي په خبره، وژل شوی ماشوم او دوه تنه نور په ریکشه کې سپاره وو چې د اسلامي... Читать дальше...

د کرنې او خوړو اداره: تېر کال ميليونه کروندګرو ته د کرنيزو تخمونو بستې وېشل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې (FAO) ویلي دوی په ۲۰۲۱م کال په افغانستان کې پر یو ملیون او درې لکه کسانو د زراعتي تخمونو بستې وېشلي دي. دغې ادارې پر خپل رسمي ټویټر خبر ورکړی، چې دوی ګڼو کسانو ته تخنیکي روزنه هم ورکړې ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې په ننګرهار کې د هغو کروندو عکسونه خپاره کړي، چې د دوی له خوا د غنمو وېشل شوي تخمونه په کې کرل شوي دي. تر دې مخکې FAO په افغانستان کې د وچکالۍ او د کروندګرو د بېوزلۍ په اړه خبرداری ورکړی و.

لسګونه افغانانو د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

لسګونه افغانانو د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او له امریکا او ملګرو ملتونو یې وغوښل چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه جدي وګڼي. پاکستان پر خوست او کونړ دا بریدونه د اپرېل په شپاړسمه وکړل چې ترڅ کې یې لسګونه ملکیان ووژل او ټپیان شول. طالبانو هم دا بریدونه په کله وغندل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دغو بریدونو په تړاو امنیت شورا ته شکایت ثبت کړی دی. پر خوست او کونړ د پاکستان د وروستیو بریدونو دادی اونۍ ووته، خو لا هم دغو بریدونو ته په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل کېږي. Читать дальше...

بلخ کې د ۱۱کلن ماشوم ژغورنې عمليات؛ طالبان: يو شمېر تښتوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي په بلخ ولایت کې د ۱۱ کلن ماشوم عبدالروف د ژغورنې لپاره په ۲۰ ورځنیو عملیاتو کې ځینې انسان تښتوونکي وژل شوي یا هم نیول شوي دي. دغه ماشوم تر شا و خوا یونیم کال وروسته له اختطاف کوونکو وژغورل شو او پرون په مزار شریف کې د هغه کورنۍ ته تسلیم کړای شو. د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د مجرمانو د موندلو او نیولو عملیات لا هم روان دي. د هغه په خبره تر عملیاتو وروسته به د دې پېښې عاملان رسوا او عدالت ته راکش کړای شي.

د ايران او سعودي عربستان ترمنځ پنځم پړاو خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

ایرانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو پنځم پړاو ترسره شو. د نور نیوز په نوم ویبسایټ چې د ایران د ملي امنیت له عالي شورا سره ارتباط لري پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه خبرې په بغداد کې په ښه فضا کې وشوې. د دغه ویبسایټ په حواله دغو خبرو داسې هیلې پیدا کړي چې دواړه هېوادونه به د اړیکو د دوام لپاره مثبت ګامونه واخلي. بلخوا نیمه دولتي اژانس مهر راپور ورکړی، چې د عراق او عمان عالي رتبه چارواکو د دغو خبرو په تنظیم کې مهم رول درلود.

اوکراين کې د سختو جګړو راپورونه؛ د امریکا دوه وزیران کییف ته ځي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې روانه جګړه د دې هېواد په ختیځ کې شدیده شوې، ټاکل شوې وه چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران پر اوکراین د روسیې د یرغل وروسته نن د لومړي ځل لپاره کییف ته ولاړ شي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون اعلان وکړ چې دی به په کییف کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرانتوني بلېنکېن او د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره وګوري. که دغه سفر ترسره شي، دا به د اروپایي ټولنې تر یو شمېر مشرانو وروسته لومړی ځل وي چې جګپوړي امریکایي چارواکي کییف ته ځي. سپینې ماڼۍ کییف ته د بلېنکېن... Читать дальше...

ننګرهار کې ۳۹۰ کروندګرو سره نقدي مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې ۳۹۰ تنه بزګرانو سره نقدي مرسته شوې. دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپل ټويټر پانه وليکل، چې ياده نقدي مرسته د ژغورني نړيوالې کمېټې (IRC) له لوري د دي ولایت د کامې او کوز کونړ په ولسواليو کې له بزګرانو سره شوې. د وزارت په وينا، مرسته شوې پېسې چې ټولیز شمير يې ۲ میلیونه او ٩٣٠ زره افغانۍ وې په نقدي ډول هر بزګر ته د شاوخوا ۲۵ زره افغانيو په اندازه ورکړل شوې. ياد وزارت وايي، ددې کار موخه د بزګرانو سره اقتصادي مرسته ده.

د طالبان حکومت: د برېښنا توليد کې خصوصي سکتور پانګونې ته لومړيتوب ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسيون وايي، پر ټولو هغو مواردو تر مفصلو بحثونو وروسته، چې خصوصي سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ. د دغه کمیسیون په ټوېټر پاڼه په دې اړه راغلي، د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پترولیم او سوداګرۍ ‏او صنعت وزارتونو او دغه شان د صنعت او معدن او د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته د برېښنا د توليد او اړتيا برخه کې د عملاً کار پيلېدو دنده ورکول شوې. دغه راز يادو ادارو دنده سپارل شوې، څو د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې صنعتي پارکونو،... Читать дальше...

ريچارډ بنيټ: د افغانانو بشري حقونه خوندي نه دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، د افغانانو بشري حقوق باید خوندي شي. ښاغلی بنیټ په کابل، مزار شریف او کندز کې وروستیو چاودنو ته په اشاره لیکي، په دې اړه به خپلې څارنې او حساب ورکولو ته دوام ورکړي. نجيب چې پلار یې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د مولوي سکندر په جومات کې د شوې چاودنې له امله ټپي شوی وايي، د چاودنې په ورځ یې په ټوله سیمه کې ویره خپره وه، او هره څوک په دې لټه کې و چې وپوهېږي د کورنۍ غړی یې روغ پاتې که نه. د نجیب په... Читать дальше...

کاپيسا کې څلور تنه يوې ترافيکي پېښه کې ژوبل شول

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالفتاح فایز ازادي راډيو ته وویل، د کوهستان دوهم ولسوالۍ په جمال اغه سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه چې دوه ماشومان په کې دي، ټپيان شوي دي. نوموړي ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د ۲ تنو روغتیايي حالت نازک دی. فایز د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی بولي.

د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيران نن کييف ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون شنبه یوه خبري کنفرانس ته وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لوئد اسټین نن یکشنبه کییف ته سفر کوي. زلینسکي خبریالانو ته وویل، دی به له دواړو امریکايي چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي. وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، دا د امریکا تر ټولو جګپوړي چارواکي ګڼل کېږي، چې اوکراین ته په سفر ځي. تر دې مخکې ځینو اروپايي مشرانو د اوکراین جګړه ځپلې پلازمېنې ته سفر کړی و. د امریکا د متحدو ایالتونو پر ولسمشر جو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ





Rss.plus
Арцах

Генералов много, а Норат Тер-Григорьянц один!




Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»

Если нечем заменить Китай или Когда ситуация диктует

ЗАПИШИ СЕМЕЙНЫЙ РОЛИК — ПОПАДИ В ЭФИР ТЕЛЕКАНАЛА RU.TV




د افغانيو د ارزښت ساتلو په خاطر افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي نن یکشنبه شا خوا ۱۲ ملیون ډالره په دې خاطر لیلاموي، چې په مرسته یې په بازارونو کې د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه ثابته وساتل شي. د دغه بانک ویاند صابر مومند، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: “د افغانستان بانک غواړي د رمضان میاشتې پر ۲۳مه، نن یکشنبه د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې ۱۲ ملیونه امریکايي ډالره لیلام کړي.” د افغانستان بانک په هرو څو ورځو کې په دې بڼه امریکايي ډالر بازار ته باسي چې هم د افغانیو ارزښت ثابت وساتي او هم تر یوه حده په بازارونو کې د ضروري موادو بیې ټیټې شي. Читать дальше...

يونيسف: د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو کې طالبانو خپله ژمنه ماته کړې

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولګیو پر تړل کېدو اندېښنه وښوده. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا تړل کېدو پرون یکشنبه میاشت پوره شوه، خو د ښوونځیو د پرانیستلو کېدو لپاره کوم اقدام ونه شو. په افغانستان کې د یونیسف ادارې د ارتباطاتو مشرې سم مورت (Sam Mort) پرون ازادۍ راډیو ته وویل: “یوه میاشت کېږي چې پر افغانستان واکمنو چارواکو خپله... Читать дальше...

ايران سره پر پوله شخړې؛ د طالبانو لخوا ايراني پوځيان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ځینو رسنیو د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د شخړې راپور ورکړی دی. د افغانستان د محلي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ دغه لانجه پرون د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې شوې ده. په اسلام کلا کې د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال همایون همت ویلي، لانجه هغه وخت پېښه شوه، چې طالبانو د ایران یو پوځي موټر د افغانستان په خاوره کې دننه ونیوه. دا لا معلومه نه ده، چې لانجې څومره وخت دوام وکړ او وروسته دواړو لوریو څه پرېکړه وکړه. د هرات لپاره د طالبانو... Читать дальше...

د کارکوونکو اعتصاب؛ د هالنډ په يو هوايي ډګر کې لسګونه الوتنې لغوه شوې

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ د پلازمېنې امسټردام په سخیپول هوايي ډګر کې پرون د اعتصاب له کبله په لسګونو الوتنې لغوه شوې. د څو ساعتونو لپاره دغه اعتصاب د KLM هوايي شرکت د هغو کارکوونکو د ډلې له خوا چې د مسافرو بیکونه تنظیموي، روان و. دوی اعتراض درلود چې د کارکوونکو شمېر کم دی او کاري شرایط یې هم ناوړه دي. دا اعتصاب داسې مهال وشو، چې د ښوونځیو رخصتۍ دي او ګڼې کورنۍ په سفر بوختې دي.

برتانيا په کييف کې بېرته خپل سفارت پرانيزي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي پرون په ټلیفوني خبرو کې د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې لپاره د کییف پر اړتیاوو بحث وکړ. د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جانسن- زلینسکي ته وویل، چې بریتانیا به راروانه اوونۍ په کییف کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه په کییف کې وتړل، خو کله چې د اوکراین ځواکونه وتوانېدل روسي ځواکونه د پلازمېنې کییف له شا و خوا وباسي، زیات سفارتونه بېرته پرانیستل شول. Читать дальше...

ترکيې هرات کې ۲۵۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د ترکیې قونسلګري وايي په بادغیس ولایت کې پر ۲۵۰ اړو کورنیو د دوی له خوا بشري مرستې ووېشل شوې. دغې قونسلګرۍ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه مرستې د ترکیې د ولسمشر په سپارښتنه د ترکیې د داخلي افتونو او اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ برابرې شوې وې. ترکیې تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر اړو کورنیو بشري مرستې وېشلې وې.



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Deep Purple

Deep Purple. You Keep On Moving




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Карацеву не хватает игровой уверенности



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России